دا هغه بدلې دي چې د ټنگورو د بدلو په مقابله كې د كورواله ښځو له خوا ويل كېږي. البته دا بدلې د ناوې د جوړولو او كتلو په جريان پورې اړه لري. دوى په دې بدلو كې د خپلو خيښانو بد وايي، د دوى عيبونو ته گوتې نيسي او ځان لوړ پرې بولي:
ناوۍ لكه چينار ودرويه
(…) لكه سيرلى تى [501) جرويه
*
ناوۍ د ځوزو (502) لمبه وكړه سرسيه دې شه
زوړ خسر درته وېلاړ دى سدكه (503) دې شه
*
د موږ زومه ډولي (504) ورا دې راغله ارجايي(505)
څوك پك دي څوك پمن دي، څوك اورتې(506) خرڅوي
*
د موږه زومه راشه چې ډېنك – ډېنگ دې كړو
يو من صابون راوړه چې پې سپين دې كړو
*
خدايه د موږ بخت دې كوټه (507) كړى دى
(…) دې د بوده (508) په شان جوړ كړى دى
*
د موږه دسې ناوې كه (509) ده زرين غيطان
د تاسې دسې زوم دى كه خوټه د شيطان
*
د موږ زومه زولنه ته راننوزه د ننه
د موږ د ناوې رنگ گورې لكه ونه
*
پورې خوا زرګر دى راولو به يې
د (…) پوزه كږه ده جوړ وو به يې
*
نن مې د چارګل غمى وتلى دى
د زوم پلار كه جوال دسې گنډلى دى
*
پورې په چمن كې ما ځنځير ميندلى دى
ټنگور چې (….) كش كړه ما يې ځاى ليدلى دى
*
څه مې درته وې (510) چې شين غويې په چمن مه راوله
څه مې درته وې چې ده (…) … مه راوله(511)
*
ټنگورې چې تا سترګې تورولې
(….) په چلم ډېره ياد ولې
*
مه ژاړه ناوۍ نه په بند ځې نه بند يې
كه ته د ژړا مړه شوي د (…) د دووسئ
*
لوړو بلخانو ته زينه كېږدئ
(پلاني) ته په شپاله كې كته كېږدي
*
د نجونو سېرلى ورك دى په رمو كې
خېښې شرمنده شې په مېړو كې
*
تاسې په شاتوت پورې تزبې (512) گورئ
تاسې د (….) د سر رچې (513) گورئ
*
مرغۍ په ډنډر(514) ناسته ډنډر ښوري
(پلانۍ) شپاله ته ځي بدلې بولي
*
ټنگوري سالولا سر دي وودلى (515) دى
(…) په تامين زړه يې بايللى دى
*
چې وړه وې په جر – جر (516] يې لويولې
اوس دسې خلكو يوړې چې پشيانې يې للولې(517)
*
ميرزا يې كدم (518) راواخله كلمونه (519)دي
خسرخېل درته وېلاړ سوډر (520) سرونه دي
*
په اوبو كې دوه چومجي (521) دي
د موږ ناپويه (522) زومه دواړه سترګې دې د سپي دي
*
د چه بېيه لكڼه د (…) بېه لكڼه
كته (523) وركئ كله ورسه (524) ښايي ښه چپنه
*
اوښان خې كئ (525) موږ سورې كئ
د (…) په توخانه كې بوغبند (526) كېږدئ ټنگورى پكې ويده كړئ
سنځله ولې – ولې(527) چې اوبو نه وې راوړې
ټنگور مې نوره ښه ده چې شپنو نه واى…
*
اوس به سپين صابون په گوتو كېږدو
اوس به (…) لنډۍ (528) درپرېږدو
*
د موږ ووړكيو (529) بې يكلو(530) د روازگۍ وغچوئ
(….) مې … ده په بامو يې زغلوى
*
د موږ خيښې څه بده تياره (531) يې
لستوڼى ښوروي د (….) ياره يې
*
واړه – واړه پټي دي پولې نه لري
(پلاني) مې پكې ريي ده سترګې نه لري
*
زوم مې لكه لرى(532) ځړولى دى
پلار مې يې لكه سپى ورته تړلى دى
*
ټنگوري خياليگري ښه عصري سر دي وودلى دى
(…) ژڼى خو تا درمخته (533) كړى دى
*
د غواوو خوشايه د مېږو زېړې پچې
ټنگور گرده تاويږي خوشتى يې ځنې وركې
*
د موږ ناوې چې وړئ ريمال يې راكړئ
ده تنگورې (… خان) لره نكاح كړى
*
د كلې ته شا رشكه (رشقه) ده
ټنگور مې كې پرته ده د ځوانانو پې داوه (534) ده
يا: د كلې ته شا رشكه ده رشكه څه بده خوږه ده
*
خدايه د موږ كبر زوال دى
د سلو كالو زوړ په موږ توان(535) دى
پرتوګ دى او نرگتيې(536) د لچې (537) دى
پوښ دى (…) د(538) د دروېزې دى (539)
*
خېښې سل روپۍ درپورې
(…) ته خولگۍ وركړه سل به نورې كا درپورې
*
د پاسه رمه راغله رمه پاڼې ټولوي
ټنگور په رود كې ناسته ده رومونى زېږوي
*
خورې ورځه په مخ دې ښه شه
كه چېرې بادوريه (540) شوه (…) دى سدكه شوه
*
د چه شمله ببره د (…) شمله ببره
يا: د چه ايره ببره د (پلاني) ايره ببره
(…) ترې لاندې ناست دى لكه وينځه مروره
د كوټې په كونج كې كټ دى ښوروو به يې
(پلانۍ) د كډو (541) سپۍ ده غپه وو به يې
*
د كييه راغلې حورې د پاسه راغلې حورې
ټنگورې په څه راغلې د (…) پرينگي(542) لورې(543).
______________________________
[501] تې- ترې
[502] ځوز، يو نامتو بوټى دى چې اغزي لري او اوښان يې خوري. يو متل دى چې وايي: اوښ چې درانده بارونه وړي خوراك يې ځوز دى.
[503] سدكه – صدقه
[504] ډولۍ هغه چا ته وېل كېږي چې ځان ډېر سينگاروي.
[505] ارجايي- هر جايي- ارجل- گډوډ خلك.
[506] اورته- ماندينه- مېرمن- ښځه
[507] كوټه- قلب- تقلبي- چپه- ناچل
[508] بوده- چارپاى- حيوان.
[509] كه – لكه
[510] وې – وېل
[511] د كوچيانو بدل:
څو مې درته ويل څې زېړه غوا په جلگو مه راوله
[] تزبې – تسبيح
[513] د سپږي چوچيان
[514] ډنډر – ساقه
[515] وودل – اوبدل
[516] جر – جار
[517] للولې- حلالولې
[518] كدم- قدم
[519] كلم- قلم
[520] كدو ډوله
[521] چومجى- چينجى
[522] ناپويه- ناپوهه
[523] كته – پالان
[524] ورسه- ورسره.
[525] خى كول د اوښانو كيناستلو يا په گونډو كولو ته وېل كېږي.
[526] بوغبند – رخت خواب، د بړستنو او توشكو د ټړلو څادر.
[527] ولې دلته د ريښې مانا لري. استاد حبيب الله رفيع وايي چې (ولي) په پښتو كې 33 ماناوې لري چې ځنې يې دا دي:
ولي- د ولايت خاوند، ستانه.
ولي- د نكاح پلار
ولي- د يتيم سرپرست.
ولى- (د سړي په وزن) اوږه- شانه
ولئ- (د كرتۍ په وزن) بوځي، لكه څاروي ولئ
ولې- وله، ريښه.
ولې- د پوښتني له پاره لكه ته ولې راغلې؟
ولې- ذوب كېدل لكه غوړي ولې كړئ!
ولي- (د ولي جمع) دواړه اوږې، هر دو شانه.
ولي- (د شاغلي په وزن) د زدن يا وهلو په مانا. لكه احمد محمود په كاڼو يا مچنوغزه ولي.
ولي- د وېشتلو په مانا لكه دوى دواړه ټوپك ولي.
[528] لنډۍ- سپين سترګې اوبې شرم سړى ته ويل كېږي.
[529] ووړكى – وړكي، تنكي هلكان- تنكي ځوانان.
[530] بې يكل- بې عقل.
[531] تياره د چاغې او غوښورې په مانا.
[532] لرى – شكمبه
[533] مخته- آموخته.
[534] دعوى
[535] تاوان. دا سندره مخصوصاً هغه وخت ويله كېږي چې پيغله كوم زاړه سړي ته واده كېږي.
[536] نرګتۍ: هغه جگه، نرۍ ښځه چې د خپلې بڼې له مخې نارينه ته ورته وي او مناسب ښځينه انداز و نه لري.
[537] اله چه- يو ډول ټوكر
[538] د ځاى نوم مثلاً كابل، مشهد، هرات. د پوښ د خرابوالي پيغور په دې سندره كې انځور شوى دى.
[539] له هغه ځايه چې په وردگو كې د واده لگښتونه ډېر درانه دي. زومان اكثرا د خپلې ښځې د واده د لگښتونو د پيدا كولو په نيت نورو ملكونو ته ځي. په دې بدله كې د هغه ټوكر نوم يادېږي چې زومان يې له دې ملكونو څخه راوړي.
[540] بادوريه – د واورې زورور طوفان. په دې حالت كې باد واوره له هسكو او اوارو ځايو څخه پورته كوي او ټېټو ځايو ته يې وړي، لارې بندوي او په تگ راتگ كې ستونزې پېښوي.
[541] د كډې جمع
[542] – پيرنگى- فرنگى- انگريز
[543] د كوچيانو بدلې:
خداى دې وه پلانيه په لار څرنگه راتلې
(پلانۍ) څې درسره وه، ته لا نه پې شرمېدې
*
خېښې څې ته راتلې لكه گل وځلېدې
څې جاى د ريښتيا راغى لكه سپۍ وغپېدې
*
خېښې څې ته راتلې څره خوشاله وې
لستوڼي گډوې د اوړكو ياره وې
*
(پلانۍ) چې ته راتلې لكه زر وځلېدې
څې جاى د رښتيا راغى، لكه خره وسونگېدې
*
(پلانۍ) څې ته راتلې- ته خو خداى وشرمولې
يو موټى زنغوزي سوي، دا (….) و شپېلولې
*
د (پلانۍ) دې څه بلا ده سر يې پك كونه خوسا ده
(پلانۍ) دغې (…) په كراسته، زه يې پاس په تندي ناسته
*
(پلانۍ) لا څه سړۍ ده، سر يې سپين خوله يې كوړۍ ده
دې موږ سپې يې ونه خوري، راته ښكاري سورلنډۍ ده
*
د (…) بلا په ما كې
له نامه كته يې د تا كې
*
څوك ده نوم يې زده كئ
په ځله كې يې وېده كئ (… خان) مې ورايله كئ
يا: په شپاله كې يې ويده كې ټول شپانه مې ورايله كې E
يا: په وټه كې يې ويده كئ لېربنو ته ورناره كئ
*
د موږ ناوې چې زاړي گرمه نه ده
(پلانۍ) يې له اتو بنو نه گنده ده
يا: (پلالۍ) له دروېزې راغلې نه ده
يا: (…) دي څه ليدلي ناديده ده
يا: (…) د ټولو خلكو مسخره ده
يا: (…) د نرو ښځو مسخره ده
يا: (…) د ولسونو مسخره ده
*
د موږ ناوې څې زاړي په وئ وئ باندې
وئ وئ يې د (…) په مركنډۍ باندې
*
ناوې سترگې مې سرې ډېر يې زړلي دي
بيگا يې چونگړيان په خوب ليدلي دي
يا: بېگا يې دروزيرگر په خوب ليدلي دي
يا: بېگا يې موسليان په خوب ليدلي دي
*
مه زاړه ناوۍ زړا دې گرانه ده
له تا د (…) مرگۍ آسانه ده
*
ورا راغله پړي پري
څوك شپانه څوك ژرنده گړي
يا: څوك چونگښې څوك كربوړي(كوچيانۍ پانگه، ص 96)
د تڼيو بدل:
مړۍ كمه كمه خورئ، مړۍ كمه كمه خورئ
د (…) جوسه مې كمه، غول به چېرته تلوي (تويوي)