جمعه, اپریل 26, 2024
Homeادبد وږمې مجلې خپرنیز تاریخ |حزب الله اتل

د وږمې مجلې خپرنیز تاریخ |حزب الله اتل

د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د پښتو څانګې وږمه مجله د پښتو څانګې د زده کوونکو لپاره د ادب د دویم پوهنځي هومره ارزښت لري او خوشبختانه تر څلویښت کلن ځنډ وروسته یو وار بیا د پښتو څانګې له لوري چاپېږي. ښه ده چې لوستونکي ددې مجلې د پخوانۍ محتوا او خپرنیز تاریخي بهیر په اړه په ټولو معلوماتو پوه شي. په همدې دلیل د زده کړو پر مهال د یوه تاریخي آثر په توګه د وږمې مجلې په ټول ۲۱ کلن خپرنیز بهیر د خپلې څېړنې لنډیز له تاسو سره شریکوم، چې خوندي پاتې شي او ددې برخې د څېړونکو د استفادې وړ وګرځي.

دوه میاشتنۍ/ درې میاشتنۍ:

وږمه دوه میاشتنۍ مجله د ۱۳۳۶ لمریز کال په تلې میاشت کې (۱۹۵۷ ز) د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي له لوري خپره شوه.  بنسټګر یې پوهاند میر امان الدین انصاري او لومړی مدیر یې پوهیالی محمد رحیم الهام و.

دا مجله وروسته درې میاشتنۍ شوه. بسم الله ځیرمن، حبیب الله پښتونزوی [حبیب‌الله جاج پښتونزوی]،  ډاکترمجاور احمد زیار او ډاکتر زیور یې هم وخت په وخت مدیران پاتې شوي دي.

په  ۱۳۵۸ لمریز کال کې له خپرېدو پاتې شوه. د لومړۍ ګڼې کچه یې ۱۸X ۲۶ سانتي متره او مخونه یې ۴۰ وو.

وږمه د ادبي او ژبنیو څېړنو لپاره چاپېده، خو فلسفي، علمي او ټولنیز مطالب هم په‌کې خپاره شوي دي او د پښتو ادب لمن یې له راز، راز علمي شتمنیو او د عصري علومو له ملغلرو ډکه کړې ده.

د وږمې مجلې لومړۍ ګڼه د بیټ نیکه پدې نظم پرانیستل کېږي:

لویه خدایه لویه خدایه

ستا ده مینه په هرځایه

غر ولاړ دی درناوۍ کې

ټولې ژوې په زارۍ کې

……….

داپالنه ستا ده خدایه

لویه خدایه ، لویه خدایه

لومړۍ ګڼه یې په ۱۷ سرلیکونو مشتمله ده.  مشر یې پوهندوی صدیق الله رښتین و.

په سر کې د ظاهرشاه پاچا  انځور او ورپسې د داؤد خان انځور کښل شوی دی. ددې ادبي، علمي، ټولنیزې او فلسفي مجلې مدیریت د لومړی ځل لپاره محمد رحیم الهام ترسره کړی دی.

په سریزه کې د وږمې مجلې د رامنځته کېدو پر انګېزه خبرې شوې دي. په ښي پښتۍ په غټو  توریو وږمه او په چپې پښتۍ بیا په انګلیسي توریو (وږمه) او د ژبو او ادبیاتو پوهنځی لیکل شوی دی. له  ۱۳۳۶ تر ۱۳۵۲ لمریز کلونو پورې دوه میاشتنۍ او له هغه وروسته تر ۱۳۵۷ لمریز کال پورې درې میاشتنۍ شوه.

د وږمې د خپرنیز بهیر په اوږدو کې ددې مجلې مدیر مسئولان:

۱ –   محمد رحیم الهام د وږمې مجلې لومړنی مدیر مسئول و، چې دادبیاتو او بشري علومو د دري څانګې استاد هم  و. ده د پوهاند رتبه درلوده او د نوموړي د کار په دوره کې یوه ګڼه په یوه ټوک کې چاپ شوې ده.

۲-  عبدالرازق زهیر د وږمې مجلې دویم مدیر مسئول و، چې د ادبیاتو او بشري علومو استاد و. دده د کار پر مهال  چې له ۱۳۳۷ تر ۱۳۳۸ ل کال د زمري تر میاشتې و، ۸ ګڼې په شپږو ټوکو کې چاپ شوې دي.

۳ – سید بها الدین مجروح د وږمې مجلې درېیم مدیر مسئول و، چې د ادبیاتو پوهنځي کې د فلسفې څانګې مشر او د پوهاند علمي رتبه یې لرله. د نوموړي د مسؤولیت په دوره کې ۷  ګڼې په پنځو ټوکو کې خپرې شوې دي. د کار دوره یې د ۱۳۳۸ ل کال له زمري میاشتې د ۱۳۳۹ ل کال تر تلې میاشتې پورې وه.

۴ –  بسم الله ځیرمن د وږمې مجلې څلورم مدیر مسئول و . نوموړي د ۱۳۳۹ ل کال له تلې میاشتې د ۱۳۴۴ ل کال د وري تر میاشتې پورې ددې مجلې مسئولیت پر غاړه درلود. دده د کار په موده کې اوویشت (۲۷ ) ګڼې په اوولسو (۱۷) ټوکو کې چاپ شوې دي.

۵ –  حبیب الله جاج پښتونزوی د وږمې مجلې پنځم مدیر مسئول و .  د مدیر مسئول په چوکاټ کې د نوموړي د کار په موده کې د ۱۳۴۴ ل کال له  وري میاشتې د ۱۳۴۶ کال تر تلې میاشتې پنځلس (۱۵) ګڼې په اتو (۸) ټوکو کې چاپ شوې دي.

۶ – بسم الله ځیرمن د دویم ځل لپاره د وږمې مجلې شپږم مدیر مسئول و،  چې د۱۳۴۶ کال د تلې میاشتې د ۱۳۴۷ ل کال تر زمري میاشتې پورې دده د کار په موده کې،  پنځه (۵) ګڼې په څلورو ټوکو کې چاپ شوې دي.

۷ – محمد طاهر علمي د وږمې مجلې اووم مدیر مسئول و،  چې په ادبیاتو پوهنځي کې د پښتو څانګې علمي غړی و . د نوموړي د کار موده د ۱۳۴۷ کال د زمري له  میاشتې د ۱۳۵۱ کال تر زمري میاشتې وه. په دې موده کې درویشت (۲۳) ګڼې په یوولسو (۱۱) ټوکو کې چاپ شوې دي، چې له ډلې یې (تاریخ څه ته وایي؟، پښتو نوی مصدر او ژبنۍ څېړنې) کتابونه هم د مجلو پر ځای خپاره شوي دي.

۸ –  مجاور احمد زیار د وږمې مجلې اتم مدیر مسئول و، چې هغه وخت د ادبیاتو پوهنځي استاد هم و. دده د کار پیل د ۱۳۵۱ ل کال له زمري میاشتې د ۱۳۵۱ ل کال تر کب میاشتې پورې وه او دده د کار په دوره کې څلور (۴) ګڼې په درېیو (۳) ټوکو کې خپرې شوې دي.

۹ –  مجاور احمد زیار د وږمې مجلې نهم مدیر مسئول و. د دویم ځل لپاره بیا وټاکل شو ، چې د کار موده یې د ۱۳۵۲ کال له زمري میاشتې د۱۳۵۴ ل کال تر کب میاشتې پورې وه. د نوړي د کار پر مهال نهه ( ۹ ) ګڼې په نهو (۹) ټوکو کې خپرې شوې دي،چې له دې ډلې څخه (د جبر او اختیار ډیالیکتیک، ګیتانجلۍ او تاج) کتابونه د مجلو پر ځای خپاره شوي دي.

۱۰ – پوهنمل دوکتور زیورالدین (زیور) د ادبیاتو او بشري علومو پوهنځي د پښتو څانګې استاد و. دی د وږمې مجلې لسم مدیر مسئول هم و، چې د نوموړي د کار پیل د ۱۳۵۵ل کال د غبرګولي میاشت وه. ورپسې یوولسم مدیر مسئول  محمد داود جنبش و او د وږمې مجلې د چاپ تر پایه په همدې دنده پاتې شو.

د وږمې مجلې مرستیالان:  

وږمې مجلې له ۱۳۳۶ کال څخه د ۱۳۳۸ ل کال تر زمري میاشتې مرستیال نه درلود، خو د  ۱۳۳۸ ل کال د زمري میاشت کې یې مرستیال بسم الله ځیرمن وټاکل شو.

د ۱۳۳۹ ل کال په تلې او لړم میاشتو کې یې مرستیال نه درلود. له هغه وروسته غلام غوث شجاعي د ۱۳۳۹ ل کال له لیندۍ میاشتې د۱۳۴۰ تر زمري میاشتې پورې د مجلې مرستیال و.

بیا مجلې د۱۳۴۰ ل کال له  زمري میاشتې د ۱۳۴۱ ل کال  تر وري میاشتې پورې مرستیال نه درلود. وروسته مجاور احمد زیار د ۱۳۴۱ ل کال له وري میاشتې د ۱۳۴۲ ل کال تر وري میاشتې پورې د وږمې مجلې مرستیال و. د مجلې څلورم مرستیال عبدالحکیم (هلالي) و. د ۱۳۴۲ ل کال له  وري میاشتې د ۱۳۴۲ ل کال تر زمري میاشتې یې دا دنده ترسره کړې، چې د۱۳۴۲ ل کال له زمري میاشتې راپدېخوا تر پایه یعنې تر ۱۳۵۶ ل کال پورې چې د وږمې مجلې خپرنیز بهیر ودرېد، دوام وکړ.

د وږمې مجلې مهتممان:

وږمې مجلې له خپرېدو بیا د ۱۳۴۷ ل کال تر وري میاشتې پورې مهتمم نه درلود.

محمد طاهر علمي د ۱۳۴۷ ل کال له وري میاشتې د همدې کال تر زمري میاشتې د وږمې مجلې لومړنی مهتمم و.

د وږمې دویم مهتمم محمد وزیر تڼیوال دی، چې د نوموړي د کار موده د ۱۳۴۷ ل کال له زمري میاشتې د ۱۳۴۸ ل کال تر  تلې میاشتې وه.

د وږمې درېیم مهتمم سهراب (مهمند) و، چې د ۱۳۴۸ کال له تلې میاشتې د همدې کال تر پایه په دې دنده پاتې شوی دی.

عبدالله (پروانی) د وږمې  څلورم مهتمم و. د نوموړي د کار موده د ۱۳۴۹ ل کال ترپایه وه. له ښاغلي پرواني وروسته د وږمې پنځم مهتمم زلمی ساپی و، چې د نوموړي د کار موده د ۱۳۵۲ ل کال ترپایه وه.

د وږمې شپږم  مهتمم خان آباد و. د نوموړي د کار موده د ۱۳۵۳ کال له وري میاشتې پیل او د ۱۳۵۴ کال تر پایه وه.

د وږمې اووم مهتمم محمدګل کوچی و. د نوموړي د کار موده د  ۱۳۵۵ کال د چنګاښ له لومړۍ نیټې د همدې کال د زمري میاشتې تر شلمې نېټې وه.

د وږمې اتم  مهتمم سید داود (محمد داود جنبش) د ژورنالېزم څانګې د درېیم ټولګي زده‌کونکی و. د نوموړي د کار پیل د تلې له پنځلسمې نېټې و. ورپسې سیدالله مدهوش هم ترپایه، یعنې تر ۱۳۵۷ ل کال پورې د مهتمم چارې پرمخ وړې دي.

کتونکې ډله:

وږمې د ۱۳۳۶ ل کال  د تلې میاشتې په لومړۍ ګڼه کې لاندنیو کسانو د کتونکې ډلې دنده درلوده.

پوهنوال صدیق الله (ریښتین) د کتونکې ډلې مشر و او پوهندوی دوکتور غلام عمر (صالح)، چې د ادبیاتو او بشري علومو د تاریخ او جغرافیې استاد و، په کتونکې ډلې کې وو. همداراز سعدالدین شپون،  غلام مجدد (لایق)، محمد حسن (کاکړ) او محمد صدیق (روهي)، چې په هغه وخت کې د ادبیاتو پوهنځي محصلین وو، د وږمې مجلې د کتونکې ډلې د غړو په توګه دنده ترسره کوله.

د ۱۳۳۷ کال په اسد میاشت کې محمد موسی شفیق د وږمې په کتونکې ډله کې د لعل الدین، غلام مجدد (لایق)،  محمد حسن کاکړ او محمد صدیق (روهي) پر ځای وټاکل شو.

د ۱۳۳۸ ل کال په وري میاشت کې سید بها‌ءالدین مجروح د وږمې په کتونکې ډله کې شامل شو، چې په دې وخت کې د وږمې مجلې کتونکې ډله څلور تنه وو:

۱ –  ډاکتر غلام عمر صالح

۲ – صدیق الله رښتین

۳- محمد موسی شفیق

۴ –  سید بهاءالدین مجروح

د ۱۳۳۸ کال په څلورمه ګڼه کې سید بهاءالدین مجروح له کتونکې ډلې لرې شوی دی او د وږمې مجلې د مدیریت چارې ور وسپارل شوې.

د ۱۳۳۹ ل کال په وري میاشت کې عبدالاحد (یاري) د ادبیاتو پوهنځي پخوانی مرستیال او د پښتو څانګې د ژبپوهنې استاد، د دوکتور غلام عمر صالح پر  ځای د وږمې په کتونکې ډله کې داخل شو.

د ۱۳۴۱ ل کال په وري  میاشت کې عبدالاحد (یاري) د وږمې له کتونکې ډلې لرې شو. په دې وخت کې د وږمې مجلې کتونکې ډله دوه تنه وو:

۱-  پوهاند صدیق الله ریښتین

۲- سید بهاءالدین مجروح

د ۱۳۴۱ ل کال په جوزا میاشت کې نور احمد (شاکر) د وږمې په کتونکې ډله کې داخل شو.

د ۱۳۴۳  ل کال په زمري میاشت کې عبدالشکور رشاد د سید بهاءالدین مجروح پر ځای د وږمې مجلې په کتونکې ډله کې داخل شو.

په دې وخت کې د ادبیاتو او بشري علومو پوهنځي کې د وږمې مجلې کتوونکې ډله درې تنه وو:

۱-  پوهاند صدیق الله ریښتین

۲- عبدالشکور رشاد

۳- نور احمد شاکر

د ۱۳۴۴ ل کال په وري میاشت کې د وږمې مجلې کتوونکې ډله دوه تنه وو:

۱- پوهاند عبدالحی حبیبي

۲- پوهندوی عبدالشکور رشاد

د۱۳۴۶ ل کال په جدي میاشت کې ډاکتر سید بهاءالدین مجروح د درېیم ځل لپاره د وږمې مجلې په کتونکې ډله داخل شو. په دې وخت کې د وږمې مجلې په کتونکې ډله کې درې تنه وو:

۱-  ډاکتر سید بهاالدین مجروح

۲-  پوهاند عبدالحی حبیبي

۳-  پوهندوی عبدالشکور رشاد

د ۱۳۵۰  کال په دویمه او څلورمه ګڼه کې په کتونکې ډله دغه دوه کسه شامل وو:

۱-  پوهنوال ډاکتر سیدبهاءالدین مجروح

۲-  پوهنوال عبدالشکور رشاد  

تر دې وروسته (د۱۳۵۰ کال په پنځمې او شپږمې ګڼې) کې دا لاندې کتونکې ډله وټاکل شوه:

۱- پوهنوال عبدالشکور رشاد

۲- پوهندوی نور احمد شاکر

۳ – پوهنوال ډاکتر سید بهاء الدین مجروح

۴- ډاکتر ګل محمد نوري

۵- ډاکتر مجاور احمد  زیار

۶-  عبدالرسول امین

د ۱۳۵۳ ل کال په څلورمه ګڼه کې لاندې کسان په کتونکې ډله کې راغلل:

۱-  پوهاند عبدالشکور  رشاد

۲-  پوهنوال محمد حسن  ضمیر

۳-  پوهنیار امین الله  امین

۴-  دوکتور مجاور احمد زیار

۵- پوهنیار خانباز  سپلګین

د پوهنیار امین الله (امین) او خانباز (سپلګین) پر ځای پوهندوی ګل رحمن حکیم وټاکل شو. دده د کار موده تر کب میاشتې وه.

د ۱۳۵۵ ل کال د وږمې له لومړۍ ګڼې بیا د همدې کال تر پایه دغه لاندې کسان ټاکل شوي دي:

۱- پوهاند محمد رحیم  الهام

۲- پوهنوال محمد افضل  پاکمل

۳- پوهندوی عبدالجلیل  روشن

۴- پوهنمل دوکتور ګل محمد

۵- دوکتور غلام غوث شجاعي

په ۱۳۵۶ لمریز کال  کې د هرې ګڼې په نوي چاپېدو سره یې په کتونکې ډلې کې هم بدلون راغلی دی.

په درېیمې ګڼې کې یې مهتمیمین پوهاند محمد رحیم الهام، پوهندوی عبدالجلیل روشن، پوهندوی دکتور غلام غوث شجاعي او په څلورمه ګڼه کې یې پوهاند حبیب الله تږی، پوهندوی ډاکتر ګل حنان ظریف، پوهندوی ډاکتر ګل محمد، ډاکټر محمد حسن کاوون او دکتور غلام غوث شجاعي وو.

د وږمې مجلې لیکوالان:

پوهاند صدیق الله رشتین، پوهاند مجاور احمد زيار، څېړندوی حبیب الله  رفیع ، اكاډيميسن پوهاند عبدالشكور رشاد، عبدالرزاق پالوال، حبیب الله تږی، سلیمان لایق، پوهاند محمد حسن کاکړ، پوهاند سیدبهاءالدین مجروح، محمد صدیق روهي، پوهاند زیور الدین زیور، همېش خلیل، پوهاند عبدالحى حبيبي، غلام جيلاني جلالي، قيام الدين خادم، پوهاند عبدالرزاق زهير، دوکتورګل محمد نورزى، نصرالله سوبمن، نورمحمد غمجن، ډاکتر زرغونه زېور، زلمى هېوادمل، محمدعارف غروال،  محمد صدیق پسرلی، امیرحمزه شینواری، ګل پاچا الفت، پوهاند محمد حسن ضمیر، نوراحمد شاکر، سعدالدين شپون، سيال کاکړ، سيد شمس الدين مجروح، اجمل خټک، عبدالله بختانی خدمتګار، محمد رحيم الهام، محمد موسى شفيق، نصرالله حافظ، دوست شينواری، داؤد جنبش، معصومه عصمتي وردګ، محمد اشرف غني احمدزی، رازقي نړیوال او یو شمېر نور…

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب