جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeمقالېاقتصادنفوس او اقتصاد | خبیب علي

نفوس او اقتصاد | خبیب علي

د اتلسمې پېړۍ په وروستیو کې ځینو اقتصاد پوهانو ته دا فکر ورپیداشو چې که د یوه هېواد نفوس همداسې ورځ تر بلې زیات شي نو د دې هېواد راتلونکی به څنګه وي؟ له ډېرو څېړنو او بحثونو وروسته دوی دې نتیجې ته ورسېدل چې یاد هېواد به د غذایي توکو له کمښت سره مخ شي، فقر او بېوزلي به پکې لارې وکړي او د وګړو د ژوند کچه به یې ډېره خرابه شي. د دې نظر درلودونکي په هغه وخت کې ډېر وو چې یو ترې مالتوس دی.

توماس رابرټ مالتوس د اتلسمې پېړۍ په وروستیو کلونو کې اوسېده. د ده د ټولنیزې نظریې له مخې د نفوسو زیاتېدل د اقتصادي پرمختګ په مخکې لویه ستونزه ده. مالتوس د کلاسیکې دورې له بدبینو اقتصادپوهانو څخه ګڼل کېږي ځکه دی وایي چې که موږ نفوسو ته پاملرنه ونکړو او یا پکې له تخفیف او اسانۍ کار واخلو، نو د ځمکې حاصل به هېڅکله له نفوسو سره برابر نه شي. ځکه د نفوسو زیاتېدل د حاصل له زیاتېدو سره کومه اړیکه نه لري او برعکس د حاصل هغه برخه چې پخوا به یې د سلو تنو اړتیاوې پوره کولې، اوس نه شي کولای چې د یوسلو پنځوس تنو اړتیاوې پوره کړي. ده دا هم ویلي دي چې عرضه په خپله نه شي کولای چې د ځان لپاره تقاضا رامنځته کړي.

بل تن چې په اقتصاد کې د نفوسو په رول غږېدلی ډیوېډ ریکارډو دی. د ده له نظره په ټولنه کې درې طبقې خلک ژوند کوي: کارګران، د ځمکې خاوندان او پانګه وال. کارګران اجوره او مزد اخلي، د ځمکې خاوند د ځمکې د ملکیت حق ترلاسه کوي او پانګه والو ته سود پاتې کېږي. دی په دې نظر دی چې د ځمکې د مالک ګټه د کارګر له اجورې او د پانګه وال له سود سره په ټکر کې ده یعنې د سود نرخ او د کارګرانو مزد د ځمکې خاوند ټاکي. ریکارډو وایي چې د نفوسو زیاتېدل د ځمکې د خاوند ګټه زیاتوي او د ګټې دا زیاتېدل د کاري ځواک د ډېروالي سبب ګرځي. کله چې کاري ځواک زیات شي نو اجوره هم ورسره زیاتېږي، ځکه د ځمکې خاوند غواړي چې له ډېرو خلکو کار واخلي او ډېر خلک ډېره اجوره غواړي. دې اصل ته په کتو چې په ټولنه کې غیرفعال نفوس زیات دی، مزد او اجوره د ټولنې اقلیت ته رسېږي او اکثریت چې بې کاره دی بې اجورې او بې مزده پاتې کېږي.

په لږ و ډېر اختلاف په اوس وخت کې هم ګڼو اقتصادپوهانو د نفوسو په رول او اغېز بحث کړی دی. چا د نفوسو زیاتېدل ښه ګڼلي او چا بد، خو ټولنپوهانو تقریبا په هره زمانه کې دا خبره کړې ده چې د نفوسو زیاتېدل د اقتصادي پرمختګ لوی لامل دی. دوی داسې استدلال کوي چې د نفوسو په زیاتېدو فعال نفوس زیاتېږي. له فعال نفوسه منظور هغه وګړي دي چې کاري ځواک او طاقت لري. کله چې کاري ځواک ډېر شي، طبعا ډېر کار سرته رسېږي او کله چې خلک ډېر کار وکړي اقتصادي وده او پرمختګ رامنځته کېږي.

د نفوسو زیاتېدل ولې د پرمختګ په وړاندې خنډ ګڼل کېږي؟

ځینې اقتصادپوهان وایي چې که نفوس زیات شي نو کرنیزې ځمکې به کمې شي او د کرنیزو ځمکو کمېدل په دې معنا دي چې داخلي تولیدات او عواید کم شوي دي. همداراز د نفوسو په زیاتېدو صحي اوبو ته لاسرسی او د روغتیایي خدمتونو کمبود هم رامنځته کېږي چې دا چارې د بېوزلۍ او فقر لویې نخښې دي.

تېرکال د سرطان په ۲۶تمه د اقتصاد وزیر مصطفی مستور وویل چې اوسمهال د افغانستان نفوس ۳۱.۵۵ ملیونه دی او تر ۲۰۵۰ز کاله به دا اندازه ۶۸ ملیونو ته ورسېږي. هغه دا هم وویل چې د نفوسو رشد د پرمختګ له سرعته ډېر دی او دا چاره به هېواد له فقر او بېوزلۍ سره مخ کړي. د افغانستان د احصایې مرکزي ادارې او ګڼو نورو مسلکي اشخاصو هم په وار وار ویلي دي چې نفوس باید کنټرول شي.

د اقتصاد وزارت د معلوماتو له مخې د افغانستان ۴۸ په سلو کې یعنې ۱۵ ملیونه نفوس تر ۱۵ کلنۍ ښکته عمر لري چې دا د کار کولو قانوني عمر نه دی او نه شي کولای چې د کار کولو قانوني جواز ترلاسه کړي. یاد وزارت دا هم ویلي و چې په افغانستان کې د نفوسو ډېروالی ۲.۴ سلنه دی. په داسې حال کې چې دا اندازه په پرمختللیو هېوادونو کې تقریبا له ۰.۷۵ سلنو څخه تر ۱.۵ سلنو پورې ده.

ایا په رښتیا هم د نفوسو ډېروالی د اقتصادي پرمختګ پر وړاندې خنډ دی؟

په نړیواله کچه اوس د اقتصادي پرمختګ لپاره په دوو لویو لارو ډېر تمرکز کېږي چې یوه یې د تولیداتو زیاتول او بله یې د نوښتونو کول دي. البته هر هېواد بېل او ځانګړي شرایط لري چې اقتصاد پوهان او مسلکي اشخاص ورته په کتو پالیسي جوړوي، یعنې د نفوسو زیاتېدل په ځینو هېوادونو کې د اقتصادي پرمختګ پر وړاندې خنډ وي او په ځینو کې نه وي. زموږ په هېواد کې بېوزلي د پخوا په پرتله که زیاته شوې نه وي نو کمه شوې هم نه ده او د هغو وګړو شمېر چې د کار کولو توان لري، ورځ تربلې زیاتېږي. د دې ترڅنګ کال زرګونه تنه له پوهنتونه فارغېږي او تر دې لا څو چنده ډېر د دندو په تمه ناست دي. اوسنیو شرایطو ته په کتو ګومان کوم ښه به دا وي چې نفوس کنټرول شي ځکه د نفوسو زیاتېدل اوس د پخوا په شان ګټه نه رارسوي او نه زموږ په پرمختګ او د وګړنیز ژوند په بهتري کې کومه د پام وړ ونډه درلودلی شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب