شنبه, اپریل 27, 2024
Home+'د مراد شینواري ژوند او ادبي خدمات" | بريال يوسفزے

‘د مراد شینواري ژوند او ادبي خدمات” | بريال يوسفزے

۱ فروري ۱۹۲۷ء — ۱۸ فروري ۲۰۱۲ء
د خېبر ادبي روايت چې څومره مضبوط دے هم دومره په تاريخي حوالې سره زوړ او لرغونے دے د خېبر په سيمه ادبي روايت د مرازخان انصاري (وفات ـ۱۰۴۰) نه شروع کېږي چې ورپسې الاهيارافريدي، علم خان افريدي،قلندرافريدي،محمد يونس خان افريدي،توره باز شينواري، يار محمد خان شينواري او سيدان شاه افريدي ( ۱۹۰۰ـ ۱۹۵۸) نومونه د غور وړ دي ـ په جديد دور يعنې شلمه صدۍ کښې چې د خېبر په سيمه کښې کومو شاعرانو، او اديبانو سر راپورته کړو په هغوي کښې يو د قدر وړ شخصيت امير حمزه خان شينواري دے ـ امير حمزه خان شينواري د شلمې صدۍ د پښتو ادب هغه شخصيت دے چا چې په خېبر کښې د جديد ادب بنياد اېښے دے او د پښتو شعر و ادب کښې ئې د قدر وړ خدمات ترسره کړي دي ـ هم د امير حمزه خان شينواري په برکت په خېبر ادب کښې اکرم خان فاروق شينواري،ناظر شينواري،مراد شينواري، امير محمد ساغر افريدي،نور محمد ځيګر افريدي،جدران منتظر افريدي،خسرو افريدي،خاطر افريدي،خېبر افريدي او د ساحر افريدي غوندې شاعران او اديبان مخې ته راغلل ـ په دې شاعرانو اديبانو کښې مراد شينواري هغه شخصيت دے د چا پېژندګلو که يو طرف ته د امير حمزه خان شينواري د زوي په حېث کېږي او امير حمزه خان شينواري ځان ته ابولمراد وائي لکه چې وائي:
“مراد پوره شي خو وصال نشته
مراد به څۀ کړې ابوالمراد يم”
نو بل طرف ته د هغوي پېژندګلو د يو ښۀ شاعر،اديب، افسانه نګار، ډرامه نګار، فلم نګار، او موسيقار په حېث کېږي ـ د مراد شينواري اهميت او مقام په دې حواله نور هم سېوا کېږي چې هغه د خېبر د نورو ليکوالانو خو لا څۀ چې د خپل پلار امير حمزه خان شينواري رنګ هم نۀ دے خپل کړے او د شعر او ادب په مېدان کښې ئې ځان ته ځانګړے اسلوب،ځانګړې لار او ځانګړے مقام حاصل کړے دے، د مراد شينواري د ادبي قد او قامت او مقام په حوالې سره قمر راهي په خپل کتاب کرښې کښې په مخ ۹۹ ليکي:
“د ستر حمزه ستر زوے مراد شينواري که نور هيڅ هم نۀ وے نو بيا هم دا خبره لويه ده چې هغه د ستر حمزه زوے دے ولې د مراد فن او شخصيت نن دومره ځلنده دے چې ستر حمزه پرې هم کږه تړلے شي ـ مراد که د بلې ژبې ليکوال وے نو د انانيت له کبله به ئې څټ کوږ وړو ـ ولې مراد سره د دې چې پښتو ژبې او ادب کښې ځان ته يو جوت انفرادي مقام لري، ډېر حليم او شريف انسان دے او هم دغه انسانيت د هغۀ په هره فن پاره کښې داسې اخښلے شوے دے چې هيڅ کله ترې جدا کېدے نۀ شي ـ مراد ډېر څۀ لوستي دي ـ ډېر څۀ ئې ليدلي کتلي دي ځکه ئې مشاهده وسيعه، سينه فراخه او هره فن پاره ئې شهپاره وي”
پښتو ادب کښې د مراد شينواري پېژندګلو د يو نظم ګو شاعر په حېث کېږي هغوي د پښتو په جديد نظم کښې د يو ځانګړي او منفرد مقام خاوند دے او خېبر افريدے ورته په خپله تذکره د خېبر انګازې په مخ نمبر ۲۶ “د پښتو د نظم پلار” وائي خو د نظم سره سره مراد شينواري په نثر، تذکره نګارۍ،افسانه نګارۍ،خطاطي،تحقيق و تنقيد، ترجمه نګارۍ،نظم، غزل، رېډيو، موسيقي،صحافت او د پښتو په فلمي نړۍ (پالي ووډ) کښې هم اعلىٰ مقام لري د مراد شينواري نه علاوه ورستو د خېبر ادب په غوره شاعرانو او اديبانو کښې مقدر شاه مقدر افريدي، ډاکټرکليم شينواري، پروفېسر ډاکټر اسلم تاثير افريدي، قندهار افريدي، ساحل افريدي او فيروز افريدي شامل دي ـ
مراد علي خان شينواري د فروري په وړومبۍ نېټه کال ۱۹۲۷ء کښې په لنډي کوتل (لواړګي) کښې د شينوارو په اشرف خېل تپه کښې د امير حمزه خان شينواري کره زېږېدلے دے ـ د زېږون نه يو کال پس ئې مور بي بي وفات شوه ـ ابتدائي تعليم ئې په خپل کلي کښې او اتم جماعت ئې د ګورنمنټ هائي سکول پېښور نه حاصل کړے دے ـ او هم په اتم جماعت کښې ئې د شاعرۍ اغاز کړے دے ـ د اتم جماعت د پاس کولو نه ورستو ئې په کال ۱۹۴۵ء کښې تعليم پرېښودو او د سيد راحت زاخېلي سره د کتابت زده کړو ته کښېناستو او هم په دغه دوران کښې ئې د هغوي سره په “افغان” اخبار کښې د اسسټنټ ايډيټر په حېث کار شروع کړو چې په دغه دوران کښې به د مراد شينواري افسانې او نظمونه په “افغان” اخبار کښې شائع کېدل ـ څۀ موده پس د هغوي زړۀ د دغې کار نه موړ شو او بيا د تجارت په غرض د پنجاب د مختلفو ښارونو سفرې اوکړې خو چې کله په هندوستان کښې فرقه ايز فسادونه شروع شول نو واپس لنډي کوتل (لواړګي) ته راغے او په کال ۱۹۴۸ء کښې د لعل زاده ناطر شينواري په مشوره په خېبر رائفلز کښې د سپاهي په حېث بهرتي شو او اولنے وادۀ ئې هم په دغه کال کښې اوکړو په خېبر رائفلز کښې د خپل قابليت له وجې په خېبر رائفلز کښې د تعليمي يونټ انسټرکټر مقرر شو دغلته هغوي د نور تعليم ضرورت محسوس کړو او ميټرک ئې په پرائيوېټ توګه په ښۀ نمبرو پاس کړو ـ په خېبر رائفلز کښې د انسټرکټر د تربيت حاصلولو په غرض مري ته اولېږلے شو هلته ئې فوجي ټرېننګ حاصل کړو او ورسره ئې د ملېشې (خېبر رائفلز) ټول امتحانونه په ښۀ نمبرو پاس کولو نه ورستو پنجاب يونيورسټۍ په بچلر اف ټيکنالوجي B-T ډګرۍ اونازوۀ او هم د دغې ملازمت په دوران کښې ئې د پېښور د يوې پرائيوېټ ادارې نه پښتو کښې انرز اوکړو او هم د دغې ادارې نه ئې د افسانو مجموعه “د پلوشې” په نوم شائع شوه ـ په کال ۱۹۵۷ء کښې د خپل اضطرابي کېفيت له وجې د خېبر رائفلز نه مستعفي شو ـ او دويم وادۀ ئې هم په دغه کال کښې وکړو ـ
ورستو په کال ۱۹۵۸ء کښې د پښتو اکېډيمۍ لائبرېرين مقرر شو او د پښتو څانګې، پېښور پوهنتون نه ئې پښتو کښې ايم ـ اے اوکړو او ګولډ مېډل ئې په خپل نوم کړو ـ د پښتو اکېډيمۍ نه د شائع کېدونکې مجلې “پښتو” کامياب ليکوال ثابت شو او ګڼ شمېر ترجمې او تحقيقي ليکونه ئې د دغې مجلې نه شائع کېدل او هم په دغه کال (۱۹۵۸ء) کښې ئې “د خېبر ادب” په نوم تذکره شائع شوه ـ پښتو اکېډيمۍ کښې د ملازمت په دوران کښې ئې د پښتو اکېډيمۍ د ډائريکټر مولانا عبدالقادر سره په څۀ خبره اختلاف راغے او د ملازمت نه ئې استعفىٰ ورکړه او ورستو ئې په رېډيو پاکستان کښې د سکرپټ رائټرز په حېث د ملازمت ابتدا اوکړه او يو شمېر فيچرونه او ډرامې ئې اوليکلې او د رېډيو سره سره ئې په پښتو فلمي نړۍ (پالي ووډ) کښې د يو شاعر، مکالمه نګار، ليکوال، هدايتکار او موسيقار په حېث کار شروع کړو ـ او هم د دغې سره سره ئې د پښتو په يو شمېر ورځپاڼو کښې کار کؤو لکه باګرام، جمهوريت، وحدت، هېواد او شهباز ـ
مراد شينواري د رېډيو پاکستان نه په کال ۱۹۸۹ء کښې ريټائرډ شو د مراد شينواري په اولاد کښې درې زامن او لس لوڼه شامل دي، هغوي ته د ژوند په اخرنۍ حصه کښې په دريمه فرورۍ کال ۲۰۱۲ء باندې د فالج حمله اوشوه او هم په دغه ورځو کښې د هغوي شعري مجموعه “ائينه” د چاپ په مرحلو کښې وه چې د دغې بيمارۍ نه ورستو هغوي په اتلسمه فرورۍ کال ۲۰۱۲ء باندې په خپل کور لنډي کوتل (لواړګي) کښې په حق اورسېدو او هم هغلته دفن کړے شو او د وفات په ورځ ئې شعري مجموعه “ائينه” د چاپ د مرحلو نه راتېره شوه ـ
د ادبي خدماتو په لړ کښې مراد شينواري ګڼ خدمات لري،چې په کښې افسانه نګاري،تذکره نګاري، ترجمه نګاري، ډرامه نګاري،تنقيد،مضمون نګاري، خطاطي، صحافت، نظم، غزل، صحافت، رېډيو،او پښتو فلمۍ نړۍ فالي ووډ شامل دي ـ
په افسانوي ادب کښې مراد شينواري د پښتو افساني د وړومبي دور ليکوال دے چې په باقاعده توګه ئې افسانې ليکلې او په “افغان” اخبار کښې به چاپ کېدلې او دغه افسانې بيا مراد شينواري په خپله کتابت کړې او د “پلوشې” په نوم ئې د کال ۱۹۵۸ء نه مخکښې شائع کړې د دې سره سم په خېبر ادب کښې مراد شينواري هغه وړومبے شخصيت دے چې د ټولو نه اول ئې افسانوي مجموعه د “پلوشې” په نوم شائع کړه ـ هغوي د پښتو افسانې د وړومبي دور کامياب ليکوال دے ـ هغوي په خپلو افسانو کښې د وطن سره مينه، د ازادۍ د پاره د جدوجهد موضوعات د خپلې افسانې په لمن کښې رانغښتي دي د دې سره سره د هغوي په افسانو کښې طبقاتي رنګونه هم په نظر راځي ـ د مراد شينواري افساني مجموعه تر اوسه نايابه ده ـ بيا هم چې کومې افسانې محققينو ذکر کړې دي يا د کومو افسانو ترجمې شوې دي په هغې کښې “د اباسين په غاړه”، “عجب خان”، “بې کفن” او “بخښنه” افسانې شاملې دي ـ
د مراد شينواري د شخصيت بل اړخ تذکره نګاري ده چې د پښتونخوا په جديد معاصره ادب کښې ئې وړومبۍ تذکره “د خېبر ادب” په نوم په کال ۱۹۵۸ء کښې شائع کړې ده دغه تذکره د تذکرې د فن يوه کاميابه تذکره ده ـ د خېبر ادب تذکره مراد شينواري په کال ۱۹۵۸ء په منظور عام پريس،پېښور د دولس سوه په تعداد کښې په خپل زيار چاپ کړه ـ د تذکرې په ابتدا کښې مراد شينواري د “خېبر او غزل” عنوان لاندې سريزه ليکلې ده ـ تړون ئې د دوست محمد کامل مومند په نوم کړے دے ـ مراد شينواري په دې تذکره کښې د خېبر ادب په څلورو دورو کښې وېشلے دے چې په کښې د روښانيانو دوره،اولسي دوره،نوې دور او نوے کهول شامل دے ـ
