پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeادبننګرهار کې د نعت ویونکو شورا جوړه شوه

ننګرهار کې د نعت ویونکو شورا جوړه شوه

تاند:( جمعه، د میزان دویمه) د ننګرهار د اطلاعاتو فرهنګ رياست په دې ولایت کې د نعت ويونکو شورا له لوري د يوې فرهنګي او ادبي غونډې او پکې د نعتیه کلامونو د وړاندې کیدو خبر ورکړی.

دا لومړی ځل دی، چې په دې نوم د یوې شورا یادونه کیږي.

داسې ښکاري، چې دغه شورا د طالبانو د امارت له واکمنیدو سره جوړه شوې ده.

ویل شوي، چې په دې ادبي او فرهنګي غونډه کې نعت ويونکو زينت الله زيرک، منصف چلګزيوال، قاري دين محمد، ناصر ناصح، بشير احمد احمدي، ضياء الحق شينواري، عبدالجليل ثاقب، ثناء الله فايض او نورو په خپلو خوږو غږونو کې نعتونه وويل.

همدا راز د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس محمد حنيف، علماوو شورا مرستيال شيخ ضياء الله حکمي، مولوي لعل محمد صديقي، مولوي حسن خان او ګڼ شمېر نورو په خپلو ويناو کې نعت ويونکي وستايل او دوی ته يې د همکارۍ او اسانتياو ډاډ ورکړ.

د طالبانو له راتلو مخکې په فرهنګي غونډو کې ترنمونه عام وو، خو د دوی له راتلو سره د ترنمونو ځای نعتیه او حمدیه کلامونو نیولی.

1 COMMENT

  1. د دی شورا په جوړیدو به افغانستان کی فقر ، لوږه، مهاجرتونه، وچکالی، بی اتفاقی، بیسوادی، قومی او منطقیوی تعصبات او دهیواد دبین المللی حیثیت ساتلو ستونزی حل شی. نو هیله ده کله چی یو خبر نشریږی باید ګټې یی هم وویل شی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

 مطالعه او ژوند | ذبیح الله شفق

ویکټور هوګو به ویل چي کتابونه ساړه دوستان دي، خو البته د ډاډ وړ. د ابن رشد عالم په باب دا خبره ډېره مشهوره...