Homeخبرونهکابل ته د پاکستان د یوه لوړپوړي امنیتي پلاوي سفر

کابل ته د پاکستان د یوه لوړپوړي امنیتي پلاوي سفر

تاند (پنجشنبه، د جوزا ۱۰ مه)  د طالبانو کورنیو چارو وزارت کابل ته د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د مرستیال محمد خُرم آغا په مشرۍ د دغه هېواد د یوه پلاوي د سفر خبر ورکړی.

 سرچینې په یوه اعلامیه کې ویلي، چې پاکستاني پلاوي د طالبانو د کورنیو چارو وزارت لومړي مرستیال محمد نبي عمري سره لیدلي او پر یو شمېر امنیتي مسایلو ورسره غږیدلی.

د اعلامیې له مخې، خرم اغا د ډېورند کرښې پورې غاړه د «بِشام» سیمې د روان میلادي کال د مارچ ۲۶ ترهګریز برید په اړه خبرې وکړې او په امنیتي برخه کې یې د طالبانو د رژیم د مرستې هیله وکړه.

سرچینه زیاتوي چې عمري په دې اړه وویل: افغانستان هسې چې ځان لپاره امن غواړي، نورو ته هم ښې هیلې لري. نوموړي زیاته کړه: موږ د «شر» په سیاست باور نه لرو. نیت او عمل مو داسې دی چې په سیمه کې امن د ځان او ټولو په خیر بولو. د «بشام ترهګریزه پېښه» یوه بده حادثه وه.

دغه طالب مقام زیاته کړې:ټول باید د خپلو ساحو امنیتي مسوولیت پر غاړه ولرو او د مسایلو د انحراف پر ځای واقعي همکاریو ته زمینه مساعده کړو. اسلامي امارت دې ته ژمن دی چې له خپلې خاورې نورو ته د ناوړه استفادې اجازه ورنه کړي؛ له نورو هم ورته هیله لري.

د پاکستاني پلاوي د نورو لیدنو کتنو په تړاو تر اوسه څه نه دي ویل شوي.

دا له څه موده ځنډ وروسته افغانستان ته د یوه لوړپوړي امنیتي پاکستاني پلاوي سفر دی، چې طالب رژیم سره یې له پرله پسې ناندریو ترسره کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...