جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهته ينج: طالبانو ان خپلو ليکو کې عدالت نه دی تامین کړی

ته ينج: طالبانو ان خپلو ليکو کې عدالت نه دی تامین کړی

تاند – (جمعه، د ميزان دويمه): د مارشال دوستم په مشرۍ د ملي جنبش ګوند يوه مخکښ غړي او د کار او ټولنيزو چارو مخکيني وزير بشير احمد ته ینج د طالبانو اسلامي امارت تورن کړی، چې لږ تر لږه يې پخپلو ليکو کې هم عدالت نه دی تامين کړی.

د هغه په وينا، پخپلو سيمو کې داسې کسان پېژني، چې د طالبانو تحريک له جوړېدو راهيسې دوی سره وو، خو طالبانو پخپل حکومت کې د قومي او سمتي دلایلو له مخې ورته ونډه نه ده ورکړې.

ته ينج خبرداری ورکوي، چې له اوسني ترکيب او ليد سره به د طالبانو واکمني دوام ونه کړي.

بل لور ته د مارشال دوستم لور او مخکينۍ سناتورې راحيلې دوستم پر خپل ټویټر لیکلي، چې دوی به زر افغانستان ته را وګرځي او د طالبانو خلاف به جګړه پياوړې شي.

مخکې ويل شوي و، چې د مارشال دوستم يو زوی يارمحمد دوستم، چې تر وروستيو ورځو په جوزجان کې د طالبانو پر وړاندې د جګړې مشر و، پنجشېر ته ورغلی، څو د احمد مسعود په ملتيا د طالبانو خلاف مقاومت کې ملګری شي.

دا ټول په داسې وخت دي، چې د افغان ترک توکمو نيږدې ملاتړي هېواد (ترکيې) طالبانو ته د ټول شموله حکومت جوړېدل د دوی د په رسميت پېژندلو لپاره شرط ټاکلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب