دوشنبه, اپریل 29, 2024
Home+جگړه او سوله یو جاوېدان شهکار / ډاکټر احسان الله درمل

جگړه او سوله یو جاوېدان شهکار / ډاکټر احسان الله درمل

د نولسمې پېړۍ د پیل کلونه دي. فرانسوي امپراتور ناپلیون د اتریش تر لاندې کولو وروسته روسیې ته مخه کړې ده. روسي تزار ځوان الکساندر د ناپلیون له متحدې جبهې وتلی او له انگلستان سره یې گوتې پټې کړې دي. ناپلیون غوسه دی او لښکرې یې د لویې روسیې په طرف ور مارش کړې دي. په روسیه کې ټولنیز حالت له وېرې او اظطرابه مالامال دی. په درباري ناستو، سیاسي مجلسونو، د اشرافو په میلمستیاوو، د کورنیو په ماښامنیو بنډارونو او شاوخوا کې د جگړې د بربادیو او د بوناپارټ ناپلیون په نامه د را روانې اژدها په اړه بحثونه په اوج کې دي. روسي اشراف په ډلو ټپلو وېشل شوي دي. ځینې یې د روسیې او ملت په عشق کې نظامي درېشۍ اغوندي او خپل ټول هست و بود ته شا کوي؛ ځینې غواړي چې له ژونده خوند واخلي او ویاړونه وگټي؛ یو نیم د قوانینو او ضوابطو له کرښې نه ښوري؛ څوک د انساني هوساینې په لټه دی؛ د چا لپاره مینه او عشق تر ټولو لوی ارزښتونه دي خو په دې منځ منځ کې ځینې داسې خلک هم شته چې نه هغه دي او نه دا، بس یوازې خپلې گټې، خپل مقام او خپل ژوند ورته مهم دی. روسیه د را روان توپان له وېرې لړزېږي، خو دوی په همدې توپان کې ځان ته د زرینو بېړیو د جوړولو په نمط یوه او بله خوا منډې وهي. 

جگړه او سوله د همدغسې بحران ته ور روانې او توپان اخیستونکې ټولنې هنري نمایش دی. دغه لوی ناول له متداولو ناولونو سره دغسې توپیر لري، لکه طب او ټولنپوهنه یې چې سره لري. د طب موضوع یو انساني ارگانیزم دی، خو ټولنپوهنه د یوه انسان په ځای مکمل ټولنیز ارگانیزم مطالعه کوي. په متداولو ناولونو کې یو اتل لوبېږي، د یوه اتل د ادلون او بدلون اجتماعي شرایط تصوېرېږي او فرعي کرکټرونه که وي هم، د سیارو غوندې د اصلي اتل د جاذبې او مرکزیت په مدارونو کې تاوېږي. خو په جگړه او سوله کې یو اتل او یو څو فرعي کرکټرونه نه، بلکې یوه مکمله ټولنه گرځي را گرځي. یوه داسې ټولنه چې د توپاني بېړۍ غوندې متزلزله ده او هره شېبه یې د ډوبېدو د وېرې نهنگان په زړونو خولې لگوي. ټولسټوی راته ښیي چې په بحرانونو کې څنگه د یوې ټولنې ځینې انسانان د پستۍ کندو ته لوېږي او ځینې نور د عشق، ارزښتونو او انساني عواطفو په پوړیو د انساني جوهر بام ته خېژي. ټولسټوی راته وایي چې په ټولنه کې نه یوازې پرښتې وي، نه شیطانان؛ نه یوازې ډارن وي، نه زړه ور؛ نه یوازې فرصت طلبان وي او نه یوازې ارزښتپالان، بلکې ټولنه له دې ټولو رنگونو څخه جوړه شوې شنه زرغونه ده او آن کله کله خو ممکن په یوه کس کې شیطان او پرښتې یو ځای سنگرونه نېولي وي. 

د داستاني کرکټر په اړه یو څه ژور فکر بنده دې پایلې ته رسوي، چې داستاني شخصیت هم باید د ټولنیز شخصیت غوندې وي. ټولنیز شخصیتونه د خپلو کورنیو، دوستانو، دښمنانو او عامو خلکو د صفتونو او غیبتونو په پایله کې نه جوړېږي، بلکې د هغوی خپل کړه وړه دي چې بالاخره یې په ټولنیزو شخصیتونو بدلوي. مثلاً که په ټولنه کې یو شخص ډېر بخیل او بل ډېر سخي دی، نو د دوی بخل او سخاوت موږ ته چا توصیف کړي نه وي، بلکې په خپله مو لېدلي وي. د هغوی له کړو وړو او په مختلفو ښو او بدو ورځو کې د دوی د کردارونو په لېدو دې پایلې ته رسېدلي وو چې هغه یو یې بخیل او دا بل یې سخي دی. یعنې د ټولنیز ذهنیت په هنداره کې زموږ تصویر زموږ له کړو وړو جوړېږي. هوبهو همدغسې باید د داستاني کرکټرونو شخصیتونه هم د لوستونکيو د ذهنیت په هنداره د کرکټرونو له کړو وړو جوړ شي. داستان لیکوال که د خپل داستان د کرکټرونو صفتونه او غیبتونه کوي، کار یې د هنري اثر په ځای د پیتاوي بنډار ته پاتېږي. په جگړه او سوله کې داستاني شخصیتونه د ټولنیزو شخصیتونو په څېر دي. ټولسټوی د خپلو سلگونو کرکټرونو په اړه چوپه خوله دی، خو د کرکټرونو کړه وړه یې راته وایي چې کوم یو یې ښه او کوم یې ښه نه دی. مثلاً په دې کرکټرونو کې یو واسیلي کوراگین دی، چې د ځان په اړه د لوستونکي کرکه را پاروي. ټولسټوی راته دا نه وایي چې له واسیلي کوراگین کرکه وکړئ، ډېر بد او فرصت طلبه سړی دی، خو موږ چې په جگړه او سوله کې د واسیلي کوراگین کړه وړه گورو، نو انساني نه راته ښکاري. دی په چل او فریب تر درباره رسېدلی؛ یوازې د مال او ثروت د را ټولولو لپاره لگیا دی او آن خپلو زامنو او لور ته یې هم دغه ناروغي ور لېږدولې ده. په جگړه او سوله کې د پېیر بېزوخوف په نامه له فرانسې څخه را گرځېدلی یو ځوان، چې د کونت بېزوخوف مټونگی دی، د خپل پلار د مړینې له امله ناڅاپه د روسیې په بډای ترین شخص بدلېږي. داسې ځکه کېږي، چې د پېیر پلار خپل ټول شته پېیر ته په مېراث پرېږدي او هغه خپل قانوني وارث اعلانوي. واسیلي د دې لپاره چې د پېیر په مال او ثروت کې ور شریک شي، هغه ته خپله ښایسته لور «هیلن» ورکوي. واسیلي د خپلې غوړې ژبې او خوږو خبرو په زور پېیر داسې مسحور کړي، چې بالاخره هیلن پرې ور تپي. هیلن ښکلې ده، دومره ښکلې چې هر چېرې یې د حسن صفتونه روان دي، خو په درون کې یې خپل پلار واسیلي پټ دی. دغه واده د پېیر د ژوند تر ټولو بده تجربه وي. د واسیلي د شخصیت په لوستو لوستونکی پوهېږي، چې دغسې خلک یوازې زموږ په زمانه کې نه اوسي، چې د مقام او ثروت لپاره آن د خپلو اولادونو په ژوند هم قمار وهي، بلکې شاید په ټولو ټولنو او د تاریخ په ټولو مرحلو کې موجود وي. 

همدارنگه د ناتاشا د جالب او جذاب داستاني شخصیت په اړه هم راته لیکوال د ناتاشا صفتونه نه کوي، بلکې د هغې له لطیف زړه، خبرو او کړو وړو پوهېږو چې ناتاشا د مینې، حسن، لطافت او مهربانۍ یوه ټوټه ده. 

په جگړه او سوله کې یو بل جالب او متبارز کرکټر د روسي پوځ یو سترگی جنرال کوتوزوف دی، چې د ناپلیون په وړاندې میدان ته را وتلی. کوتوزوف د تزار، د جنگي شورا او د روسیې د گردو جنرالانو او افسرانو په خلاف د جگړې له نوي تاکتیکه کار اخلي. ده ته بیا بیا ویل کېږي، چې د ناپلیون په لښکرو دې ور ودانگي، خو د ده دلیل دا دی، چې په دې کار سره هم روسیه بایلو او هم روسي پوځ. کوتوزوف خپلو عسکرو ته د میدان د تخلیه کولو امر کوي؛ مسکو خالي کوي؛ پلونه ړنگوي او ودانیو ته اور ورته کوي. ناپلیون له خپلو شاوخوا نیم میلیون لښکرو سره په داسې حال کې د کریملین ماڼۍ ته رسېږي، چې د مسکو تېزې سیلۍ هرې خوا ته د اېرو څلي بادوي او د روسیې بېرحمه ژمی هډوکي سوځي. کوتوزوف وړاندوینه کړې وه، چې د روسیې هوا به د ناپلیون عسکر مات کړي او له لوږې به خپل آسان وخوري. همداسې کېږي. د ۱۸۱۲ م کال نومبر دی، چې په شنه سهار د کوتوزوف دفتر ته له مسکوه ځری را رسېږي او په هغه زېری کوي، چې ناپلیون تښتېدلی دی. کوتوزوف شکر کاږي او د وطني مینې یوه داسې جذبه پرې حاوي کېږي، چې له خوښۍ ژاړي. د بیکسیار صاحب په یوه شعر کې له افغانستانه د روسانو د وتلو په باب راځي چې:

روسان د دې خاورې ځېږې شانې هوا وایستل

زموږ مجاهدین ممکن د روسانو د ایستلو ویاړ د وطن ځېږې هوا ته ور نکړي، خو په دې کې شک نشته، چې ناپلیون د روسیې ژمي او ځېږه طبعیت مات کړ. د ناپلیون د جگړې په مهال د روسیې د سقوط پړه ټولو سیاسیونو او افسرانو د کوتوزوف په غاړه واچوله. هغه ویل چې زه د خپلو خلکو او خپلو عسکرو د ژوند لپاره دا تور منم، خو دوه تاوانه نه شم منلای. دا چې هم روسیه وبایلم او هم پوځ. 

ټولسټوی د نولسمې پېړۍ د لویو لیکوالو، مفکرینو او د اخلاقو د مبلغینو په ډله کې حسابېږي. هغه په جگړه او سوله کې عملاً ځینې اخلاقي او فلسفي مفاهیم د خپلو کرکټرونو د کړو وړو په مرسته تمثیلوي. بنده د ژوند په سفر کې یو نیم وخت په داسې دوه لارې کې درېږي، چې د وړاندې تگ لپاره ورته د لارې انتخاب سخت وي. یوه لاره اغزنه او له خطره ډکه وي او بله له گلونو او مستیو. اخلاق او وجدان بنده ته په اغزنه او خطرناکه لاره د تگ امر کوي، خو هوا او هوس یې قدمونه گلورینې لارې ته ور کږوي. ټولسټوی خپل زیاتره اتلان په دې دوه لاري کې درولي او بیا یې موږ ته ښودلي دي، چې د لارې په انتخاب کې دقت زموږ په راتلونکي ژوند څومره ژورې اغېزې لرلای شي. ټولسټوی یو ځل پېیر په داسې دوه لاري کې دروي او بل ځل ناتاشا. پېير د واسیلي د لور «هیلن» په ښایست دوکه شي او ژوند یې د زهرو کنډول شي. جالبه ده، د ناتاشا د سفر په دوه لاري کې هم د واسیلي زوی «اناتول» مخې ته راځي. ناتاشا هم د پېير غوندې د اناتول په پستو خبرو او ظاهري ځل و بل غلطه شي او داسې وغورځېږي، چې تر ډېره یې مات شوی زړه نه جوړېږي. د داستان په پای کې دغه دواړه په یوه موږي غورځېدلي اتلان (پېیر او ناتاشا) سره یو ځای کېږي او د خپلو ماتو شویو زړونو له ټوټو یو داسې نوی کنډول جوړوي، چې دواړه په کې د مینې او عشق سرور او کیف څښي. 

د لوی ټولسټوی په اړه ویل کېږي، چې د جگړې د ترسیم بې جوړې انځورگر دی. هو ولې به نه وي، چې هغه په ۱۸۵۱ م کې په خپله قفقاز ته تللی او عملاً یې د روسي پوځ په توپخانه کې دنده کړې ده. په جگړه او سوله کې د روسي عسکرو روحیه، د هغوی انضباط، د جگړې په مهال د دوی خبرې او مکالمې او بالاخره د زخمي کېدو او مرگ په وخت د دوی چیغې، هیلې، وسوسې او وروستي ارمانونه په بې جوړې ډول انځور شوي دي. ټولسټوی راته وایي چې جگړه څنگه نارمل ژوند او نارمل کورنۍ اغېزمنوي او څنگه د انساني ټولنې فزیکي او روحي دواړه طبقې لړزوي. پرنس اندري خپله ځوانه دوه ځانې مېرمن خپل سپینږیري او منضبط پلار ته پرېږدي. له جنگه په داسې شپه کور ته را گرځي، چې د مرگ ناسم خبر یې تر ده وړاندې را رسېدلی، خو مېرمن یې «لېزا» د ولادت په مهال رښتیا مړه شوې ده. له مسکوه د وتلو په مهال «روستوف» کورنۍ خپل ضروري شیان پرېږدي، خو په خپلو گاډیو کې د روسي پوځ زخمیان له ځان سره وړي. د ناتاشا مور دا خبره نه مني، خو ناتاشا ورته وایي چې که فرضاً ستا خپل زوی نیکولای روستوف زخمي وای، نو آیا بیا به دې هم د کډې په گاډیو کې لوښي بارول او هغه به دې زخمي پرېښود؟ مور یې وایي، نه. ناتاشا وایي، نو دغه روسي عسکر ستا له زویه کم دي؟ دوی هم ستا زامن او زما وروڼه دي. مور یې راضي کېږي او ناتاشا چې په زخمیانو کې گرځي، زخمي شوی اندري هم پیدا کوي. اندري د ناتاشا مین وي، خو داسې مین چې ناتاشا ورسره رشته غوڅه کړې وي او د هغه په ځای یې د شیطان فطرته واسیلي زوی لوفر اناتول انتخاب کړی وي. ناتاشا د اندري د وروستیو ورځو پرستاره کېږي او د هغه مات شوی زړه په مینه او لطف بېرته پیوندوي. ټولسټوی د لویو انساني تراژېدیو د ترسیم په مهال دا هم راته وایي، چې آن د ډېرو نامساعدو حالاتو او تراژېدیو په تیارو کې هم کولای شو، چې د مینې او لطف ډېوه بله وساتو. ناتاشا همداسې کوي او خپل زړه ماتی مین د زنکدن په وخت پخولا کوي. هم د دې وجدان آرامېږي او هم اندري په موسکو شونډو مري. د جگړې او مینې د ماتې په زهرو د اندري تریخ شوی ستونی، د ناتاشا د مینې او لطف له امله د شاتو په کندو اوړي او هغه په همدې شېبه کې اعتراف کوي، چې په ژوند کې تر عشق ارزښتناک شی نشته. 

جگړه او سوله د نړۍ په څو لویو کتابونو کې شامل دی. اتلسمه او نولسمه پېړۍ په اروپا کې د ساینسي، سیاسي او فلسفي افکارو د غوړېدو تر څنگ د هنري اثارو او لویو داستاني شهکارونو د غوړېدو پېړۍ هم دي. د دې طلایي پېړیو ځینې شهکارونه له ښه مرغه چې پښتو ته ژباړل شوي دي، خو گڼ نور یې پاتې دي، چې باید را و یې ژباړو. 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب