یکشنبه, جون 16, 2024
Homeخبرونهمولوي کبیر: د نورو هېوادونو استخباراتي موخو ته متوجه یوو، په احتیاط...

مولوي کبیر: د نورو هېوادونو استخباراتي موخو ته متوجه یوو، په احتیاط ګام اخلو

تاند (۵ شنبه، د جوزا درېیمه) د طالبانو د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر له ډېرو جزیاتو پرته د افغانستان په اړه د نورو هېوادونو د استخباراتي موخو خبرداری ورکړی، خو ویلي چې دوی ورته متوجه دي او په احتیاط ګام ورسره اخلي.

هغه په دې کابل کې د کتابونو یوه نندارتون ته د وینا پر مهال ویلي، چې دا استخباراتي موخې په سیاسي، اقتصادي او فرهنګي برخه کې دي.

یاد شوی نندارتون په څرخي پله زندان کې جوړ شوی و، چې یو شمېر زندانیانو یې هرکلی وکړ، خو یو شمېر خلکو پرې نیوکې کړي.

نیوکه کوونکو د مولوي کبیر دې خبرې ته غبرګون ښودلی، چې ویلي دوی به زندانونو نه ازادیدونکي کسان داسې روزي لکه مکتب او مدرسې نه چې فارغ شوي وي.

منتقدانو ویلي، چې په مدرسو او مکتبونو د زندانونو  د بدلولو تر ادعاوو ښه ده چې عمل کې طالبان د نجونو پر مخ له کوم موجه دلیل پرته تړلي ښوونځي ژر بیرته پرانیزي.

د زندانونو د چارو د تنظیم ادارې د معلوماتو پربنسټ د مېرمنو په ګډون د بېلابېلو جرمونو په تور شل زره تنه د هېواد ۳۴ ولایتونو په بندخونو کې بندیان دي.

4 COMMENTS

  1. دوی خو وايی چې موږ هېڅ يو سياسي بندي نه لرو، نو شل زره کسان يې په بېلابېلو ولايتونو کې ولې د زندان تورو دروازو ته اچولي دي؟
    نو دوی له خپل ملاتړي قاضي نجيب الله جامع سره څه وکړل؟
    هغه څه شو او چيرته ولاړ؟
    ختمي له دوی سره بندي دی.
    او داسې نور درواخله چې دا اوس تازه يې ځواب راخلاص کړی. جنرال مبين يې هم څو ځله د تورو دروازو شا ته واچولو.
    وهل او ټکول هم ډېر زيات کوي.

  2. هغه چي وایی:
    دشمن دانا که غم جان بود – بهتر از آن دوست که نادان بود
    موږ اوس دومره له خارج نه ، نه متضرر کیږو کوم چي جاهل دوستان د ننه او خارج کی مشکلات زیږوی لکه انحصار ؛ انحصاری ډلې له ملت نه تجرید کیږی او خلک وایی : ته پوه شه او کار دی، په ما یی څه.
    دا تجربه تنظیمونو او د بن د معاملی مبتکرینو تقریبا ۳۰ کاله ازمایلی؛ آزموده را آزمودن خطاست یا اولی الالباب!
    په انحصار کی امانات ،اهل ته یی نشی سپارل کیدی او اجتماعی عدالت هم تر پښو لاندی کیږی یعنی حق ،حقدار ته نه رسیږی نو ځکه الله ج دا عمل حرام او ناروا ګرځولی ،بیا هم اصرار په منکر او د ګیډی نه دلایل راویستل جهالت او ګندګی خپرول دی ؛خلاصه دا اسلام ندی بلکی د ملا د ګیډی ګند دی نه بل څه ،یا د ملا چل دی د دنیا لپاره خو دا هم برد او بقا نلری بدوی خسا تصور دی .
    رسول الله صلی الله علیه و سلم فرمایلی: انما بعثت لاتمم مکارم الاخلاق.
    مع الاسف څنګه چي توقع وه محمدی اخلاق اکثرا نه لیدل کیږی ؛له سپین ږیرو او زنانه وو سره کنداغ یا میل د ټوپک کارول دا جهاد او مسلمانی نه بلکی ادنی انسانیت هم ندی او دا د مینې لغتی دی چي حمار ګل یی مومنانو او مومناتو ته د مجاهد د اخلاقو په نامه تمثیلوی .

  3. هغه تاجکان یو متل کوی چې وایې ” بګیریت که نه ګیرت”. په چړیانو او جاهلو هیبتې ځناورو هم همدا کانه سوئ. دا کبیري د ای آیس ای تر ټولو غټ جاسوس دئ. تر ټولو نیږدي کسان یې د میرامشاه اوسیدونکي او دی اي آیس ای خلک دئ.نو یو کس چې په خپله د
    کثیفستان د استخباراتو په لومه کې پروت او د هغوى په هدایت ژوند چاري په مخ بیایې نو ځان ته څنګه دا حق ورکوئ چې، د نور هیوادونه د استخباراتو د موجودیت ادعا او هغوي ته د پاملرنې باټي کوئ . د دغه جاسوس ټوله کورني د حقانیانو له کورنیو سره یوځاې د ای آیس ای تر څارنی لاندی ژوند کوئ.

  4. بګیرش،که نګیرد ترا.
    سخن چو از دل خیزد ،بر دل نشیند.
    مع الاسف په قول و فعل کی د راستی،تقوی او ښه نیت نښې او خوند نشته ؛ بقالی ده ،یو په بل یی خرڅوینه.
    ملا شدن آسان است ولی آدم شدن کار آسانی نبود و نیست.
    نن ورځ موږ او ټول بشریت سالم او مفید انسان ته ضرورت لرو ، کلاب سلطانیه ،امت او بشریت له لویو داړونکو سره داړی په شکل یی تیروتل خطا ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب