عبدالله بشرمل
ما ڪه هر څومره د بدمرغۍ احساس په ژوندوني تجربه ڪاوه خو دا مې هېڅڪله نه ویل چې ڪاشکې دې نړۍ ته نه وای راغلې، ځڪه تر نه شتونه بل بد شی نشته! اوریانا فلاچي د دې ناول هره جمله په ډېر ښکلي انداز راوړې خو له دې ښکلا سره سره یې د یوې مور هغه تراژیدي چې دا یې په یوه نرواڪه او بې عدالته ټولنه ڪې تجربه ڪوي؛ د مونولوګ په طرز راته بیانوي. ماته یو هغه ناول چې د یو شخص دروني احساس پڪښې راوسپړل سي تر لسو ځان جوړوني او سرسري موټیویشنل ڪتابونو غوره دی. دا ډول ناولونه د انساني تڪالیفو او دردونو جرړي ڪشفوي او د سرسري تداوي پر ځای دي د مشڪل په منبع پوهوي. یو ځای نیچه ویلي وو: څوک چي زموږ سره همدردي کوي، په حقیقت کي زموږ په داخلي دردونو او خفګان نه پوهېږي او دا همدردي صرف زموږ د سپکاوي لپاره کوي او داسي ښکاروي چي زموږ په دردونو اګاه دی، خو حقیقت دا دی چي نه څوک ستا په درد پوهېږې نه زما !”
اوریانا فلاچي ددې ڪتاب په لومړیو ڪې موږ ته وایي: ڪه ماته په ژوند کې دردونو او ڪړاوونو ژړا راوسته خو بیا هم زما به پر خوله دا خبره وي چې درد زغمل له هیڅ اوسېدو غوره دي او همېش به دا وایم چې نړۍ ته راتګ تر نه شتونه بهتره دی. همدا خبره ده چې فلاچي د خپل ڪتاب د لیڪلو طرز د لوستونڪو لپاره د نصیحت او یا ڪاذب ډاډ په طور نه دی ټاکلی، بلڪه دلته لیڪوالي غوښتي چې لوستونڪي وپوهوي چې ڪوم څه زه ڪوم یا نه دا مې په خپل ځان پوري اړوند ڪیسه ده؛ نه دا چې زه يې پر چا وتپم.
اوریانا فلاچي د کامو د ژوند د بې ماناوالي او پوچوالي فلسفه هم ننګوي او لیڪواله چې تر ډېره د ڪامو غوندي د نهیلیزم پر سبڪ تګ ڪوي خو لار یې بیا په منزل ڪې د کامو سره فرق پیدا ڪوي.
کامو ته ژوند بې مانا دی خو دې بیرته په خپل ناول ڪې شتون تر عبثوالي او پوچوالي غوره بللی. ” څوڪ چې مري نو هیڅ دي نه خفه ڪیږي ځکه خپله برخه ژوند یې کړئ او چا چې ژوند ڪړئ حتمي به د غلطیو سره سره ښېګڼي هم لري چې زړه یې د مرګ پر وخت پرې تسکین ومومي”.
دا ناول د اوریانا فلاچي په ګوتو چې یو ایټالوۍ لیڪواله او ژورنالیسته ده، لیکل شوی. ناول مجموعه ۱۱۳ صفحې دی خو د عمیق لوستلو وروسته لوستونکی پوهیږي چې څو سوه مخیزه موضوع یې په څومره نبوغ په دومره لنډڪي ڪتاب ڪې راټوله ڪړې.
ددې ڪتاب پښتو ژباړه شبانې دوران خورڪۍ کړې، واقعاً له ژباړي سره یې سرسري چلند ندی کړئ او آن ډېري سختي جملې یې هم اسانه او په روانه ژبه را ژباړلي. توفیق ورته دداسې نورو ښڪلو ڪتابونو د ژباړلو غواړم.
د ښځینه وو لیڪوالو احساس او عاطفه نارینه لیڪوالان په ډېر زحمت هم نه شې را انتقال ڪولای خو ولي ښځه د بلې ښځې د درد، حوصلې، زغم، احساس، میني او سوز هري څړیڪي ته ښه جمله او ڪلمه موندلای شي.
اوریانا فلاچې په دې ڪتاب کې و خپل جنین (نا زېږېدلي بچي) ته وایې: ڪله چې لا نه وم امیندواره شوې نو د اولاد راوړل او امیندواري مې یو بدبختي ګڼل او دا مې فرض کړي وه چې نارینه له دې بدبختۍ ازاد دي خو وروسته وپوهېدم چې ڪله مې ستا شتون په خپل وجود ڪې حس ڪړ، امیندواري میندي د یو وجود پر ځای د دوو وجودونو څیښتني دي، دوی ڪولای شي د خپل ارام لپاره د مورولۍ تر وجود ووزي او د ماشوم په روح ڪې حلول وکړي.
دلته د مورولۍ په احساس ڪې موږ ته دا څرګندیږي چې ولي میرمنو سره باید د امیندوارۍ په جریان ڪې عاطفي چلند وسي، تحقیر یې نه ڪړو او خپل ځان د هغوی په لوري مایل وښییو.
په دې ڪتاب ڪې موږ ته د هماغه وخت د ایټالیې د هېواد د ښځو انځور ډېر ښه ترسیمیږي ځکه دا مور چې لا یې ماشوم په ګېډه کې دی په دې نه پوهیږي چې هلک به وي که نجلۍ؟ بیا وایې: (د نجلۍ راتګ دې نړۍ ته بدبختي ده، اې ڪاش؛ چې زه خپله هلڪ وای). بل ځای و خپل نازېږېدلي بچي ته وایې: (ته ڪه هلڪ وزېږې شاید تر نجلۍ لږ د مشکلاتو، دردونو او خپګانونو سره مخ شې، دلته ټولنه د انسان لمړۍ غلطي د ښځي په لاس بولي، اوس هم د ښځو سره د تاوتریخوالي او جنسي هوس د سړولو پېشه تڪراریږي، پیغورونه اوس د نجونو په رګ ڪې لڪه وینه داری وهي).
لیڪواله یوازي دلته د ښځو بدبختي هم نه راته بیانوي بلڪه وایې چې ڪله نارینه پیدا شې بیا به هم د ځینو مشکلاتو تر بار لاندي یې، ڪه مظلوم وې او ژړل دي نو د خپلي ږیري ورېښتان به دې مانع وي او ستا پر مېړانه به لانت وایې، دلته به یا نور وژنې او یا به خپله هره شېبه مرګ تجربه ڪوې! نړۍ د یوې نرمي قالیني په څېر ده خو انسانانو ورڅخه د تګ په لارو ڪې خام سړکونه جوړ ڪړي! داسي خام سړڪونه چې یوازي د فولادي بوټانو سره لا هم تګ پرې امکان نه لري؛ بلڪه دلته به د خلګو څخه هم ځان پټوې چې په تیږو دي سنګسار نه ڪړي.
داڪتاب د انسانیت، ځان جوړوني، میني، دوستۍ تشویق او د احساس آمېزه جملاتو څخه مالامال کتاب دی. د انسان سره د دوستۍ اړوند یو فراګراف ڪې وایې: د نړۍ هره اړیڪه غلامي ده، هر څومره چې ملګري زیاتیږي زموږ ژبه، افکار، ذوقونه او تمایلات ورسره سانسور ڪیږي. آزاد انسانان لږ اړیڪي پالي خو د خپلو حدودو په ټاڪنه ڪې پراخ او وسیع فڪر لري.
د میني په اړه یې تصور بیخي ڪاملاً سوړ او ناهیلی دی، په کتاب کې د میني په باره ڪې صرف داسې جملې راغلي چې لوستونکی ورڅخه د فروویډ د جنسي غریزو مانا اخلي (فروویډ به مینه جنسي غریزه بلل) او یا د نیچه غوندي چې وایې: هغه مینه نده چې د واده خوښي له منځه وړي بلڪه د ملګرتیا نه شتون واده په غم اړوي. مینه د لنډمهالي زړه راښڪون علت دی.
میني ته به بېل بېل تعریفونه وي خو تر ډېره په معاصري نړۍ ڪې ورڅخه انسانان د هوس په پلمه د اړیڪي ټینګولو لپاره د ډال په څېر ڪار اخلي.
اوریانا فلاچې په همدې ڪتاب ڪې د میني او اخلاقي توب څېرې ډیري ښې درڪ کړي او وایې: دلته د ښځو بغیر له واده اولاد راوړل بداخلاقي ده خو د ښڪلو څېرو ستاینه یې بیا مینه! همدا د میني په لفظ باندي د بداخلاقۍ تر ڪچي رسېدل هم انسانانو ڪړي.
اوریانا فلاچي هم داسې حال ڪې دا حمل اخلي چې لا یې واده نه دی ڪړئ.
د ڪتاب په لمړیو ڪې د تراژیدي یادونه ما کړې وه او تراژیدي هغه ژانر دی چې ارسطو ورته جدي ڪومیډي وایې. تراژیدي ڪې چې ڪومه غمیزه رامنځته شوې وي د قهرمان له تقدیر سره تړاو لري او دده تر وس لوړه وي چې په وړاندي یې مقابله وکړي. دلته د قهرمان لوړو احساساتو ته یو مجسم شڪل ورڪول ڪیږي او د لوستونڪو لپاره پڪښي د روحي او رواني تزڪیې ستري ستري موخي رانغاړل شوي وي. په لوستلو سره یې شخص ته دا رواني تسڪین حاصل ڪیږي چې ځیني پیښي په حوصله منلو سره باید ومنو او ڪه هر څومره مقاومت یې په وړاندي ڪوو نو بې مانا او له پوچوالي خالي نه دی!
د نا زوکړي زوی مور یو ځای و خپل زوی ته وایې: موږ هم عجیبه یو! یو د بل په ناروغي سره ناروغه ڪیږو که زه مرم ته هم مرې او ڪه زه ضربه وینم تاته هم ضربه رسیږي او ڪه زه سګریټ څڪوم نو پر تا یې هم اثر لویږي خو ددې باوجود چې ډېره ښڪلې، ظریفه او نږدې رابطه سره لرو یو له بل سره غږېدای نشو او نه له یو بله د احوال پرسۍ او ډاډ غوښتنه کولای سو. موږ دوه متحدین په یو وجود ڪې په داسي حالت ڪې پراته یو چې د جسمونو تر منځ مو د پوست او عضلو بغیر بل څه ندي مګر په روحي او مفاهموي تړاو ڪې لا ډېر سره لیري یو.
دلته د تراژیدي دا اړخ مالومیږي چې انسان د تقدیر په وړاندي ناوسه دی خو تراژیدي لوستل فڪرونه او مغزونه له ناویلو خبرو خبروي او په وړاندي دا انسان ته ور زده ڪوي چې هر ڪار هم د مایوسی قابل ندی؛ ځڪه له موږ مخڪي نورو هم ناڪامي تجربې ورباندي ڪړي.
د ڪتاب یو ښه اړخ دا هم بیانوم چې لیڪوالي خپلي خاطرې په ډېر لنډ او خلص شڪل پڪښي بیان ڪړي. د خپل ڪوچنيوالي د غربت ځپلي دوران له تېرېدو او له هغه څخه د شدید رنځ وړلو وروسته لسګونه ڪلونه بعده چې دا مور ڪیږي و خپل ماشوم ته وایې: هیڅ ڪله به داسي نظام یا مسلک پیدا نکړې چې د انسان زړه بدل ڪړي او سختي ترې وباسي. ڪه هر چا درته وویل چې زموږ سره بل ډول دی نو مطلق درواغ وایې، بیا ورته ووایه چې ستاسو په هیواد ڪې د شتمنو او غریبو ډوډۍ یو ډول ده؟ قوانین د غریبو او شتمنو لپاره یو ډول دي؟ هره پسرلنۍ نغمه د غریبو پر زړه پرهر پریږدي، ژمی یوازي د شتمنو لپاره زړه راښڪون لري، ڪه غریب وې نو د واوري هر څومره سپین شالونه دي له زړه بوج او له جسم څخه د غربت ګرد نشې ایسته ڪولای. خیر ته به راسې او دا بې عدالتي به په خپلو سترګو بیا ووینې زما ماشومه.
اوریانا فلاچي ڪه د خپل ڪتاب په محتوا ڪې و جنین ته د ژوند سختي، دردونه، ڪړاوونه او بۍ مانا والی ثابتوي خو په غیر مستقیم ډول میندو ته د ماشوم هغه حالت هم تشریح ڪوي چې څنګه په طبي لحاظ یو ماشوم د مور په ګېډه ڪې له تخمې او سپرم څخه په ڪامل موجود بدلیږي او ددې سره سره دا هم ورته وایې چې د مور پرېشاني او غمونه مستقیم د جنین پر حالت تاثیر او اغېز شیندي او یوازي دانه بلڪه دا روحي تکالیف چې مور یې د حمل پر وخت تېروي تر هر ډول جسمي ضربو بدتره دي. افغاني میندي چې د ڪلونو ڪلونو جګړو او غمیزو څخه رنځ وړي تر بل هر وخت د حمل په جریان ڪې لاسنیوي او همدردۍ ته ضرورت لري. ڪتاب د ځوان ڪهول لپاره ځڪه ګټور دی چې راتلونڪی یې په مخ ڪې دی او دا هر ډول تجربه به هر یو انسان په یو ډول نه په یو ډول سرته رسوي.
یاداښت: ڪتاب د هغو محصلینو لپاره هم په زړه پوري او ډېر اسانه د درڪ وړ دی چې د طب او له طبي مالوماتو سره اشنا وي خو یو ځای چې د ڪتاب رنګ یې لږ پیڪه کړئ هغه املايې تېروتني وې چې د ژباړونڪي څخه یې هیله لرم بل چاپ ڪې اصلاح ڪړي.
ډېر بې ډوله کیبورد خصوصا د ک حرف استعمالوئ ، هیله ده یو معمولي پښتو لیک دړې نه کار واخلئ.
مننه ملګرې ستاسو نظر مې راسره یاداښت کړ. ددې ډول (ڪ) استعمال مې په قصدي کړئ دی، ځکه خوښېده مي. دا چې تاسو ورسره لیکنه کې مشکل محسوسوئ نو بیرته هماغه ډول(ک) استعمالوم.