یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهد افغان کډوالو د ایستلو د لامل په اړه د یوه پاکستاني...

د افغان کډوالو د ایستلو د لامل په اړه د یوه پاکستاني مقام ادعاوې او توجیهات

تاند (شنبه، د عقرب ۲۰ مه) د پاکستان د بلوچستان ایالت د اطلاعاتو وزیر جان اڅکزي په یوه خبري ناسته کې له دغه هېواده د افغان کډوالو د ایستلو د دلیل په اړه ځینې ادعاوې او توجیهات وړاندې کړي.

نوموړي تور پورې کړی، چې یاد شوي کډوال د افغانستان له خاورې د ترهګرو د استفادې له امله ویستل شوي.

هغه زیاتوي، چې یوازې له بلوچستان ایالت څخه تر ۸۰ زرو پورې افغان کډوال ویستل شوي او دا لړۍ به زر نوره هم چټکه شي.

دغه پاکستاني مقام د خپلو ادعاوو په اړه کوم سند نه دی وړاندې کړی.

نورو پاکستاني چارواکو هم په پرله پسې ډول د افغانستان له خاورې د دوی خلاف د ترهګرو د استفادې ادعاوې کړي، خو کوم سند یې نه دی وړاندې کړی

په افغانستان کې د طالبانو د حاکم رژیم چارواکو د پاکستان داسې ادعاوې تل رد کړي او بې اساسه ګڼلي دي.

په پاکستان کې مېشت افغان کډوال وايي چې پاکستان په ښکاره له افغانانو او افغانستان سره دښمني کوي او ظاهراً د دې کار لپاره د دوی پلمه دا ده چې ولې د افغان طالبانو حکومت د ټي ټي پي پر ضد په جګړه کې له پاکستان سره مرسته نه کوي.

د افغانستان د طالبانو حکومت په ځلونو ویلي چې هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د بل هیواد پر ضد وکاروي.

د پاکستان د لنډمهاله حکومت مشر انوارالحق کاکړ د چهارشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې ادعا وکړه چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد کارول کېږي.

ده همداراز وویل، په افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته په پاکستان کې انتحاري بریدونه ۵۰۰ سلنه زیات شوي دي.

خو د طالبانو د حکومت ویندوی ذبیح الله مجاهد په یوه اعلامیه کې د انوارالحق کاکړ د ادعاوو د ردولو ترڅنګ ویلي چې «هغوی باید خپل کورني مسایل په خپله حل کړي او د خپلو ناکامیو ملامتي افغانستان ته راجع نه کړي.»

د پاکستان سرپرست صدراعظم د دې ادعا په ځواب کې چې د طالبانو د حکومت له واک ته رسیدو وروسته په پاکستان کې تروریستي پېښې ۶۰ سلنه زیاتې شوي او انتحاري بریدونه بیا ۵۰۰ سلنه ډېر شوي دي، ذبیح الله مجاهد ویلي:«دا د دې دلیل نه شي کیدای چې ګنې موږ به د پاکستان د نا امنیو تر شا یو.»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب