پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeادبمخه‌ښه| عزت الله نورزی

مخه‌ښه| عزت الله نورزی

د پوهنتون په درېیم ټولګي کې وم. د (معاني) په نامه مو مضمون خیالي لوست – یانې لاره او ګودر دواړه نه وو. محصلینو ته به دري ماخذونه ښودل کېدل، خو زیاتره له دري سره بلد نه وو او په دغه ساعت کې به محصلینو ته د چمن موقعې هم برابره وه. دغه ستونزه مې درک کړه او د معانې په برخه کې مې څېړنې پیل کړې، له هر ملګري مې کومک وغوښت او په دغه برخه کې مې څو عربي کتابونه له (مولوي محمدحسین) څخه ولوستل، او د معاني په برخه کې مې ځانته لاره او ګودر معلوم کړل.

معاني مې د تیزیس په توګه بورډ ته وړاندې کړ، خو چا راسره ونه مانه، ځکه دوی هم یوه تشه انګېرله چې په دغه برخه کې کار نه دی شوی، او زما لپاره هم سخت وګڼل شوه، خو ما په دغه برخه کې مطالعې ته دوام ورکړ او پرله‌پسې لیکل مې پکې کول. یو وخت مې د کتاب په بڼه خپل کار بشپړ کړ، له جهان دانش خپرندویې ټولنې سره مې د چاپ خبره وکړه، خو ما مخکې د دغه کتاب پوست وکړ، ما ویل ګوندې کوم د پښتو ژبې پالونکی را پیدا شي او چاپ یې کړي. خو نه یوازې دا چې نه کوم داسې کس پیدا شو، بلکې د ژبې او ادب یوه استاد د دغه کتاب په نامه نیوکه وکړه. مګر کله چې سړی زما له منطقي ځواب سره مخ شو، وروسته یې په بله تبصره کې وکښل: “په دې برخه کې ډېر کار شوی، او د بیا لیکلو اړتیا یې نشته” ما په ځواب کې ورته ولیکل: “ښاغلیه کې په دې برخه کې کوم کار شوی وي، نو ما ته یې وښایه او زه به خپل کتاب له خلکو سره آنلاین شریک کړم،‎ ځکه دغو ډېرو چاپولو پښتو بېخې را خرابه کړې ده؟”

څو شېبې وروسته سړي کمېنټ ړنګ او د فېسبوک له مګرۍ یې لرې کړم. خو نیم سات وروسته یې مسېج را ته وکړه:

نورزیه د کتاب لیکل مې دې خوښ نه‌شول.

زه: ولې؟

ښاغلی: په دغه برخه کې ما هم کتاب لیکلی او سبا بل سبا چاپېږي.

زه: ښاغلیه! دا خو ښه کار دی، چاپ یې کړه، زما او ستا فکر فرق لري، او زما کتاب وګوره که ستا یوه خبره پکې وه، بیا زه ملامت. مګر ما د دغه کتاب لپاره له یوه جید دیني عالمه عربي کتابونه لوستي، وروسته مې په پښتو کې دغه کتاب لیکلی او ستا له کتاب سره به ډېر توپير لري، او راشه که په هغو کتابو کې تا الفې او بې وکړل، زه به پور هم درکړم.

استاد: ما غوښتل چې په پښتو کې د معاني بنسټګر شم او تا دغه کار زما پر ضد وکړ.

زه: که تا کتاب لیکلی وی، نو محصلینو ته به د چپتر ورکړی وی، او په دغه برخه کې یوه مقاله سیدرسول رسا لیکلې، هغه یو بل چا په خپله نوم چاپ کړې، او ته د هغو په تقلید را پاڅېدلی یې او محصلینو ته هماغه مقاله ورکوې، په هغه پردي لیک بسټګر کېدای نشې او که د کوم کار کړی وي، ما ته یې وښايه، زه به له خپل کتاب تېر شم!؟

استاد: ما ته دې لوی توهین وکړ.

زه: خدای دې نه کوي، ولا کې دې سپي ته توهین وکړم.
استاد: زه د معاني په برخه کې کلونه کلونه کار کوم، او تا ولې پکې لیکل وکړل.

زه: ښاغلیه ډېر را ته ګران یې او ستا خپګان په میلیونو کتابونو نه اخلم، او زما عادت دی په ټولګي کې له استاد پوښتنه ځکه نه کوم چې خپه به شي، نو دغه کس ته مې وویل، که تا رښتیا کتاب لیکلی وي، چاپ یې کړه او ته یې دې بنسټګر وې، زه خو هسې د شهرت تږی نه یم.

دوه کاله پوره شول چې د دغه ښاغلي استاد (معاني) چا ونه لیده، دا ځینې شعاري پښتانه له پښتو ناوړه ګټه اخلي.

له همدغې وروځې وروسته مې له لیکلو سره یو ډول بد حساسیت پیدا شوی، ګنې هماغه ورځ مې پرېکړه وکړه چې په پښتو کې به کرښه نه کاږم، ځکه دغه کار زموږ فروفیسرانو ټېکه کړی.

#پښتو ونمانځئ، خو پښتانه استعدادونه مه وژنئ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب