دوشنبه, مې 6, 2024
Homeخبرونهانس حقاني: طالب مشران د افغانستان د جورج واشنګټن او چرچیل حییثت...

انس حقاني: طالب مشران د افغانستان د جورج واشنګټن او چرچیل حییثت لري

تاند:( جمعه، د میزان ۲مه) د حقاني شبکې یوه مشر انس حقاني په یوه ټویټ کې د طالبانو مشران د نړۍ له مشهورو سیاستوالو( جورج واشنګټن او چرچیل) سره مقایسه کړل او د افغانستان لپاره یې دوی د همغوی په شان اتلان وګڼل.

د انس حقاني په باور، یادو شخصیتونو د خپلو هېوادونو لپاره ازادي ګټلې او طالبان هم د خپل هېواد د ازادۍ ګټونکي دي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې، که نړیوال د طالبانو مشران ترهګر ګڼي او نومونه یې په نړیوال تور لیست کې ساتل غواړي، دا هم باید ومني چې جورج واشنګټن او چرچیل هم ترهګر وو.

دغه طالب مشر دا څرګندونې په داسې مهال کړي، چې د ده مشر ورور او د حقاني شبکې مشر سراج الدین حقاني هم د نړیوالو ترهګرو په تور لیست کې لا شامل دی.

هغه څه موده مخکې د طالبانو د اسلامي امارت په سرپرسته کابینه کې د کورنیو چارو وزارت سرپرست وټاکل شو.

له دې اعلان سره سم، امریکا متحده ایالاتو د نوموړي د وژلو یا نیولو په سر د جایزې کچه له پينځه میلیونه ډالرو څخه ۱۰ میلیونه ډالرو ته لوړه کړه.

ښاغلی حقاني سره له دې چې د طالبانو د اعلان له مخې، خپلې دندې ته معرفي شوی، خو تراوسه یې له یوه پخواني عکس پرته، ان د معرفۍ مراسمو او کاري مسایلو کوم عکس رسنیز شوی نه دی.

3 COMMENTS

  1. رښیا هم تا سو له مشهورو سیاستوالو( جورج واشنګټن او چرچیل) سره خپل ځانونه مقایسه کولې شۍ . خو ښايي یو شی مو له پامه غرزیدلی وی او هغه دا چی تاسو د هغوۍ په پرتله په زرګونونو بی ګناه خپل هیوادوال په بمونو الوځولی او یا مو له تیغه تیر کړی دی. یوازی ستاسو پام مو دې ته راړو چی یو اړخیزه مقایسه سمه نه ده او باید پوره کره مقاېیسه وکړۍ

  2. هغوی خو له امریکا څخه ابرقدرت جوړ کړ د دنیا ستر اقتصادی قدرت یی امریکی ته ورکړ تاسی څه خرکُسان یاستی؟

  3. ترهګر ترهګر دي، تاسې د ملت وینه توی کړې ده.
    حقانیانو د افغانستان د ورانولو او د مظلومو افغانانو په بې رحمانه وژلو کې هیڅ مهرباني نده کړې، دوی د پاکستاني استخباراتو یوه ځانګړې څانګه ده. باید دوی د تور لیسټ څخه لیری نشي.
    دا د ټولو افغانانو هیله ده. مننه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب