چهارشنبه, مې 15, 2024
Homeخبرونهد پاکستان د بدیلو سوداګریزو لارو د موندلو هڅې

د پاکستان د بدیلو سوداګریزو لارو د موندلو هڅې

تاند (شنبه، د عقرب ۲۰ مه) د طالبانو چارواکو ویلي، چې د پاکستان د کراچۍ بندر د بدیلو لارو د موندلو په هڅه کې دي.

ایران ته د طالبانو د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا برادر اخوند په مشرۍ د دوی د پلاوي له سفر وروسته، د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد منلې چې دوی د پاکستان د تجارتی لارو د بدیلونو د موندلو په لټه کې دي.

نوموړي د افغان سوداګرو پر وړاندې د پاکستان پرله پسې خنډونو ته په اشارې ویلي، چې لومړی د دغو خندونو د هواري هڅه روانه ده او ورسره د بدیلو لارو په اړه فکر کیږي.

مجاهد وایي:«موږ په ټینګار له پاکستان سره دغه موضوع شریکه کړې، هغوی ژمنه کړې چې دغه ستونزه به حل کېږي. موږ هم هڅې کوو چې دغه مسئله حل شي او زموږ سوداګرو ته نور زیان ونه رسېږي او دغه راز موږ په نورو لارو هم فکر کړی دی.»

یو شمېر افغان سوداګرو ایران ته د طالب پلاوي د سفر او د چابهار بندر له لارې د سوداګریزو تعاملاتو د زیاتیدو هرکلی کړی، خو ځینو نورو ویلي چې چابهار بندر سمدستي د کراچۍ بندر ښه بدیل نه شي کیدای.

ځینې افغان اقتصاد پوهان باور لري، چې طالبان او په ټوله کې افغانستان د یوې منظمې سوداګریزې تګلارې د نه لرلو له امله نه شي کولای په اسانه د پاکستان د اقتصادي مزاحمتونو پر وړاندې غوره بدیلونه ومومي.

دوی ټینګار کوي، چې دا تګلارې د اقتصاد پوهانو او یوه متقدر نظام په موجودیت کې رامنځته کیدای شي، هغه څه چې د دوی په وینا ملایان چارواکي ترې محروم دي او لازمه ده د اقتصادي ظرفیتونو له ګومارلو سره دا وړتیا پيدا کړي.

1 COMMENT

  1. مجاهله خنزیره ! که نر یاست او د پاکستان د غلامي ځنځیر مو غاړې ته نه وي اچولی ! د تل لپاره تورخم او سپین بولدک وتړۍ او د پنجاب د ریل لاره سي خپل تجارت د افغانستان په سینه منځنۍ اسیا ته کوي بند کړۍ. تاسي کله ملي غرور او وجدان لرۍ 😡.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب