جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+په دې ورځ دوهم اتوم بم وکارول شو

په دې ورځ دوهم اتوم بم وکارول شو

تاند- له نن څخه ۷۹ کاله پخوا د ۱۹۴۵ کال د اګست په ۹ مه د امریکا متحدو ایالتونو د دوهمې نړیوالې جګړې په ترڅ کې پر جاپان دوهم اتومي بم واچاوه.

دا برید پر هیروشمیا له اتومي حملې درې ورځې وروسته وشو. د دغه بم وزن ۴۰۵۰ کیلوګرامه و.

د دغه دوهم بم هدف د جاپان کوکرا ښار و، چې د جاپان د وسلو ډېرې فابریکې پکې وې. د سهار نهه بجې او ۵۰ دقیقې وې، چې تر الوتکه لاندې کوکرا ښار ولیدل شو. په بي ۲۵ سوپر فوټریس الوتکه، چې اوم بم پکې و، له مځکې ۳۱ زره فوټه پورته الوته.

لاندې ښار په وریځو کې پټ و. الوتکه وګرځېده او یو ځل بیا پر ښار راغله، د وریځو د لرې کېدو انتظار یې کاوه، خو دا ځل هم ښار په وریځو کې پټ و او لاندې د توپونو له خولو اور بادیده.

همدا مهال د الوتکې تیل په خلاصیدو وو او ایله دومره تیل په کې پاتې وو چې بېرته خپل مرکز ته ستنه شي.

د دغه ماموریت ډلګۍ مشر وروسته ویلي و: «موږ چې سهار نهه بجې الوت وکړ، هدف مو کوکرا و. هلته چې ورسېدو د ښار فضا وریځو نیولې وه او موږ ته د سیمې پرېښوولو امر وشو. موږ د دوهم هدف پر لور وخوځېدو چې ناګاساکي و.»

لږ وروسته یو ستر بم وغورځول شو. ۵۲ ثانیې په هوا کې و او وروسته مخکې تر دې چې پر مځکه ولګېږي، ۵۰۰ فوټه پورته په هوا کې وچاودید.

۱۱ بجې او دوې دقیقې وې چې د ستنې په بڼه د اور یوه لمبه له مځکې پورته شوه، سوکه سوکه پراخیده او وروسته یې ټول ښار ونیو. د ناګاساکي پر ساحل ولاړو کښتیو هم اور اخیستی و. هېڅوک نه پوهېدل چې له ښار سره څه شوي دي، له پوهېدو مخکې هر څه په خاورو ایرو بدل شوي وو.

له ښاره بهر یو شمېر جنګي اسیرانو په یوه کان کې کار کاوه. د هغوی یوه وویل:

«په ښار کې په نوم انسان پاتې نه و. موږ وپوهېدو، چې یو څه داسې شوي دي چې عادي چاره نه ده. هر لورته مړي پراته وو. د خلکو مخونه، لاسونه او پښې ویلي شوي وو. موږ د اتومي بم نوم هم نه و اورېدلی.»

ناګاساکي د غرونو په منځ کې پروت ښار و او له همدې کبله یې ورانی ویجاړی له شپږ- اووه کیلومتره پراخ خپور نه شو. وروسته معلومه شوه، چې په هیروشیما کې ۱۴۰ زره کسان وژل شوي وو او په ناګاساکي کې د وژل شویو کسانو شمېر ۷۴ زره وو.

1 COMMENT

  1. د ۱۹۴۵ کال د اګست ۹مه د مُډرن جهالت د تبارز دوهمه ورځ وه البته مُډرن جهالت نور هم مُډرن سوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب