مرڅله معاصر تاریخ په اوږدو کې د پوځي مرکز په توکه
جنګ د امیرانو په مرڅله ده
پورته احوال تللی تر کابله ده
موږ په دې مستوبله کې د غزني ولایت دا ندړو ولسوالي په سیمه کې د مرڅلې غونډۍ په شاوخوا کې د یوې لښکرکښۍ، جګړې، پوځ او دوو لورو ترمنځ د نښتې او… څرک وینو. پورتنې مستوبله په حقیقت کې د امیر محمداعظم خان او امیر شیرعلیخان ترمنځ هغې جګړې ته اشاره کوي چې په همدې سیمه کې رامنځ ته شوې وه.
مرحوم یعقوب علی خافی په خپل اثر (د افغانستان وروستي پاچهان) د دوهم ټوک په ۴۸ مخ کې داسې کښلي «څو خبرې د مرسلې غونډۍ د پیښې په اړه واورئ» دا ځکه چې دواړه لښکري له یو او بل سره ښکیل شوې. یوځل دواړو لښکرو شپه او ورځ جګړه وکړه او په دې منځ کې یې په میدان کې یو او بل ته لاس هم واچاوه. په ډګر کې د سرکار امیر شیرعليخان څو زره کسیز سپاره لښکر کې بریالي هراتیان وو. هغوئ د جګړې په ډګر کې په سپرلۍ، ناڅاپي برید، چټک یرغل، بیړنۍ منډه او لوټمار کې تر نورو مخکې وو. په هر حال هغوئ به هره ورځ د کابل له لښکر سره لکه د زمریو په څیر مخامخ ډغرې وهلي. مخامخ به د د ښمن د لښکر منځ ته ور ننوتل او آسان، اوښان او سړي به یې ترې نیول او راوستل او بیرته به د خپل لښکرتم ځای
(قرارګاه) ته را ستنیدل، دغه حال تریوې میاشتې پورې همداسې دوام وکړ خو یوې خوا هم سوبه تر لاسه نه کړه. ترڅو د سردار محمد اسمعیل خان له لوري د کابل د سوبې خبر واوریدل شو او د سرکار امیرشیرعلیخان په لښکرو کې د خوښي توپونه ووییشل شول. کله چې د کابل لښکرو دا خبر واوریده زړونه یې مات شول.
د مرسلې غونډۍ د جګړې پیل او د امیرمحمد اعظم خان او د کابل د لښکر ماته او د کابل فتح کول او د کابل د السطنه فتح او بیا تصرف کول.
ــــــــــــــــــــــــــــــ
اوس د کابل د سوبي خبره هرې خواته خپره شوه. سرکار امیرمحمداعظم خان زړه ماتی شو په دې سربیره ځینې سپاره خانان چې یوسل او پینځوس سپاره نوکران یې لرل په پټه وتښتیدل او د امیرشیرعلیخان له لښکرو سره یوځای کیدل. هره ورځ د داسې پیښو تکراریدل د کابل د لښکرو د روحیې د کمزوري کیدو سبب کیدي. په تیره بیا چې یوه شپه د قزلباش خانشرین خان زامن حبیب الله خان او امیرمحمدخان په ګزمه وتلي ول، دوئ د خپل قوم خانزاده ګان وو او د امیرمحمداعظم خان د نوکرانو په وړاندې یې ډیر اعتبار درلود. دوئ د خپلې ګزمې له حدودو څخه وتښتیدل او د امیر شیرعلیخان له لښکرو سره یوځای شول. داسې لکه څاڅکې چې له سیند سره یوځای شي. خو له دې اړخه چې د کابل په لښکرو ټول باور په کمیدو او بې اعتباری په کې ډیره شوه.اغیز یې زیات و.
امیر محمداعظم خان چې یو تجربه کار، او د تدبیر خاوند او د فکر او پوهې خاوند و. په جهانداري کې د خپل وخت افلاطون او د زماني لقمان ګڼل کیده، له دې ټولو ورځینو پیښو یې هیڅ باک ونکړ او لکه غر په خپل ځای ولاړ و. خپل لښکر یې په تدبیر سره ساته او هره ورځ به یې لوی توپ ته چې لښګر ته نژدې درولی و ورته په ډاډ سره به په څوکۍ کینوست او په شیبه شیبه به یې جګړه کوله او جنګ ته د چمتوالی او تیاري خبرې یې کولې. هم به یې د ورځي له خوا ټوله ورځ تر شپې پورې د جګړې ننداره کوله. له همدې کبله وه چې د هغه لښکرو به ډاډ تر لاسه کاوه. او د سردار عبدالرحمن لښکرو ته یې انتظار یوست. یوه توده شپه په دربار کې ناست کې وه چې میجر محمد کریم خان د کابل له دارالسطنه څخه را ورسید. د هغه د راتلو او کړنو کیسه یوه ننداره وه ځکه چې د لارې په اوږدو کې چې خلک او رعیت او بیوزلان د امیرشیرعلیخان دعاګو و.
میجر محمدکریم خان د خلکو دا احال له بل ډول ویرې سره مخ کړی و. هغه څه چې ده لیدلی و. له خپله ځانه هم ویریدلی و. له دې پورته خبره دا چې سردار محمداسمعیل د سلو کسانو رساله ګمارلې وه چې مجیرمحمدکریم خان ونیسي. میجرمحمدکریم خان له دغه رازه خبر شوی و داسې تدبیر یې کړی و چې له ږیرې او بریتونو تیر شوی و. د تیره رنګ خولۍ یې په سر کړې او چلتار یې هم په سر او ملا تړلی و، د پوستکي کوڅی یې په اوږو اچولی و. د ملنګانو په لباس کې د لښکرو تمځای او خیمو ته راننوت. د ملنګانو په څیر يي« یاهو او یا من هو» په ویلو یې له هرې خیمې څخه ګدایې کوله او ځان یې د د تدبیر د خاوند پاچا خیمې ته ورساوه. ودریده او سلام یې وکړ. سرکار والاتبار په لومړي کتو کې هغه وپیژاند او وپوهیده چې کیسه څه ده؟ ځان یې ناګاره واچاوه، ویې پوښت: ای نه تکرار کیدونکي ملنګه! له کومه راغلي؟ او د کوم ځای سړی يي؟ د کوم ځای تلو ته دې اراده ده ؟ له لیدو دې د اشنايي بوۍ راځي. دا ملنګ چې هم په کارپوه، ځیرک او په رموز پوهیده په ځواب کې ورته وویل: یو بیوزله سړی یم په مسافري کې قدم وهمه او رسیږم له هغه دیاره راغلم چې برباد دی او له هغه ولایته راغلم چې د مرستو له پاره مې ډیرې چیغې وکړي خو چا مې جیغې وانه وریدې. داسې څوک مې ونه لیدل چې فریادونو ته مې ځان را ورسوي. له ناچارۍ مې خپل دیار پریښود او په دښتو کې ترې را وتښتیدمه سختې خطرناکې لارې مې را لنډې کړي. اوس د راحت وروستي منزل ته را ورسیدم لاس مې ونیسه چې اسیر یمه او فقیریمه، غریب یم، ځیګر مې کباب زه یم تږی د سراب… له دې وروسته امیر محمد اعظم خان خپلو درباریانو او معتبرانو ته وویل: – ملنګ ونازوئ. هغوئ په درناوي ورته ځانګړې خیمه ورکړه.
بیا خبره په بله خوا بوتله، څو چې راز پټ پاته شي. خلک، عسکر او لښکر خبر نه شي. ترهغه چې مجلس تمام شو. د دربار لویان خپلو خیمو ته ستانه شول او ویده شول.
هیڅوک هم په بارګاه کې پاته نشول. وروسته یې میجر محمدکریم په پټه خپل حضور ته وروغوښت. د کابل د دارالسطنه له پیښو او راپورونو یې وپوښت. هغه لکه څرنګه چې څه پیښ شوې وي له کمي او زیاتوالي پرته ټکي په ټکي ورته له پیل تر پایه پورې بیان کړل.
سرکار محمد اعظم خان چې له حالاتو سره ځان برابرولای شوای او د فرمان منلو او په ورته وخت کې د تدبیرخاوند پاچا و. د ژوندانه په چارو کې یې لوړې ژورې لیدلې او تر نظر تیرې کړې وي. په پوره پوهې سره یې وموندل چې د سردار عبدالرحمن خان ځنډ دا څرګندوی چې د بخت ګرځیدو او د دولت ماتېدو نښې دي. ښايي چې غښتلی دولت برباد او نسکور شي. وروسته په سوچونو کې شو او د سرګرداني په سیند کې ډوب. له دې سره سره چې د ټولو تدبیرونو سنجونکی و. خو اک پک پاته و. دا یې هم په زړه کې ور تیریدل چې نن یا سبا د کابل له چیغو لښکر خبریږي. چې له دې سره بیا اعتبار نه پاته کیږي، بیا به د چارې لارې هم بندې شي. هغه مهال به بیا ډیره سخته وي چې د دربار لویان، خدمت کوونکي، نژدې او لیري مخلصان چې نن لکه د پتنګانو په څیر د شمع په شاوخوا را تاوویږي. را ټول شي. خدمت کوونکي به چې د وفاداري لاپې او باټي وهي هم پاته نه شی.
په هغه وخت کې هرڅوک د ځان په ویر کې وي. بیا د وفاداري له واټ څخه وزي بیا د مالګي څټونکو او خوړونکو په ځای په نمک حرامو باندې بدلیږي. او د سرکار د غلامانو پښې وهي، ځانونه به د امیرشیرعلیخان له دولت سره وتړې. په دې تمه چې ښايي نیک نومونه به خپل کړي له دې ورهاخوا نور خلک به هم وغولوي هغوئ به هم لکه د ځان په څیر نمکحرامه کړي. نو ښه به دا وې چې په تدبیر سره ځان له دې ګرداب څخه چې بلا پیدا کونکي، توپاني، شورجوړونکی او سر ترپایه خطرناک دی د نجات ساحل ته ورسوم. د ژوند ټولې چارې چې تقدیر رامخې ته کړې دي، کریم او رحیم خدای تعالی ته سپارم او د الله له درباره به هیله من اووسم. له خپلو راز لرونکو ملګرو سره یې له دغه ځایه د ترکستان په لوري د تګ خبره شریکه کړه. خو په همدې ورځ یې تر ماښامه پوري په مقابل لوري باندې د توپونو ډیرې ګولۍ هم اوورولې…
مرحوم خافې د خپلې لیکنې په دوام داسې کاږي.
د لوړټبر سرکار په خوږ زړه چې اور په کې بل و. له خپل درباره را ووت. په بیاباني تازې توکمه آس سپور شو. کرار کرار له لښکره جلا شو. کله چې له هغوئ جلا شو یو څه اسوده شو. خپلو لښکریانو ته یې وکتل، څوک یې ترخوا او څوک له شا او ځینې لا په ځای پاته وو. آس يي په چټکۍ ځغلاوه… او د غزنین له حدودو یې په هماغې شپه ځان لیری کړ. یو څه نور هم اسوده شو او له آسه را کوز شو…
مرڅله په وروستیو شاوخوا پینځوسو کلونو کې هم د خپل جغرافیايي موقعیت له کبله د پام وړ سیمه وه. د مرحوم داوودخان د واکمنۍ په مهال هم د یوه پوځي ټولې شتون هغه هم تر ډیره په یاده سیمه کې د نویو جوړو شویو تاسیساتو، اوبو بند د ساتلو په موخه په کې څای په ځای په شوی و. چې بیا د داودخان د رژیم له منځه تللو وروسته د ۱۳۵۷ کال نه بیا تر ۱۳۶۰ کال پورې په کې د هیواد د زرهدارو څلورمه لوا چې په لسګونو ټانکونه، زرې پوښونه، توپونه او… یې لرل په همدې سیمه کې ځای پرځای شوه. چې ورسره هم مهاله یو پوځي هوايي ډګر هم جوړ شو. چې یوازې پوځي الوتکو او هلیکوپترو په کې ناستې کولای شوای. همدا راز د څلورمې زرهدارې لوا قوماندان هم تورنجنرال علاء الدین خان عسکریار و. دا نو د ترپ او خرپ د جګړو کلونو و. د معلوماتو له مخې چې وروسته له څو کاله نوموړي لوا د هرات ولایت ته انتقال شوه او په ځای يي د کوماندو ۳۷ دیرشمه لوا د مرڅله په شاوخوا، او د بند په تاسیساتو کې ځای پرځای او دغه ځای بیا هم یو پوځي مرکز و. په وروستیو کلونو کې بیا له مرڅلې څخه ۳۷ لوا هم وخوځیده او د پولیسو یا د هغه مهال( د څارندوی) د غنډ یو کنډک کې په میشته شو. چې قوماندان یې هم د خروش تخلص لرونکی یو هراتی و. په ۱۳۶۷ کال کې چې کله جګړې ښه زور واخیست د میزان په میاشتي کې بیا د قاری تاج محمد په (بابا) مشهور د حرکت انقلاب اسلامي د قوماندان ځواکونه د سردې بند او اړوند تاسیسات په خپله ولکه کې راوستل او هالته د اندړو ولسوالي د حرکت انقلاب اسلامی مجاهد/ ین میشت شول. چې مشري د لاهور په نوم قوماندان کوله.
د مرسلې او سردې بند په شاوخوا کې بیا هم ډیر پوځي وسایل اوټانکونه، موټرې او… مجاهد/ینو ته په لاس ورغلل. د یادونې وړ بولم ووایم کله چې بیا په ۱۳۷۲ کال کې د لومړي ځل له پاره تحریک ته په غزني کې واک ترلاسه کړ بیا هم یاده سیمه کې نظامي قوت میشت شو. دا لړۍ لا هم دوام لري. په ټوله کې ویلای شوچې مرسله غونډۍ د معاصرتاریخ په اوږدو کې تر ډیره بریده د پوځي مرکز په توګه هم پاته شوې ده.