چهارشنبه, جولای 3, 2024
Home+د وردګو د واده دود او بدلې | احسان الله ارینزی

د وردګو د واده دود او بدلې | احسان الله ارینزی

د وردګو د واده دود او بدلې
اته ویشتمه برخه
د واده دلې
ورا يا وراييځه:

دا هغه بدلې دي چې د وراييځې په وخت كې بلل كېږي. البته په دې بدلو كې د زوم له كور څخه د ورا د روانېدلو، د ناوې كور ته د ورا د رسېدلو او بيا د زوم او ورا د ستايلو بدلې يو له بل څخه پېژندل كېږي:

شين نيلى ټټر يې سپين دى

د ورا مخې ته گورئ (…) خوانى (544) كوم دى

*

اسو غوڅ كړل د ورېښمنو جېلبونه

اوس به درشي د (…) د  سورو دوړه

يا: اوس به تالا  كا د (…) د باغ گلونه

*

د ورا سر ته(545) كلى تېر شو

د (…) سترګې دې ووزې د (…) سلام يې وېر (546) شو(547)

*

لوى شې- لوى شې د (…) د كوټې تېره

اوس به درشي د (…) د سورو دوړه

*

اوس به شين نيلى په دروازه درشي

اوس به د (…) ټولې بسته درشي

*

موږ شين چى (548) نه خورو نازولې يو

موږ د () په واده رغلې يو

دا اسپه د چه ده چې كېزه (549) په خوله وېلاړه ده

ده د ( خان) د… (…) په ورا روانه ده(550)

*

شين طوطي غږ يې ببر (551)

() ته ويه راووزه نن دى بيا غږېږي دور

*

اسپو پښې تر نوكو سرې كړې

كه نيلى د (… خان)) دى په ميدان يې تماشې كړې(552)

*

سره شوه سره غرمه شوه د سورو په لاره شپه شوه

خو په دو خبره نه يم چې په كوم ملك يې شپه شوه؟

*

ماته شې اوږۍ چې كړنگارۍ دې راځي

(…) په ورا راغلې زرين شال يې باد وهي

*

چارگل دې پرې دار په پوزه (553) كړى دى

په ورا دې (…) خيالي وتلى دى

*

نيلى مه پرېږدئ چې څري

د لونگو دانه وركړئ د (..) سواره پې درومي (554)

يا: د لونگو دانې وركړئ چې (پلاني) سورلئ پې ولي

*

نيلي ولاړ بران پې اوري

ښادي د (..) ده په غولي يې زېړي گلان اوري

*

(پلانيه) سراى (555) دې جوړ كه د مرمرو

(پلاني) پښو كړل بوټونه د سرو زور

*

په شينكي باغ كې گرزېدم، شين طوطى چا نيولى

د (…) كره چې ځم، گل مې په لاس نيولى

*

ډمه ډول ويه لرګي پې كېږده

(…) په ورا ورگډ شو په شمله كې يې گل كېږده

*

سور سالو مې كور دى سر  سر توره باغ ته ځم

د (…) كره مې ګل دى نندارو ته يې ورځم

*

ژڼيو سيخي كړئ لارۍ په سركونه

پې پيمال كئ د (پلاني) د باغ گلونه(556)

بابېړى:

كه چېرې د ناوېدود په جريان كې د پيغلې پلار د ولور پوښ او توى په اندازو كې كمى يا كيفي زياتوالى كړى وي، ټنگوري يې په لاندې بدلو كې يادوي:

د موږ د ناوې دوى لوېشتې تندى دى

ابه … (557) يې كړي بابيړي دى

*

(پلانى) بابيړي كړى لوړ يې دماغونه

ورته وېلاړ دي (… خېل) (558) سوډر سرونه

سور سپى دى بابيړى راباندې كېښود

(…) مې په مږوي تړلى پرېښود

*

تا چې بابيړى راباندې كړى وا

تا به (… خان) ته پاچ (559) وركړى وا(560)

او دا هغه بدلې دي چې د وراييځۍ د راتگ په وخت كې يې ټنگورې، هغه ښځې چې مخكې له مخكې د زوم له پلوه د ناوې كور ته راغلې وې بولي:

اوس به تور لونگ جوړه جوړه راشي

اوس به د (…) ټولى بسته راشي

*

 اوس به جوړ كړي نيلى راشي د (…) د كوره

اوس به د گلو گيډۍ يوسي د (پلاني) د كوره

*

په باغ كې د هوسۍ پلونه راغلي دي

په ورا دي (… خېل) ژڼي وتلي دي
———————————————–

 

[544] خوانى – خان- خانزاده

[545] ته- تر

[546] وېر – هېر

[547] د كوچيانو بدل:

د ورا سر تر كلي تېر سه

(…) ته داسې وايه، د (…) سلام دې هېر سه

(كوچيانۍ پانگه، ص 119).

[548]چى- چاى

[549] كيزه- قيزه

[550] په وردگو كې ډېر لږ كسان آس ساتي، له همدې امله كله چې په يو كور كې واده وي، د ناوې د راوړلو له پاره د كوم خان يا ملك يا بل چا اس غواړي. اوس د زوم نومونه يادېږي.

[551] – ببر غږ يعنې لوړ اواز.

[552] تماشې- نندارې، خو دلته د اس د لوبو مانا لري.

[553] پوزه– پزه

[554] درومي – ځي

[555] سراى- كور – حويلي.

[556] د كوچيانو بدلې:

سره لمن مې زنگ سوه له پلوه لاندې

يا: سره لمن مې زنگ سوه له پڼو لاندې

د (…) كره ورځمه په څه نخرو باندې

يا: د (…) كره ورځم په دريابو باندې

*

څه سپينه سپوږۍ ده څې په ړنگ بزار كې تلې

جغرۍ پڼې دې پښو وې د (…) كره ورتلې

يا: څره خيالۍ ورځ وه څې (…) كره ورتلې

*

مشكڼي لمر- لمر وي ميدان يې ښكلې ده

ميدان مې د (…) څڼيو نيولى ده

*

پيلوترې د ميدان په جاى جوړېږي

ميدان مې له (…) سره جوړېږي

*

ما ته سې وگۍ شرنگهار دې راځي

د (…) همزولي ډېر دي سهر باد به راځي

(كوچيانۍ پانگه، ص 76).

[557] يو سپك نوم لكه دووس، خنزير، گوره…

[558] د ناوې د خپلوانو (پلار گنۍ يا ماما خېلو) د نامه يادول.

(كوچيانۍ پانگه، ص 78-79).

[559] يو ډول نازكه لنگۍ.

[560] د منگلو بدل:

سپينې بلخانې لوړ يې برجونه

وشمېره بټوۍ ډېر دې لېورونه

يا: وشمېره خولۍ ډېر دي لېورنه

يا: وشمېره خولۍ ډېرې دي ستا يوڼه

بټوه. حيبي بكس. خلك په بتوه كې پيسې ساتي. په پكتيا كې پېغلې د نورو سوغاتونو تر څنگ ښايسته بتوې هم جوړوي، چې د واده په رو

د وردګو د واده دود او بدلې | احسان الله ارینزی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب