دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Homeخبرونهانسان تښتونکو ننګرهار کې یو ډاکټر وژلی

انسان تښتونکو ننګرهار کې یو ډاکټر وژلی

تاند (پنجشنبه، د جوزا ۱۰ مه) د ننګرهار د یوه وژل شوي ډاکټر جسد د لغمان په قرغیو ولسوالۍ کې موندل شوی.

سیمه ییزو سرچینو ویلي، انسان تښتوونکو د ضیا الرحمن په نوم دغه ډاکتر له تښتولو وروسته وژلی دی.

سرچینو زیاته کړه، چې نوموړی د ننګرهار له بهسودو ولسوالۍ تښتول شوی و.

د سرچینو په وینا، د دغه ډاکتر په بدن کې د ربړونې نښې لیدل کېږي؛ خو نوموړی په ډزو وژل شوی دی.

ضیاالرحمان د ننګرهار دره‌نور ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی و او پلار یې د یو ښوونځي مدیر دی.

د ننګرهار لپاره د طالبانو چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.

د یادونې ده چې پرون هم ناپېژانده کسانو د دغه ولایت له مرکز جلال‌اباد څخه د یوه سوداګریز مرکز خاوند او صراف تښتولی.

طالبانو ګڼ کسان له تښتونکو بیرته ژغورلي هم دي، خو د څارونکو په باور له اساسي او هر اړخیزو اقداماتو پرته یوازې په امنیتي تدابیرو د جنایي پېښو او جرایمو مخنیوی نا ممکن دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب