یکشنبه, جون 16, 2024
Homeخبرونهروسیې یو ځل بیا په افغانستان کې د ټول ګډونه حکومت غوښتنه...

روسیې یو ځل بیا په افغانستان کې د ټول ګډونه حکومت غوښتنه وکړه

تاند (۵ شنبه، د جوزا درېیمه) د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاروف د شانګهای د سیمه ییزو همکاریو سازمان د غونډې پر مهال یو ځل بیا له طالبانو غوښتي، چې د ده په وینا په افغانسان کې ټول ګډونه حکومت جوړ کړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وویل:«د غونډې غړو د افغانستان لپاره د شانهګای د همکاریو سازمان د تماس ډلې د فعالیتونو د بیا پیلېدو په ګټه خبرې وکړي، دا یو ګټور میکانیزم دی چې څنګه په دغه هېواد کې د وضعېت عادي کولو ته دوام ورکوي او له افغان چارواکو سره مرسته کوي چې د ټولو قومي او سیاسي ډلو د استازو په ګډون د ملت جوړونې له لړۍ ډاډ ترلاسه کړي.»

طالبانو د هغه څرګندونو ته تازه غبرګون نه دی ښودلی، خو مخکې یې ورته څرګندونې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ګڼلې او ویلي، چې له ټول ګډونه حکومت څخه د سیمې او نړۍ د هېوادونو هدف واضح نه دی.

د شانګهای د وروستۍ غونډې پر مهال د  پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق دار وویل :«موږ د افغانستان له سرپرست حکومته غواړو چې ښکاره او اغېزمن تدابیر ونیسي څو ډاډ تر لاسه شي چې د یاد هېواد خاوره د هېڅ هېواد پر وړاندې د ترهګرۍ لپاره نه‌کارول کېږي.»

طالبانو د پاکستاني وزیر څرګندونو ته هم غبرګون نه دی ښودلی، خو مخکې یې رد کړې چې ګواکې د افغانستان خاوره د چا لخوا د چا خلاف کارول کیږي او ترهګریز فعالیتونه پکې موجود دي.

1 COMMENT

  1. روسیه دې لومړی خپل قانون سم کړي چې پوتین پکې ګوتې وهي او دا پنځم ځل دی چوکۍ نه پریږدي، دې ته قانون وايي؟ تاسو سره د پنځه میلونه افغانانو د وژلو حساب چې کله وشي بیا به د بل چارو کې مداخله نکوئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب