شنبه, جولای 6, 2024
Homeخبرونهپاکستان نږدې زر نور افغان کډوال په زوره خپل هېواد ته وشړل

پاکستان نږدې زر نور افغان کډوال په زوره خپل هېواد ته وشړل

تاند (پنجشنبه، د جوزا ۱۰ مه) د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت لپاره د طالبانو د رژیم چارواکي وايي، چې تېره ورځ (چهارشنبه د غبرګولي ۹مه) د تورخم او سپین بولدک له لارې ۹۷۹ افغان کډوال په جبري توګه له پاکستان څخه هېواد ته راستانه شوي.

یاد شوي وزارت زیاته کړې؛ له یو شمېر راستانه شویو سره نغدي مرسته شوې او ځینې نور بیا د مرستو تر لاسه کولو په موخه مرستندویه بنسټونو ته ور پېژندل شوي دي.

سرچینې نه دي ویلي، چې له پاکستانه د افغان کډوالو د په زوره شړلو د بیا شدید شوي بهیر پر وړاندې یې څه کړي، یا یې د کولو پلان لري؟

پاکستان په تېر یوه کال کې شاوخوا نیم میلیون افغان کډوال، ان هغوی چې پاکستان د قانوني استوګنې کارتونه ورکړي وو، په زوره افغانستان ته وشړل.

د ملګرو ملتونو د بېلابېلو ادارو له قوله، له پاکستان او ایرانه د افغان کډوالو د په زوره ایستو لړۍ په افغانستان کې د بشري او اقتصادي ناورین وضعیت نور هم خراب کړی.

دوی او کابل کې د طالبانو واکمن رژیم ټولو پاکستان او ایران نه په دې اړه پر خپلو اقداماتو بیا کتنه غوښتې، خو دغو هېوادونو یادې غوښتنې باببیزه ګڼلې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب