یو پوهان را څخه وپوښتل، چې د ستونځوحل ته څه وایې؟
ما ورته وویل، چې ستونځوبی.
دا نوولې؟
اوس دې نړۍ په هراړخیزه پوهنو کې دومره وده کړې، که څوک، چې څیړنې کوي اوپه داسې پرمختتلې ژبه وپوهیږي، نو د هر څه له پاره په پښتو کې هم هغه اړوند ويونه پیداکولی شي.
لرو: ملګوبي، چې انګرېزي یې salt solution دۍ.
لنډ: زه به د خوي له مخې لکه پورته د ،،اوروبي،، په ځای، چې له اورغورځونې منځ ته راځي یا پایله ده، اوربهیدنه، اوربهیدونکي… وبولم. په مننه
محلول ملحي saltzlösung
حلlösung ،solution
مخامخکړنه (عکس العمل):
دا مې همدااوس فکر ته راغۍ، چې د یوچا د کړنې سره چې څوک غواړې مخامخوالی وښايي، نودا به هرومروزما په اند مخامخکړنه وي.
که غواړۍ، نو د همغه ،،عکس العمل،، سره پاتې کیږو.
جفت او طاق ته په پښتوڅه وایي؟
پوښتنه. ایا موږ پښتو کې د جفت له پاره په دې ورځنۍ ژبه کې انډول وی لرو او که نه؟
هو: هرهغه څه، چې دوه، دوه کیدی شي، هغې ته عربي جفت وایي، چې پښتو انډول یې جوړه دی.
لومړی:
ایوه یا ییوه چې څوک کوي او یو غویا (غوایی) ولري، نو جوړه ورته پیدا کوي. دا د غویانو جوړه ده، چې بیا سره دا جوړه ځغلي. څوک چې بوټان اخلي، نو د دباندنی اغیزو پرته به جوړه بوټان اخلي. او که په ټاکنو کې سره برابر ځغلي، نو همغه د ییوې او یا ایوې د غویانو په څیر به دا یوه جوړه وي، چې دا جوړه بیا جوړه سره ځغلي. نه لیکو، چې غبرګ سره ځغلي، ځکه چې که جوړه نه وي هم غبرګ کیدی شي او یا غبرګ دي،، ځکه چې ګډ ووټونه یا رایې به نه لري، چې یو بل غوڅ کړي.
که یوه نجلۍ او هلک داسې لږپه خوي کې سره نږدې وي، نوکیدی شي چې ووایو: دوي به یوه ښه جوړه وي.
دویم:
د جوړه مخامخ څه بولو؟
عربي یې طاق دۍ، هغه چې جوړه نه وي یعنې ناجوړه وي، نو ګوروچې پښتو بلل یې ،، ناجوړه،، دۍ.
راځوشمیرپوهنې ته
ګڼونه : هغه پیداېښتي ګڼونه چې په دوه پوره وېشل کیږي، هغو ته جوړه کڼونه وایو اوهغه پیداېښتي ګڼونه، چې په دوه پوره نه وېشل کیږي، هغوي ته ناجوړه ګڼونه وایو. ګوره زه ورسره دلته پوره نه لیکم، ځکه چې اړتیا ورته نه شته. پیداېښتي ګڼونه چې په پیداېښتي ګڼ وېشل کیږي او لاس ته راوړنه یې پيداېښتي ګڼ وي، نو،، پوره،، ته یې هرومرو اړتیا نه پیښیږي.
جوړه ګڼونه: ۴ و۱۶، ۲۸ …
ناجوړه ګڼونه: ۱۳،۱۵، ۲۷ ….
په ورځني ژوند کې ، چې ورسره مخامخ کیږو
څنګه یې بولۍ؟
له الماني څخه ژباړه یې
۱ – پلنې د ربړ پټۍ، چې له ژورې سکاره راپورته کوي:
۲ – په مغازو کې چې تل ګرځي اوشیان له یوه ځای څخه بل ځای ته وړي.
۱ – وړونپټۍ: یعنې یوڅه له کښته پورته وړي.
۲ ـ بهیدنپټۍ: دا تل روانه پټۍ ده، له دې امله بهیږي یعنې بهیدنپټۍ.
په پښتوکې د زیاتو ویونو له پاره اڼدول نه شته یا موږ( زه) نه پرې پوهیږم لکه
معني:
د عربي ،،معنی،، له پاره موږ پښتو نه لرو، نو که پښتو یې ،،مانا،، ولیکو، دا به منو.
همداسې د قطب له پاره هم پښتو انډول نه شته.
داسې ویونه هم باید چې څنګه وي خپلې ژبې ته راواخلو، لکه چې رانیولي مو دي، که لیکندودیې د ځنوله پاره بدل شي، دا په ټولو ژبوکې ورځنی دۍ.
د بلې ژبې هر څه یا هر وی له پاره، انډول لرو، خودا باید پوهنیز ولټول شي.
داسې خو ما فکرنه کاوه،چې شمیرپوهنه دې داسې سمه په پښتوشي، خودا چې دا نومونه او ویونه ټول پیداېښتي دي، نوزموږژبه هم دا ویونه لري اودا به یواځني وي، دا په دې مانا، چې هر شمیرپوهنیز یا هندسي څه پښتو انډول هم لري.
خوباید په دې اند نه و اوسو، چې ژبه دې سوچه کړو.که زما لیکنې وګورۍ، سمې په پښتودي، خودا موږله پیداېښته لرو، نوي مې منځ ته څه نه دي راوړي اوداسې باید ونه شي، ومو کتل، چې څوک په خپله خوښه یوڅه یا یو وی په پښتو کوي، په هغې کې ناسمونونه راځي.
ګرانو هیوادوالو!
موږ پوهیږو، چې پښتو په دولتي څلوردیوالي کې یوه ډيره پخوانۍ نوي، نږدې شپیته کلنه ژبه ده، نو له دې امله یې علمي کول او د ځنو ویو په پښتو کول یا ورته پښتو پیدا کول هم ستونځمن دي. له یوې خوا موږ چې څه زده کړي یعنې زموږ ټوله زده کړه هغه په پښتو نه ده او له بلې ژبې مو را اخستې او له بلې خوا په دا بله ژبه مو چې څه زده کړي، هغې هم ډېر ویونو(لغات له عربي رانیولی)، چې موږ یې له دې امله د ډبل ستونځو سره مخامخ کړي یو. زموږ دا نږدې شپیته کاله مخکنیو په پښتو لیکونکو، څه له فارسي رانیولي، هغه په فارسي کې د عربي ویونه یې هم ورسره شاید ( یاممکن) کټمټ رااخستلي وي. بله پوښتنه دا هم ده، چې هغه عربي نومونه – چې موږ یې د پښتو نومونو لپاره کاروو- ایا دا سم دي او که څنګه؟
دا هم بله پوښتنه ده، چې باید پام ورته وشي.
ترانسپورتمیتل = وړون الې