دوشنبه, مې 6, 2024
Homeخبرونهد جنوبي اوسیتیا استخباراتي چارواکي له ملابرادر سره وکتل

د جنوبي اوسیتیا استخباراتي چارواکي له ملابرادر سره وکتل

تاند(جمعه، د میزان ۲) د روسیې تر اغېز لاندې له ګورجستان څخه د بېلې شوې سیمې، جنوبي اوستیا د بهرنیو استخباراتو د ادارې رييس الیکسي ماکسیموف په کابل کې د طالبانو د ريیس الوزرا له لومړي مرستیال ملاعبدالغني برادر سره وکتل.

د طالبانو د قطر د دفتر ویندوی محمد نعیم پر خبله ټویټرپاڼه کښلي چې دواړو خواوو په دې کتنه کې د سیمه ییز امنیت او د افغانستان پر وضعیت خبرې وکړې.

د ښاغلي نعیم په وینا ملابرادر او ماکسیموف د افغانستان پر وروستیو تحولاتو هم د نظرتبادله وکړه.

د طالبانو د قطر د دفتر ویندوی د ملابرادر او ماکسیموف د کتنې د نېټې یادونه نه ده کړې.

روسي رسنیو هم افغانستان ته د خپل دغه استخباراتي چارواکي د سفر او له طالب مشرانو سره د کتنې په اړه څه نه دي ویلي.

دا د اګست په ۱۵ مه د طالبانو له لوري د کابل له نیولو وروسته دې ښار ته دوهم بهرنی استخباراتي چارواکی دی چې د افغانستان پلازمېتې ته سفر کوي او له طالب مشرانو سره ویني.

تر دې وړاندې د پاکستان د آی ایس آی مشر فیض حمید کابل ته راغلی و او ویل کېږي چې د طالبانو د موقت حکومت په جوړولو کې یې مهم رول ولوباوه. طالبانو دا ادعا تایید یا رد کړې نه ده.

جنوبي اوسیتیا او ابخازیا هغه دوې سیمې یا جمهوریتونه دي چې په ۲۰۰۸ م کال د روسیې او ګورجستان د جګړې په ترڅ کې له ګورجستان څخه بېلې شوې.

ګورجستان دا دوې سیمې د خپلې خاورې برخه ګڼي خو روسیې د خپلواکو هیوادونو په توګه په رسمیت پېژندلي دي. نوره نړۍ جنوبي اوستیال او ابخازیا په رسمیت نه پېژني.

ویل کېږي چې د جنوبي اوسیتیا د استخباراتو رييس ممکن په په دې خاطر کابل ته سفر کړی وي چې د طالبانو حکومت یې د خپلواک هیواد په توګه په رسمیت وپېژني او په مقابل کې یې جنوبي اوسیتیا د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژني.

طالبانو تېر ځل د حکومت په مهال د روسیې چچنیا جمهوریت د خپلواک هیواد په توګه په رسمیت پېژندلی و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب