شنبه, اکتوبر 5, 2024
Homeخبرونهقیوم کرزی په امریکا کې ومړ

قیوم کرزی په امریکا کې ومړ

تاند (پنجشنبه، د جوزا ۱۰ مه) د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو د یوې دورې نوماند او د پخواني ولسمشر حامد کرزي مشر ورور عبدالقیوم کرزي په امریکا کې وفات شو.

د راپورونو له مخې، ۷۷ کلن قیوم کرزی د ناروغۍ له امله یې وفات شوی.

قیوم کرزی د افغانستان د پارلمان د پنځلسمې دورې وکیل هم و، چې نوم یې د دایمي غیر حاضرانو په لېست کې شامل و.

هغه څو لسیزې وړاندې د کرزي د کورنۍ یو شمېر نورو غړو سره امریکا ته تللی و او هلته یې هوټلونه او سوداګرۍ لرلې.

یو شمېر سیاسي څېرو د نوموړي په مړینه حامد کرزي او کورنۍ ته یې تسلیت ویلی.

د قیوم کرزي د جنازې او مړینې نورو مراسمو په تړاو تر اوسه څه نه دي ویل شوي.

ګومان کیږي چې د قیوم کرزي جسد به د ده پلرني ټاټوبي کندهار ته ولېږدول شي.

د حامد کرزي کشری ورور احمد ولي کرزی شاوخوا ۱۰ کاله مخکې په کندهار کې د یوه ځانمرګي برید پر مهال ووژل شو.

ولي کرزی هغه مهال د کندهار د ولایتي شورا رئیس و، چې د وژلو مسوولیت یې اوسنیو واکمنو طالبانو پر غاړه واخیست.

حامد کرزي د احمد ولي کرزي د جنازې پر مهال هم وینا کې هغه مهالي و سله وال طالبان خپل وروڼه ګڼلي او ورسره یې د سولې په خبرو ټینګار کړی و.

اوس ویل کیږي، چې ښاغلی کرزی جرمني ته د درملنې لپاره په سفر دی او د سفر اجازه یې په سختۍ له واکمنو طالبانو اخیستې.

طالبانو د هغه د ورور د مړینې د مراسمو په تړاو خپل دریځ نه دی په ډاګه کړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب