جمعه, دسمبر 5, 2025
Home+د تکړه ډرامه لیکوال ننګ یوسفزي ۱۴ تلین

د تکړه ډرامه لیکوال ننګ یوسفزي ۱۴ تلین

تاند (چهارشنبه/مې۲) مشهور ډرامه لیکوال او د ظاهرشاه د سلطنت د دورې د ولسي جرګې غړی فاتح الملک ننګ یوسفزی د ۲۰۱۲ د مې په ۲ مه/چهارشنبه/ د ورپېښې ناروغۍ له کبله په پېښور کې ساه ورکړه.

ننګ یوسفزی د افغانستان د رادیويي ډارمو له لومړنیو او مخکښو لیکوالو څخه و. ده د اعلحضرت محمد ظاهرشاه د واکمنۍ په موده کې په ولسي جرګه کې د کندوز د ارچي ولسوالۍ استازیتوب کړی دی.

ننګ یوسفزي لومړنۍ زده کړې په خپل کلي کې کړي، وروسته یې منظم ښوونځی تر اووم ټولګي پوري لوستی خو په اتم صنف کې یې زده کړو ته شا اړولې.

ده وروسته له ځان سره بېلابېل علوم لوستي دي.

ننګ یوسفزي رسمي کار د قبایلو د مستقل ریاست د غړي په توګه پیل کړی او وروسته د کابل راډیو د مطبوعاتو د مستقل ریاست قلمي همکار شوی. ده د ډرامو د لیکلو ترڅنګ شعرونه هم ویلي او ګڼې تحلیلي لیکنې یې خپرې شوي دي.

دی په ۱۹۵۷ ع کال د مطبوعاتو د مستقل ریاست له لوري د ال انډیا راډیو پښتو څانګې ته لېږل شوی. هلته یې څلور کاله کار کړی او په ۱۹۶۱ کې یې استعفا کړې ده.

د ارواښاد ننګ یوسفزي د ډرامو یوه ټولګه «زانګو» چاپ شوې ده.

د شعرونو بېلګې:

څوک او څه یم؟

د تاریخ له سوی زړه نه، راوتلی واویلایم
یا د لوړو لوړو غرونو، غریو نیولې تمنا یم
یا مړ ژواندی شانله هیله د مات زړه په دردانه کې
یا ساماتي حوصله شي دلیارورکی په سینه کې
لوغړن للو په اه شيو تسنس شوې په فضا کې
یا دیاس ډکه نداشی لالهنده په سحرا کې
یا ارزو شي ژړغونې ګبیړنۍ ارادې شي
یا چې پورته وهوا ته په خاښو کې پس بادی شي
یا هاغه د یتیم اوښکې چې په خپل ګریوان وچیږي
با د کونډې بې اسرې اه چې ایله تروره رسیږي
یا د تېر کاروان جرس چې ازانګه وي په بیدیا کې
یا نامراد شان صدا وي زنګوله شي په هوا کې
یا اټکنه سا نیولې چې نعمه شي په پړدو کې
یا ژوند ریزه خوږه تپڼه چې ړنده شي په ګردو کې
یا بهیر د هیلو هڅو تالا کړی زمانې وي
یا ناکامه محبت شي بیا عنوان د افسانې وي
یا بې ربطه زیروبم شي درباب په تش ګوګل کې
یا رقیقه الوداع شي، په سلګو د نیم بسمل کې
یا هاغه د سردرو بار چې یې دام تر غاړې ورشي
هر اندام یې شي بې ژواکه مړڅپن یې هر نظر شي
یا دروند پایه سمندر چې پښه نیولې شي پخپله
خپل ډېر ژواک ورته بلا شي، زړه یې شین شي له ساحله
یا طوفان وي پورته شوی له بیدیا و بیابان نه
بې هدفه الوګړ شي، ځان یې ورک شي له خپل ځان نه
زه چې څه یم هم دغه یم هــــــــم دغه زمــــا ژونــــــــدن دی
دا چې نوم مې د پښتون دی دا چې نوم مې د پښتون دی
*****

سره او شنه

څوک تخیل د بوډۍ ټال ته خیژي
د ماشومانو ځنګول غواړي
څوک د ارزو د تقدس په شمع
تاندې ځوانۍ لوګۍ کول غواړي
څوک د ساقي په یوه موسکه خندا
د اسمان ستوري نڅول غواړي
څوک د مظلوم د سوی اه په خاطر
غرونه رغونه لړزول غواړي
څوک د پسرلي د رنګ و بو په اوږو
زنګینې هیلې بارول غواړي
څوک د زیار کښ د اوږو بار کوزوی
د غریب پیټي سپکول غواړي
څوک په سپید ګرځي کوکۍ ټولوي
د چا وربل سینګارول غواړي
څوک د نیمزالی له اغزنو حڼو
په بار خو غنی اڼول غواړي
څوک د پاولو د شرنګا شرونګ لیونی
ځان پدې لوبو غولول غواړي
څوک په جیلونو کې د قام د پاره
د ځنځیرونو ماتول غواړي
څوک د اغزن فکر په کر کر ونده
د اولس لیارې شاړول غواړي
څوک د پلار مړی ځوی تنکو پاپو له
په بڼو لار جارو کول غواړي
څوک د رحمان په ځمکه اور بلوي
سمسورې دښتې سوزول غواړي
څوک د رحمت د اباسین په اوبو
وچې میرې خړوبول غواړي
څوک بو الوهوس د شګو پړی غړی
ځان کهکشان ته رسول غواړي
څوک مټور د لوړو غرو شاه زلمی
د غلامۍ کړۍ شلول غواړي
څوک تشتور خان راته اوس خان خان کېږي
زما د سر سودا کول غواړي
څوک په رښتونې خان زما له سره
خپل سر و مال قربانول غواړي
څوک خو د غرض اوبه په ډانګ بیلوي
نوک له اورۍ جدا کول غواړي
څوک ببر څڼۍ په یو والی مین
څیرې ګریوان پیوندول غواړي
څوک د مجهول تقدیر په لومو ښکیل ته
نوی دامونه جوړول غواړي
څوک ننګیالی د ”ننګ“ سندرې وايي
ویده پښتون راویښول غواړي

د نثر نمونه:

ضمیر

راډیو فیچر
”د نیمې شپې ماحول د ۱۲ بجو ډګریال پرله پسې اواز“
اسلم – (په کټ کې اوړي او د ځان سره وايي) اوف … دولس بجې شوې خدای خبر چې نن ولې خوب له مانه لیرې ګرځي … دا پسته تلتکه جوړ راته بیخي د زوزانو پوړ او پولۍ شوه نه پوهېږم چې دا نن په ما څه شوي دي. کومه نامعلومه تلوسه ده چې په مخه مې سکونډي … (بیا په ډډه اوړي).

اخ څنګه وکم … هسی مې سترګې مرغۍ مرغۍ کیږي، خو سترګه را باندې متره شوی دی. دا په څه روحی اضطراب اخته شوی یم ”له کټه پورته کیږي“ ځم چې لږ د باندې وګرځم ګوندې یوه سترګه خوب راشي.

”په مخه ګرځي او د ځان سره وايي“ اسمان نن څومره ښکلی ښکاري … کاینات څنګه په غزیدلو پښو ویده دي …

دا دنیا لا ډیر دردیلي زړونه ډېر سوي اسویلي … ډېرې لندې سترګې، پړسیدلي پښې، یتیمې اوښکې نیمزالې ارزوګانې … کونډې هیلې او بې وزلې لوږې تندې لري … چې خوب به یې عنقا شوی وي … خدای خبر اوس به څومره نور زما غوندې د خوب په لټه کې د ستورو بهیرونه څاري او د پښو ښکالو به یې د شپې په چپه چپتیا چکونه لګوي … څومره به دب یلتانه په ځور کې شپې روڼوي او د تللو په یاد به زاړي رښتیا چې ژوند د مسلسلو ځورونو یو نه شلیدونکی ځینځیر دی.

”لږه سکته“ ای تروری او سرایله سپوږمۍ ته په دې توره شپه په چاپسې لالهنده ګرځي … د چا مینه دې ځوروي او څه درنه ورک شوي … اخلی … ستا په دې سپین زړه دا تور سوی داغونه چا ایښي… ایا دا د بیلتانه بیلګې دي که د چا د مظلومو اهونو سوی نقشونه …؟

… خدای (ج) پوهېږي چې ته به د چا په غم غمجنه او درد، دردیدلې یې … د کوم مین په لوغړنه مینه کې د بې وزلو په تړمو اوښکو …

”د لرې نه د شپیلۍ اواز پورته کېږي چې ورو ورو نژدې کیږي، او هم په دې پس منظر کې اسلم ګرځي او د ځان سره وايي“

اسلم – اوه … دا د کراری شومې شپیلۍ څومره خوږ درد لري … داسې بریښي چې بین مار د خپل موږمن زړه دردونه، نور د فضا په امواجو څټه کول او د خپل دروند بارسپکول غواړي… (سکته) ای بین ماره… لږ رانژدې شه چې ستا شونډې ښکل کړم … ستا د شپیلۍ هر سر زما د احساس ژورو ته کوژیږي او زما د زړه خوبولی څوب په څړیکو او ټوپونو راولي… راځه چې خپل دردونه سره ګډ کړو او په ګډه سره د ژوند کړاونو ته اوږده ورکړو… راشه را نژدې… زر رانژدې شه، د شپې لښکرې اوس په ماتیدودي … او د تیارې لمن ټولیدونکې ده … اه … دغه دی چې د سبا ستوری د اسمان په لمنو کې وځلیده او اوس به د رنګ ساعت له د رڼا د کاروان سرولګی … لمر به په خپلو زرینو وړانګو له کایناتو د تیارې توربخن تپی او داغونه ووینځي …
”د سپیدو چاود وخت، د چرګانو بانګونه“
ای … زما دشپې د ناکرارۍ خوږو ملګرو ستورو، تاسو هم ولاړی او زه مو یوازې پریښودلم … ستاسو زړونه هم را باندې ونه سول … ځکه چې زه درد لرم او ستاسو څخه مې غوښتل چې زما سره دردونه شریک کړی…

دا ځکه چې ما د نورو سره د هغوی دردونه، نه دي وېشلي، د نورو په غم نه یم غمجن شوی د بل په ویرمې نه دی ژړلي … او د چا د اسویلو تسل او ډاډګیرنه مې نه ده کړې، د چا اوښکې مې نهدي وچې کړي … په رښتیا که ما د نورو سره د هغوی غمومه وېشلي وای نو نن به ولې د اسمان ستورو هم له مانه تیښته کولای او زه به یې د بې خوبۍ او روحي تلوسو دې دروند بار ته یوازې پریښودلی… هم دا پرون مې د خپل سر نابالغه خبرې واوریدلې او له خپلې دروازې مې د سرې میاشتې غړی په بدرنګ وشړل… هغوی خو زما دښمنان نه وو … له مانه یې څه غوښتل … بس یو څو روپۍ او هغه هم د وطن د مصیبت ځپلو او بې وزلو خویندو وروڼو د پاره ولې ما هغوی ودګل، ومې رټل، ومې شړل خپله دروازه مې سپکه کړه … خپل ضمیر ته مې سر تیټ کړ، د خپل انساني کرامت سره مې لوبې وکړې او دا هر څه د دې د پاره چې زما له جیبه یو څو روپۍ ونه وځي او زما په قارونی پانګه کې کمی رانه شي … اوف … لکه چې د ندامت هم دغه احساس ما تراوسه ځوروي او لکه چې هم دې احساس په روحی اضطراب اخته کړی یم چې ځمکه له سره ځای نه راکوي.
”یو مهیج موزیک چې د ده د جذباتو طوفاني حالت ترسیموي“
اسلم – ”په وارخطايي او ریږدیدونکي غږ“

نانا … هر ګز نا … اوس به زه خپل حق ادا کړم، د خپل ویښ ضمیر سترګو ته به نورې خاورې ایرې نه نولم څه به وشي که ما د پنځو زرو روپو قالین له پښو لاندې نه کړ … که زما دوه پښې نارامې شي … مګر د دې پر ځای به زما د سوونو وروڼو سرونه پټ شي … تر پښو سر ډېر قیمت لري … بې پښو ژوند کیږي ولې بې سره ناممکن دی.
”روانیږي“ ځم چې پنځه زره افغانۍ دا اوس له صندوقه راوباسم او په سوړ ګهیځ یې د سرې میاشتې ټولنې ته وسپارم.

”د کلیانو شرنګار د پښو اواز“ ”له پس منظر نه په دروند، ولې ملایم غږ“ دا نیکه او غوره اراده دې مبارک شه … زه تا ته په دې ښه کار شاباسی وایم … زه ستا زړه یم … زړه او په داسې کولو زښت خوښېږم هله زرکوه، دا پنځه زره افغانۍ یوسه … هم په دې کې ستا سعادت دی هم دا ستا شان لوړوی او عزت دې زیاتوي.

سر: ”په دروند مهیب غږ“ زه ستا سر یم، د عقل او شعور کور … زه ستا رهنمایم پام خبردار … روپۍ ورنکړې … که لغړ وي … وي دې، که مری، مری به تاله یې څه ستا کوم د ابۍ ورنکړې دادار اوړی دی … دا دومره خلک نور لږ دي … هیڅوک هم ورته څه نه ورکوي یوازې تا دا توده تبۍ په سر ایښې ده … ته له کومه د خاتم طایی د تره زوی یا د زیدی سخی ارسلاخان یې … پام چې روپۍ ورنه کړې … پنځه زره افغانۍ کم شی نه دی، په خوله بادیږي.

زړه: ”په خپل زوړ انداز“ ګوره چې د سر خبره وانه وری … دماغ انسان ته چل … فریب چالاکی او خود غرضی ښیی او زه د مینی محبت او هم دردۍ کور یم زه ستا غوره رهنمایی کولای شم …
هم دا د انسانیت اخلاقو او شرافت لار ده … دا روپۍ په بیړه سرې میاشتې ته وسپاره چې ستا د مصیبت ځپلو وروڼو د پاره یې په خیر ښیګڼه کړي.

سر: هر ګز نه زه ستا عقل او پوهه یم … زه ستا د ممیزې قوت او د ښو بدو د تمیز طاقت یم …
زه تاله ګړنګونو روغ جوړ اړوم او په سمو لارو دې سموم … زما خبره واوره د زړه خبره مه اوره زړه صرف جذبات لري … تش جذبات بې د سر د لارښوونې جذبات یوشان اس وی چې سړی له ګړنګونو غورځوي … پام چې د زړه خبره ونه منې لاس راکاږه دا روپۍ بېرته خوندي که یوه نه یوه ورځ به دې ضرور پکار شي.
زړه: ”په زوړ انداز“ دا ستا د امتحان وخت دی، د انساني ضمیر د امتحان وخت، ګوره چې پاتې رانشې ستا څخه دولت دی … شته دي … خدای ډېر څه درکړي … ولې ستا دغه مصیبت ځپلي وروڼه نن هیڅ هم نه لري که هم داحال ستا وي نو تا به له نورو وروڼو څومره توقع درلودله زرشه په ښه کار کې بیړه کوه … بیړه دې په خیر او ځنډ دې په شر تمامیږي … شاباس هله.

سر: پام کوه د زړه خبره ونه منې … د ده بنګلو خبرې چې چا منلي … د چړ او خیرات کنډولي ته ناست دی او زما پیروان … د ښکلو موټرو او ډېرو ډېرو شتو خاوندان دي … پام کوه چې ونه ښویږې ګنی بیا به ارمان کوې … وخت به درنه تېر وي.

زړه: ”په زړه انداز“ دا هوسناک سر د مادیت ایجنټ او بړیڅی دی … د ده د پیروانو ژوند ډېر لنډ وي او ما د حاتم طایی … د زیدی د سخی ارسلاخان او د سوات د شاهپور د سخي سرورخان او سخي بازیرخان نومونه لا تراوسه ژوندي، درانه او خوندي ساتلي دي … د ده له خبرو د سرمایه دارانه ذهنیت بوی خیژي او زما د ترحم جذبې او د روادارۍ احساس انسان ته د مساواتو عظیم نعمت وربخښلی دی … ګوره چې د مغزو خبرې وانه وری دی تاله نیکۍ اوخیر نه لرې باسي.

سر: ‍”په زوړ انداز“ زړه په هیڅ هم نه پوهېږي او زما په غیږ کې جمال الدین افغان، اقبال او حمید، حمزه، رحمان، خوشحال، الفت، حافظ، ارستو، سقراط، ګویتی، شیکسپیر،شیدا خټک، ټیګور لوی شوي دي … او هم زه … د دوی د فلسفې او اشعارو روح روان یم … ولې د نړۍ تباه کوونکی خونړی او وحشتناک قوتونه هم د دې زړه د لاس غونډاری پاته شوی دی …

زړه: ”په زوړ انداز“ تر څو چې زه د فلسفې د لارې لیټ او د شاعر د احساس څوب یم تر هغې دا دواړه د انسان د عظمت او لویۍ ترانې وایی خو چې زما له لاسه ووځي او یوازې د سر پر سترګو روان شي … نو بیا (قهقه) عقل د سالار د جنګ نقشه او شعر د سپاهی په شونډو د وحتش یوه خونړۍ ترانه شي …

”د عسکري مهماتو او عسکرو حرکت“
جنګ له ځو جنګ له ځو جنګ له ځو
وینې تویول غواړو سور اوربلول غواړو خونې ورانول غواړو
نور تباه کول غواړو
مونږ زړوریو زاړه څه چې ماشومان وژنو کونډې یتمان وژنو
جنګ له ځو جنګ له ځو جنګ له ځو
مونږه جنګیالي ځوانان مونږه توریالي ځوانان تل یو بریالي ځوانان
مونږ یو د میدان زمریان
سترګې موسرې شوي د پردو سره خپلوان وژنو مونږ زاړه ځوانان وژنو
جنګ له ځو جنګ له ځو جنګ له ځو
ځو د غلیم کور لوټو دغه کور په زور لوټو کور لاڅه چې ګور لوټو
اوس یې پسې نور لوټو
مونږ د وحشت په نشته مست یو انسانان وژنو وروڼه عزیزان وژنو
جنګ له ځو جنګ له ځو جنګ له ځو

”د جنګ ترانه، یوه دقیقه د جنګ د منظر ډزې او په مخه زګیوری اول په زوره او بیا ورو وروو چې په همدې پس منظر کې سر په وارخطايي ډول خپلې خبرې جاري ساتي“

سر: ”د ډزو د اواز په پس منظر کې په وارخطايي“ د زړه خبرې یوه تشه جذباتي پروپاګنده ده … دی لکه دچندخ د ګوګل په څا کې لوی شوی دی …

دی ړوند دی د جذباتو ړوند … چې زه ورسره نه یم نو یو پل تګ هم ورته د همالیه او هندوکش سرکول ښکاري … او زه د جزلایتجزا د کلیی جوړونکی او هم زه یې ماتوونکی یم ما انسان ته د سیانسی نعمتونو بې بها سوغات وربخښلی دی او هم زه د ایټم او هایدروجن د عظیم طاقت کشاف او خالق یم …پام کوه چې د زړه خبرې وانه ورې … دی په ګټلو نه پوهېږي ولې څټلو ته یې شین زمری دی … د ده پرې څه ځي … که ځوریږم خو زه ځوریږم … ده له یې څه … دی خو لکه د ټاکری د شیخانو د پردو سنډاګانو خیرات کولو ته تیار ناست دی – اوری که نه … په خلاصو غوږونو واوره … پام کوه .. خبردار … چې د خپلو وینو خولو محصول او ګټه د نورو له سره لوګی نه کړې …

زړه: ”په دروند غږ“ دا په خپله اواره ګردۍ او ایله ګشتۍ نازیدونکی دا چې په اټوم او هایدروجن ویاړي … دا د ساینس کشاف او د ګټی خاوند سر، زما په عظمت او لوی سترګې پټوي … دی لکه د ښاپیرک د حقیقت لمر هم نه ویني …
زه زړه یم … د انسانی شرف او فضلیت کور … زه د انسان د پاره مینه محبت او درد پالم … زه د قربانۍ جذبی او د عزت النفس احساس ته پرورش او وده ورکوم … هم زما له ژورو نه د امن پیغام راوځی، هم زه یم چې یو انسان د انسانیت د خیر د پاره سر ښندلو ته اماده کوم … او هم زه د امن او انسانی ښیګڼې بنیادي عناصر رحم او عاطفه پالم … زه منم چې دی د ساینس کشاف او د توپ، ټانک او وسلو موجددیو ولی که زه نه وای نو تراوسه به د جنګ لمبې همداسې پسې بلې او ژب غړاندی پاتی وای.

”د بمبارۍ ریکارډ په پس منظر کې“
زړه: ودی لیدې د سر، کارنامې او … دا یې لاڅه کوې دا د اټم مخترع دا د مادې هوس په نیلی سپور سر چې د اټم په ایجاد دومره ویاړی او فخر کوی … هم ده په تېر لوی جنګ کې د ۲۲ ملیونو انسانانو ۷۵ ملیونو کیلو وینې توی کړې او که چیرې ماد ده واګي نه وای راټینګې کړې نو نن به دنیا ذرې ذرې لکه د هیروشیما او ناګساکی د حال په ژبه د خپلې بربادۍ داسې ویر ژړلی … (د اتوم بم د اواز او د خلکو د چیغو او فریادونو په پس منظر کې)

زړه: ولې دا زمه ومه … چې زه د انسان په رګ رګ کې له جنګ نه ویره او کرکه شوم هم دا زه وم چې د انسانی وحشت د حوصلې تانګونه مې پرې کړل … او یو ځل بیا د انسانیت په شونډو د مینې او امن یوه خوږه ترانه شوم.
د امن ترانه.
”ترانه د مارش د ترانې په پس منظر کې په جګ اواز باندې زړه خپله وینا جاری ساتی“
جوړه ورورولی زمونږ مونږه انسانان یو
خپله خپلولې زمونږ ټول بنیادمان یو

بس دی یو په بل تېری زیاتی ظلمونه نه کوو
نور جنګونه نه کوو نور جنګونه نه کوو
نور جنګونه نه کوو نور جنګونه نه کوو

بس دی یو په بل تیری زیاتی ظلمونه نه کوو
نور مونږ محبت کوو ژوند په اخوت کوو
مینه مروت کوو نه چې به وحشت کوو
پس له دې به مونږ خدایږو ناحق مرګونه نه کوو نور جنګونه نه کوو
نور جنګونه نه کوو نور جنګونه نه کوو
نور جنګونه نه کوو نور جنګونه نه کوو

بس دی یو په بل تیری زیاتی ظلمونه نه کوو
جوړه ورور ولی زمونږ مونږ انسانان یو
خپله خپلولی زمونږ ټول بنیادمان یو

زړه: او هم دا زه یمه چې هاغه اټم چې د هیروشیما او ناګاسکی د زرګونو انسانانو په وژلو یې انسانیت ته مخ تور شوی ؤ ما د مینې او محبت په اوبو ووینځه او اوس ورو په ورو په روڼ مخ د انسان … د خیر او خدمت د پاره … د اټم د برق په شکل هاغه برق چې صنعتی فابریکې چلوی … زراعتی بندونه جوړوی ځمکې اوبه کوي … ښارونه روښانه کوي او د انسان د سعادت د پاره غرونه سوري کوي … میدان ته د راتللو هڅه او کوښښ کوي ..

(په ایټمی قوت د چلیدونکې برېښناکوټ اواز په پس منظر کې)
زړه: هم ما د انسان په رګ رګ کې د امن خواهش او د انسانی اخوت احساس پیدا کړ او هم زه د وسلو ورکولو او د مغزو د دې زهرژنو اختراعاتو او کشفیاتو د مخ نیوي د پاره د انسان په څېر لکه څړیکه کې یوه خوږه تلوسه او د وخت په شونډو د امن یو مؤثر دروند او خوږ اواز شوم …

یو اواز: (په زوره باندې) د انسانی سعادت یو زرې بیدو او یوازنی ضامن

ګڼ خلک: (ګڼ خلک په زوره او جمعه سره) امن … امن … امن … (خوږه موسیقی ورو ورو جګیږي او بیا ورو کښته کېږي چې په هم ې پس منظر کې)

زړه: ودې لیده زما عظمت او لویی … که لا اوس هم پکې شک ګڼې ګوره زه انسان خدای ته نژدې کوم … زما په لاره راشه … د سرداد غرور نه ډکې حارصانه خبرې مه اوره … د سر خبرې ده تل د خپلې تباهۍ اسباب په خپله برابر کړی … دی تا د انسانی عالی هدف او منزل له لارې اړوی ته زما خبره واوره اسلمه … زما خبره … د مغزو خبرې مه اوره … دی له تا قارون جوړول غواړي او زه ستا نه سخی حاتم کای جوړوم او تا د انسانیت معراج ته دې رسول غواړم … دا لغړ وږی او مصیبت ځپلی هم ستا وروڼه دي … په تا حق لري.

د قارونی ذهنیت دا بې خونده خبرې مه منه دا د مادیت درس دی … راشه لږ معنوی خوند هم واخله … دا خوند د خلکو په خدمت، محبت، خواخوږۍ او د نورو د پاره په قربانۍ کې دی، ځه ورمخکې شه په ویاړه اراده او پاک نیت دا پنځه زره افغانۍ په بیړه سرې میاشتې ته وسپاره تر څو چې د رحمت پرښتې ستا نوم د خدای د غوره بندګانو او مورخین د انسانیت او د وطن دوستانو په پاڼه کې ښکل او ثبت کړی شاباس زر هله زر …

”د موزیک غږ مهیج کېږي“
سر – ګوره زه ستا سر یم … تا ته به ښه لیار ښیم پام چې روپۍ ورنکړې …
زړه – زر هله زر چې پر شا را نشې …
سر – پام خبر دار …
زړه – شابه هله زر …
سر – ګوره چې خراب به شې تاواني به شې …
زړه – خی راو برکت به دې په نصیب شي …
سر – هسی غولوی دی .. دا زړه ټګ دی پیسې درنه اخلي …
زړه – زه دې د ګټې ابدي ګټې او خیر پلو بیایم – زر هله زر … اسلمه زر کوه … فیصله وکړه … او د خیر او برکت خاوند شه …

اسلم – (د ځان سره) زما فیصله … زما فیصله هم دا ده چې زه هو! زه د زړه خبره منم … د ضمیر خبره … هو! … د ضمیر چې د خدای کور دی.

زړه – (د خوښۍ نه په ډک غږ) شاباس افرین مور دې کښینی او داسې زوی دې راوړي .. لکه ته.

ته نن د خپل ضمیر په امتحان کې پوره وختی … نن دې د سړی توب پوزه کښیښوده نن تا د انسانی شرف پت وساته او د اشرفالمخلوقات د لوړ ویاړ او فخر حق دې پر ځای کړ … شاباس، افرین، افرین ژوندی دی وي ضمیر تل دې وی ضمیر تل دی وي انسانی اخوت او کرامت… همیشه دې وی امن او سعادت ..

ډیره خوږه او پسته موسیقی د نیمې دقیقې د پاره پورته او بیا ورو ورو کښته کېږي

یادونه: دا لیکنه د ارواښاد استاد عبدالروف ”بېنوا“ له کتاب اوسنی لیکوال له درم ټوک ۱۳۴۶ نه اخستی شویده.

غیرتي میرمن لیکوال : ننګ یوسفزی

راوي: ډېر وخت تېر دی … زمانې خپل ډېر پړاونونه وهلي … او تاریخ په خپل زړه کې تر دې وروسته نورو زرګونو پېښو ته ځای ورکړی … خوښې او خوږې خبرې نه هیریږي… تل په یاد پاتې کېږي او د هر چا په خوله کې اوړي را اوړي।

(موزیک)

راوي: وائي چې د لوی افغانستان لوی امپراطور اعلیحضرت احمدشاه ابدالي چې د وطن د تاریخ یو ستر هیرو … او د افتخاراتو شمله ده له ډېر لرې سفر نه … فاتح او بریالی راستون شوی وو… د ده فاتح لښکر په ډېر ویاړ … د ګران هیواد په لور روان وو … د شاه زلمو د غرور شملې جګې وې … او زړونو په سینو کې له خ,ښۍ نه اټنونه اچولي وو … د لوی افغانستان لو ی واړه د خپل نومیالي پاچا راتګ ته سترګې په لیاره وو … خلک له خوښۍ نه په کالو کې نه ځایدل او د هر چا په تندي کې هم دا څرګندې نخښې بریښیدلې …

بریالي به بیرته راشي د وطي زلمي میړونه
دوی ګټلي قام وطن ته په دلو افتخارونه

(د عسکرو د حرکت ایفکټ)
(حرکت دوام کوي او هم د دې په پس منظر کې)

راوي: د افغان بریالۍ اُ ردو … په ډېره مینه د یوه عالم افتخاراتو سره د هیواد په لور پړاو په پړاو رالیږدیده او دلته په هیواد دننه د دې قهرمان پاچا او د ده د بریالي لښکر دروند هر کلي ته تودې مندې ترړې روانې وې … تر څو چې دا لښکر د لوی افغانستان پخواني پای تخت کندهار ته چې د پښتني کهول د زوړ کلچر او ثقافت یو لوی ټاټوبی پاتې شوی رانږدې شو …
(موزیک)

راوي: دغه وخت لمر په وروستیو غړ غړو وو … او د تیارې د کاروان سر په ځمکه لګیدونکی وؤ وخت لږ پاتې وو او لیاره ډېره … د فاتح پاچا بریالی لښکر نه شو کولی … چې په رڼا کې دغه تاریخي او مرکزي ښار ته راننوځي او د خپلو وطنوالو تاوده احساسات او دروند هرکلي په رڼا کې وګوری او هم د دې د پاره …

(د عسکرو حرکت دوام لري)

لوی احمدشاه: (په دروند غږ) سپه سالارا …!

سپه سالار: د لوی در شل – تر واکمنه .

لوی احمدشاه: د دې د پاره چې وخت لږ پاتې دی … هر پلو د تیارې لمن راخوره شوې او ښار لا څو فرنګه نور هم لرې دی … مونږ نشو کولی چې په رڼا کې په ښار ورننوځو … او د خپلو وروڼو سره ښه وګورو … او د هغوی له مینې نه ډک هر کلي ته ښه ځواب ورکړو … د دې د پاره لښکر ته امر ورکړه چې هم دلته پړاو واچوی او ګیځ له سبه ناري وروسته د ښار په لور روان شی تر څو چې د لمر په تنکی سر … په ښار ور دننه شي …

سپه سالار: د لوی درشل – د ستر واکمن امر په سر سترګو …

(بیګل چې د توقف بیګل وهي … لښکر ودریږي )
(د خلکو د خبرو ایفکټ بیا موزیک / پرده بدلوي)

عینو: (د ځان سره) او که خدای کول … را به شي … بریالی … له خیره سره ولې به بریالی نه وي … ننګیالی به وي او بریالی نه … دا نو څنګه کیدای شي… ننګیالي … او توریالي هم داسې وي … تل بریالی … او نو چې توره نکړي نور به څه کړي …
چې یې شودې د پښتنې رودلي وینه (په خندا)

زما لالی… زما د سترګو تور … زما د زړه سر زما سا… زما ژوند، په رښتیا چې ننګیالی دی… په رښتیا چې زړور او ګلالی دی… د دغسې ښکلي او غړانګې ځوانی سره… هم دغسې میړانه خوند کړي … دغسې میړانه … چې د وطن د سر لوړۍ او افتخاراتو شمله شي مګر سبا به یې زه په دومره لوی لښکر کې څنګه وپېژنم… چې کوم دی … نا … نا … هاغه چې په زرګونو کې روان وي… جګ بریښي… د هاغه دا چنار ځواني د پټیدو نه ده … زه به یې له لرې وپیژنم… په زرګونو خلکو کې به یې وپیژنم او موټی موټی غوښه به ورته له خوښی څخه واخلم … ځکه چې مسافر یار به مې راغلی وي … دی به راشي او زه به ورته په ډیر خوند خوند هم دا ووایم چې د ازادی د لارېزمساپره یاره په خیر راغلې.

زلمی: (دروازه وهي)

عینو: (ناڅاپي سندره قطع کوي په تعجب) چې دا به څوک يي …

زلمی: (بیا دروازه وهي)

عینو: (ورو ورو روانیږي) څوک یې …

زلمی: (نسبتاً ورو) زه یم … زلمی …

عینو: (په تعجب) کوم زلمی …

زلمی: بل زلمی هم شته …

عینو: اخر څوک یې …

زلمی: زه زلمی … ستا د ژوند ملګری … ستا څښتن …

عینو: مګر زما د ژوند ملګری … خو د لوی احمدشاه د لښکر تورکښ دی … او د لښکر سره دی.

زلمی: لښکر ښار ته نږدې پړاو اچولی … سبا سهار راځي ولې زما زړه طاقت ونکړ که هر څومې په ځان زور واچاوه… خو ونه شوه … ستا یاد وزورولم او دغه دی چې له لښکر نه پټ راووتلم او راغلم … چې تا په مړو سترو ووینم زړه به مې صبر شي… بیا به شپه په شپه… بېرته ولاړ شم .

عینو: مګر زه هیڅ باور نشم کولی چې ته دې زما میړه یې ځکه چې زما میړه… ډېر ننګیالی زلمی دی … هاغه هر ګز له لښکر نه پخوا او پټ نه راځي … دا ته لکه چې بل څوک یې.

زلمی: ولې نو ته زما اواز نه پیژنې …؟

عینو: اواز دې هم پیژنم او خوی خصلت دې هم… اواز خودې خپل دی … خو خوی دې د بل…

زلمی: مګر په قسم چې زه زلمی یم …

عینو: (لږ په جدي لهجه) زلمیه … واوره… ښه مې پیژندلی یې – مګر په رب چې نن شپه خو زما مخ په سترګو ونه وینې … نن ستا کتل په ما حرام دي … تا د خپل پاچا له امر نه سرکښي کړې … ته له لښکره پټ راغلی یې … ته زما په نظر کې هاغه زلمی نه یې چې وې … ستا حیثیت د یوه بریالي تورکښ نه … بلکې د یوه تښتیدونکی سپاهي دی او د پښتونولۍ په قانون داسې ځوانان په پښتنو نجونو حرام دي … حیا دې په دې کې ده چې بیرته ستون شې او سهار د بریالي پاچا د فاتح لښکر سره سرلوړی په ښار راننوځې – هاغه وخت ته زما یې او زه ستا … (موزیک).

(د موزیک په پس منظر کې)

راوي: تورکښ – زلمی … په ډېر مات زړه چار ناچار شپه په شپه بېرته ستون شو او څنګه چې د لښکر په پړاو ور ننوت نو … یوه پهره دار داسې ورته وویل!

پهره دار: څوک یې …

زلمی: (غلی کېږي)

پهره دار: (لا په زوره) څوک یې …

زلمی: زه یم …

پهره دار: ته څوک یې …

زلمی: (په لړزه) زه … زلمی … تورکښ …

پهره دار: ودره …

زلمی: ولاړ یم …

پهره دار: رامخ کې شه او لاسونه پورته که…!

زلمی: (څو قدمه اخلي)

پهره دار: (په غضب) چېر ته تللی وې …؟

زلمی: ښار ته …

پهره دار: د چا په اجازه …؟

زلمی: پټ …

پهره دار: د یوه سپاهي د پاره له لښکر پټ وتل څومره جرم دی.

زلمی: پوهېږم … خو له ورخه تېرې اوبه بېرته نه راځي …

پهره دار: ښه نو دلته تر سهاره کښینه … تر څو چې سبا سلسله په سلسله د لوی درشل سترواکمن ته وړاندې کړی شې … او د جرم سزا ومومې.

(موزیک عمجن کېږي)

راوي: دا چې شپه په تورکښ زلمي څنګه تېره شوه او په زړه یې د غم او خپګان څومره څپې واوښتې … پدې پسې به نه ګرځو. مګر سهار چې لمر پلوشه وهله … نو زلمی بیا له وخته سلسله په سلسله د لوی درشل ستر واکمن ته مخامخ کړ شوای وو … لوی احمدشاه له تورکښ نه پوښتنه وکړه. او تورکښ د یوه زړور او رښتوني افغان په صفت ورته دا ټوله کیسه رښتیا رښتیا وکړه، لوی او ننګیالي احمدشاه د دې خبرې په اوریدلو ډېر خوښ شو او امر یې وکړ … چې کندهار ته په رسیدلو دې … دغه غیرتي میرمن عینو زما حضور ته راوغوښتلی شي.
(موزیک)
لوی احمدشاه: عینو ته یې …

عینو: هو د ملت نامتو پلاره هم زه عینو او د زلمي د ژوند ملګرې یم.

لوی احمدشاه: زلمی چې څه وايي دا رښتیا دي …

عینو: پاچا د قام پلار وي … له پلار نه به سړی څه پټ کړي …

احمدشاه: شاباس … په رښتیا چې غیرتمنه پښتنه یې … ته حق لرې چې ځان ته پښتنه بي بي ووایې … عینو لورې زه ستا دې خبرو ډېر خوشحاله کړی یم … زه چې هر څه کووم ستاسو د پاره یې کووم … او هر قدم د قام او د وطن د عزت او سرلوړۍ د پاره اخلم … عینو …

عینو: ستر واکمنه … امر وکړه.

احمدشاه: ته زما لور یې… او تا ته مې یو کاریز ځمکه در وبخښله چې ته پرې ښه او ارام ژوند تېر کړې …

ګڼ خلک: ژوند – ژوند – ژوند

راوي: زمانې تیرې شوې – پیړی واوښتې خو نن هم د پښتني بي بي عینو نوم ژوندی او دروند دی … اوس هم دغه کاریز د عینو په نوم یادیږي.

(موزیک جګیږي)
یو اواز: (له لرې نه) نومیالي مړه سي او نومونه یې ژوندي پاتې شي – د توریالو د تورې نخښې ابدي پاتې شي.
(موزیک)

پای

2 COMMENTS

  1. د پورته لیکنی په ۱۸ مه کرښه کی لیګلی شوی نیټه سمه نه ښکاری.

  2. ننګ يوسفزے ډير ښه ليکوال او شاعر وه۔هغوئ په قام مئين وو او دقام په ننګ يې ژوند تير کړے دے۔او دا کوم ليکونه چې يې دلته تاسو خواره کړل ډير ښه دي۔ددوئ نثر ساده او زړه راښکونکے دے۔
    روح دې ښاد وي او په ګور دې نور وي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب