Homeخبرونهد کابل لاريونوال: امريکا دې کنګل شوې پيسې افغانستان ته ورکړي

د کابل لاريونوال: امريکا دې کنګل شوې پيسې افغانستان ته ورکړي

تاند -(جمعه، د ميزان دويمه): په کابل کې نن سلګونو ځوانانو او خلکو د يوه لاريون په ترسره کولو سره له امریکا متحده ایالاتو وغوښتل، چې د افغانستان څه باندې نهه میلیارده ډالره کنګل کړې مالي زېرمه د طالبانو اسلامي امارت ته په واک کې ورکړي.

دغه لاریون د جميعت اصلاح سازمان د ځوانانو څانګې (نجم) بللی و، چې يو شمېر ديني عالمانو او صرافانو هم پکې ګډون کړی و.

لاريونوالو د امريکا متحده ايالاتو حکومت وغانده، چې د دوی په خبره په ناقانونه او ظالمانه ډول يې د افغانستان پیسې کنګل کړي او د خلکو ژوند يې له بحران سره مخ کړی.

د نجم مشر ټینګار وکړ، چې د داسې فشارونو په واردولو به امريکا په افغانستان کې د ده په ټکیو خپلو شومو موخو ته ونه رسيږي.

معترضینو خبرداری ورکړ، چې د امريکا لخوا به طالبانو ته د کنګل شويو پيسو نه په واک کې ورکول به انساني ناورين رامنځته کړي، چې ملامتي به يې د امريکا پر غاړه وي.

امريکايي چارواکو بيا ويلي، چې یادې پيسې به د طالبانو له خوا د نړیوالو غوښتنو ته د نه غاړې ايښودو تر مودې کنګل وساتي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...