چهارشنبه, جون 18, 2025
Home+د شیکاګو پر یوه سړک پر خلکو د پیسو باران

د شیکاګو پر یوه سړک پر خلکو د پیسو باران

تاند – د «این‌بي‌سي۵ شیکاګو» د شبکې د راپور له مخې، د «برینکس» په نوم یوه امریکایي شرکت ۳۰۰ زره ډالر بایللي دي. دا پیسې د موټر د شاتنۍ دروازې د خلاصېدو له امله تیت پرک شوې وې.

د دغو پیسو یوه برخه د ۲۰۲۴ کال د اپرېل په ۲۲مه (د ثور دویمه) د امریکا د ایلنوی ایالت په تر ټولو ګڼ‌نفوسه ښار، شیکاګو، کې ورکه شوه.

په شیکاګو ښار کې، د «برینکس» شرکت موټر د پیسو درې ډکې کڅوړې د موټر د شاتنۍ دروازې د حلاصېدو له امله پر سړک ولوېدلې.

شاوخوا ۱۰۰ کسان چې پر همدې سړک تېرېدل، دا پیسې له ځمکې راواخیستې او له سیمې وتښتېدل. تر اوسه دا معلومه نه ده چې څومره پیسې بېرته راټولې یا شرکت ته تسلیم شوې دي.

د «برینکس» یوه استازي، چې راپور یې د پولیسو له خوا د دې اوونۍ په پیل کې خپور شوی، ویلي: «د موټر شاتنۍ دروازه په نامعلوم دلیل خلاصه شوې او درې کڅوړې چې ډالر پکې وو، له موټره راوتلې دي.» د پیسو انتقالوونکي موټر چلوونکي ویلي، دا پېښه د مازدیګر په ۵:۰۷ بجې د ښار د ختیځې برخې په یوه ګڼ‌ترافیکه واټ کې شوې ده.

یوه ساده پېښه او که حساب‌شوې غلا؟

شکایت کوونکي وايي، کله چې بېرته سیمې ته راستانه شول، د پیسو هېڅ نښه نه وه پاتې. د پولیسو د راپور له مخې، «۵۰ تر ۱۰۰ کسانو پیسې له ځمکې راټولې کړې او بیا یا پلي یا هم په موټرو کې له سیمې تښتېدلي دي.» له دې امله، د پیسو انتقالوونکي شرکت شاوخوا ۳۰۰ زره ډالرله لاسه ورکړل.

د ښاروالۍ ویاند ویلي، د دې اوونۍ تر پیله پورې، د دې پېښې په تړاو هېڅوک نه دي نیول شوي. «برینکس» شرکت هم رسمي شکایت ثبت کړی چې پکې دا پېښه د «پیسو غلا» بلل شوې ده.

دا پېښه ښایي د یوې عادي بې‌احتیاطۍ یا د موټر د خوندي سیسټم د نیمګړتیا له امله رامنځته شوې وي. که څه هم دا ډول پېښې ډېرې کمې دي، خو ورته پېښه په ۲۰۲۱ کال کې هم شوې وه، کله چې د کلیفورنیا ایالت سن ډیاګو ښار ته نژدې پر لویه لاره د یوه زغره‌وال موټر دروازه تصادفاً خلاصه شوه او له امله‌یې خلک له خپلو موټرو کوز شول څو د پرتو ډالرو ټولولو ته ادامه ورکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

مهاجراباد | غني حسن

د ۲۰۱۹ تر اګست مخکې مې نیمروز کې دولتي ماموریت پیل سو، د دې لرغوني زرنج، زرنګیانه او سیستان د تمدن کیسې او حماسې...