د مراد شينواري د شخصيت بل اړخ ترجمه نګاري ده هغوي د پښتو سره سره په نورو ژبو او د نورو ژبو په ادبياتو پوهه او عبور لرلو چې د نورو ژبو (اردو او انګريزۍ) نه ئې پښتو ته ترجمې کړې دي چې په کښې د وينس سوداګر(منظومه ترجمه) پشکلاوتي،برړه،اومه،ياموه،د ابن خلدون فلسفه تاريخ، د شيلے نظم ويسټ واينډ، د ټينس نظم لېډي شېلټ او منزل ډرامه (اردو نه ترجمه)شامله ده.
د مراد شينواري د شخصيت بل اړخ ډرامه نګاري ده د ډرامه نګارۍ په لړ کښې هغوي يو شمېر ډرامې ليکلې دي چې اکثريت په کښې د رېډيائي ډرامو دے خو د بدقسمتۍ نه هغه په ريکارډ موجودې نشته صرف “د وينس سوداګر” د وړومبۍ برخې نه علاوه ـ نورو ليکوالانو چې د مراد شينواري کومې ډرامې ذکر کړې دي په هغه ډرامو کښې د وينس سوداګر(منظومه ترجمه )، منزل (د اردو نه ترجمه رېډيائي ډرامه)، بدل (رېډيائي ډرامه) او احمد شا ابدالي (رېډيائي ډرامه) شامله ده ـ
مراد شينواري د تنقيد په لړ کښې هم د فراخه مطالعې او د وسيع نظر خاوند دے هغوي د تنقيد په هره زاويه پوهه او خبر دے او په نظري او عملي تنقيد دواړو برخو کښې ئې خپل تنقيدي نظر څرګند کړے دے خو د نظري تنقيد په مقابله کښې ئې د عملي تنقيد برخه سېوا ده ـ د مراد شينواري تنقيدي شعور پته د هغوي د علمي سريزو نه لګي کومې چې وخت په وخت هغوي په مختلفو کتابونو ليکلې دي هغوي د تنقيد په ټولو مکتبونه پوهه او د يوې فن پارې په سنجولو کښې ئې د تنقيد ټول اړخونه په کار راوستي دي ـ د هغوي به دغه تنقيدي سريزو کښې د نظري او عملي تنقيد ټولې نخښې جوتې دي هغوي د يوې فن پارې په نقد کولو کښې جديدې عصري تقاضې په نظر کښې د ساتلو سره سره ئې د زوړ ادبي روايت خيال ساتلے دے ـ
د مقدمه نګارۍ او سريزه نګارۍ په لړ کښې د مراد شينواري پښتو ادب کښې د قدر وړ خدمات دي چې زما د دې تحقيق تر مخه ئې په ۲۹ منثورو او منظومو کتابونو علمي سريزې او مقدمې ليکلې دي ـ
د مراد شينواري د شخصيت پټ اړخ تکل نګاري يا انشائيه نګاري ده خو د بدقسمتۍ نه په دې لړ کښې د هغوي يو ليک هم په ريکارډ موجود نشته ـ د مراد شينواري د مضمونونو په لړ کښې صرف يو مضمون ” د حمزه بابا په ياد کښې” تر سر خط لاندې د پښتنو “مرکه” مردان کښې د جنورۍ ـ فرورۍ کال ۲۰۱۵ء په ګڼه کښې په مخ ۶۹ باندې چاپ دے دې نه علاوه يو وړوکے تاثر چې کوم په امير حمزه خان شينواري ليکلے شوے دے او هغه د مقدر شاه مقدر افريدي په تذکره “بيا درته سپرليه په راتلو کښې انتظار دے” په مخ ۱۴۹ باندې چاپ دے ـ د مقالو په لړ کښې د مراد شينواري د پښتو اکېډيمۍ په ګڼه “پښتو” کښې يو شمېر مقالې هم ليکلې دي ـ
د مراد شينواري د شخصيت بل اړخ خطاطي ده چې د خپلې افسانوي مجموعې “پلوشې” کتابت ئې په خپله کړے دے او د خط سټائل ئې نسخ دے.
د مراد شينواري د شخصيت ښکاره اړخ شاعري ده په شاعرۍ کښې مراد شينواري غزل، نظم او سندره ليکلې ده ـ بنيادي طور د هغوي پېژندګلو د نظم په وجه کېږي هغوي د پښتو د جديد نظم يو ښۀ شاعر دے چې نظم ئې د خپل عصر د جديد نظم ښکلې نمونه ده د هيئت په حوالې سره پابندنظم ،معرىٰ نظم، سندره او ازاد نظم ليکلے دے ، په نظم کښې د هغوي د لفظونو جوړښت، د لفظونو تکرار، رواني، موسيقيت او د موضوع نوښتت او جدت د هغوي د نظم ښکاره خصوصيات دي ، هغوي په نظم کښې ګرانه موضوع ډېره په اسانه لفظونو کښې بيانوي چې د فن په قدرت ئې دلالت کوي ـ
د نظم سره سم د هغوي غزل هم د هيئت په حوالې سره نوے او ځانګړے دے د هغوي په غزل کښې تغزل، غنائيت،موسيقيت،برجستګي، رواني،او جدت واضح برېښي د هغوي د غزل په مضامينو کښې د حسن او عشق موضوعات،ترقي پسندي،د پښتني ماحول عکاسي ډېره په ښکلې او جديده پېرايه کښې په نظر راځي خو بنيادي طور د هغوي غزلې مقطعې نه لري علاوه د۳ غزلونو نه ـ
د مراد شينواري صحافتي اړخ هم واضح دے چې په اووۀ ورځني “افغان”، اووۀ ورځني جمهوريت، او دغه شان په يو شمېر ورځپاڼو “باګرام”، “وحدت”، “هېواد” او “شهباز” اخبار کښې ئې خدمات ترسره کړي دي ـ
د پښتو اکېډيمۍ مجلې “پښتو” کښې مراد شينواري د يو کامياب ليکوال په حېث د کال ۱۹۵۹ء نه تر۱۹۶۴ء پورې کار کړے دے او يو شمېر تحقيقي مقالې، ترجمې او نظمونه ئې په کښې ليکلي دي ـ
د دې سره سره د مراد شينواري په فلمي نړۍ (پالي ووډ)کښې تر ډېرې مودې خپل خدمات ترسره کړي دي او يو شمېر فلمونو له ئې سندرې، مکالمې، او قيصې ليکلې دي ـ مراد شينواري د خپل فلمي ژوند اغاز په کال ۱۹۷۱ء کښې د “فلم عجب خان افريدي” نه کړے دے ـ مراد شينواري په فلمي دنيا کښې د يو قيصه نوېس،مکالمه نګار،هدايتکار ، او شاعر او د يو پوهه موسيقار په حېث خدمات تر سره کړي دي ـ مراد شينواري د فلم په جوړښت، ډاريکشن، موسيقۍ او خصوصاً په فلمي شاعرۍ ښۀ پوهېدلو ـ
د دې سره سم مراد شينواري په رېډيو کښې د سکرپټ ليکونکي،شاعر او ډرامه نګار په حېث د کال ۱۹۸۹ء پورې کار کړے دے ـ
دغه رنګ د مراد شينواري د يو شمېر ادبي تنظيمونو سره تعلق پاتې شوے دے چې په کښې اولسي ادبي جرګه،پېښور ، خېبر پښتو ادبي جرګه، لنډي کوتل (لواړګي)، اولسي ادبي جرګه،لنډي کوتل (لواړګي) څانګه،حمزه بابا ادبي جرګه، پاکستان رائټرز ګلډ او حمزه بابا کلچرل کمپليکس کمېټي شامل دي ـ
د مراد شينواري په چاپ اثارو کښې “پلوشې” (افسانوي مجموعه)چې د کال ۱۹۵۸ء نه مخکښې چاپ ده ـ “د خېبر ادب “(تذکره) کومه چې په کال ۱۹۵۸ء کښې چاپ ده ، “ائينه” (شعري مجموعه ـ چاپ کال ۲۰۱۲) شامله ده ـ په ناچاپ اثارو کښې د هغوي “ډرامه (تحقيق او تنقيد)” او “فلمي شاعري” شامله ده ـ
د مراد شينواري په متفرق خدماتو کښې د کتابونو ترتيب، انتخاب او کتنه شامل دي ـ
مراد شينواري چې په ادبي خدماتو کوم اېوارډونه اخستي دي په هغې کښې “ګولډ مېډل”، چې ورته په پښتو ادب کښې د ماسټر ډګري په ښۀ نمبرو د پاس کولو په اعزاز کښې وړاندې کړے شوے وۀ “
“د سپينو زرو مېډل”،چې ورته د حمزه بابا ادبي جرګې پېښور لۀ خوا، په رحمان بابا ليکلے شوي نظم “تاته ياد دي پېښوره باندې ورکړے شوے وۀ ـ
“امير حمزه خان شينواري اېوارډ” چې ورته ډ ورته پۀ د ادبي خدماتو په اعتراف کښې د خېبر پښتو ادبي جرګې لنډي کوتل (لواړګي) له خواپه ۱۱مئي کال ۱۹۹۷ء کښې ورکړے شوے وۀ ـ
“د ادبي خدماتو اېوارډ” ـ چې ورته د پښتو ادبي چمن، ټل په درې ورځني عالمي کنونشن کښې په ۲۷ مارچ ۲۰۰۵ء کښې د هغوي د خدماتو په اعتراف کښې د پښتو ادبي چمن ټل له خوا ورکړے شو ـ
او “د ښۀ ډرامه نګار اېوارډ” شامل دے ـ چې ورته د رېډيو پاکستان له خوا په ښۀ ډرامه نګارۍ باندې ورکړے شوے وۀ ـ
په مراد شينواري چې تر اوسه کوم کار شوے دے په هغې کښې زما د دې تحقيق تر مخه په ۶ شپږ تذکرو،۱۸د پښتو ليکونه، مضمونونه او مقالې کومې چې په مختلفو کتابونو ورځپاڼو او مجلو کښې په مراد شينواري ليکلے شوي دي ـ
۶ د اردو ليکونه کوم چې د اردو په مختلفو ورځپاڼو، اخبارونو او کتابونو کښې ليکلے شوے دي، ۵ د انګرېزۍ مضمونونه کوم چې په مختلفو کتابونو او ويب پاڼو کښې شايع شوي دي، د دې سره ۲ مرکې او ۲ خاکې شاملې دي د دې نه علاوه د مراد شينواري ذکر چې په کومو کتابونو کښې راغلے دے په هغې کښې ۵۰ د پښتو کتابونه، ۹ د اردو کتابونه،۱ د انګرېزۍ کتاب او ۶ مختلفې ګڼې او رسالې شاملې دي ـ
ـــــــــــــــــ
بریال یوسفزے

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب