شنبه, اپریل 20, 2024
Homeخبرونهپه امریکا او جرمني کې افغانانو ته لسګونه زره وړیا موقت هستوګنځي...

په امریکا او جرمني کې افغانانو ته لسګونه زره وړیا موقت هستوګنځي ورکړل شول

تاند (شنبه، د میزان ۳) د جرمني د ځوانانو د لیلیو فدراسیون او د امریکا د کرایي کورونو او اپارتمانونو انلاین کمپنۍ ایر بي این بي (Airbnb) غواړي چې له هغو افغانانو سره، چژې په وروستیو کې له افغانستانه کډوال شوي دي، د هستوګنې په برخه کې مرسته وکړي.

ایر بي این بي، چې په درسته نړۍ کې په انلاین ډول د کرايي ځایونو تر ټولاو ستره کمپنۍ ده، د امریکا په متحدو ایالتونو کې شل زره  نورو افغان پناه غوښتونکو ته وړیا موقتي کورونه ورکړي.

دې کمپنۍ، چې مرکز یې د امریکا په سانفرانسسکو کې دی، تر دې وړاندې هم ۲۰ زره افغانانو ته وړیا موقت هستوګنځي برابر کړي وو.

ایر بي این بي د امریکا د خلکو له سخاوت او مېلمه پالنې مننه کړې چې د لسګونو زره افغانانو لپاره یې وړیا کورونه ورسپارلي دي.

د اګست په پنځلسمه نېټه د طالبانو له لوري د کابل له نیولو وروسته لسګونه زره افغانانو، چې ژوند یې په خطر کې وو، له افغانستان څخه امریکا او نورو هیوادونو ته پناه یووړه.

خو په جرمني کې د ځوانانو د لیلیو فدراسیون خپلې ځینې لیلیې هغو افغانانو ته ځانګړې کړي چې په افغانستان کې یې ژوند په خطر کې وو او تازه یې جرمني ته پناه وړې ده.

دوی د جرمني حکومت ته ویلي چې حاضر دي خپل هستوګنځي وروسپاري چې افغان پناه غوښتونکي پکې ځای پر ځای کړي.

د جرمني د لیلیو فدراسیون د جرمني په ۱۴ ایالتونو کې ۴۵۰ لیلیې لري.

ګومان کېږي چې په امریکا کې به نورو موقتي کورونو ته اړتیا زیاته شي ځکه چې لا هم ډېر شمېر افغانان امریکا ته روان دي.

امریکايي چارواکي وايي چې زرګونه افغانان په افغانستان، قطر، متحده عربي اماراتو، بحرین او جرمني کې انتظار دي چې امریکا ته ولېږدول شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب