سه شنبه, مې 7, 2024
Homeخبرونهد طالبانو لخوا د مخکینیو سیاسي څېرو او خپلو منتقدانو د نیولو...

د طالبانو لخوا د مخکینیو سیاسي څېرو او خپلو منتقدانو د نیولو دوام

تاند (شنبه، د عقرب ۲۰ مه) له کابله راپورونه څرګندوي چې د طالبانو استخباراتي ځواکونو تازه د جمهوري نظام د ولسي جرګې درې غړي او یو سیاسي فعال بندیان کړي.

ملا تره خېل محمدي، حیدر جان نعیم زوی او الله ګل مجاهد د مخکینۍ ولسي جرګې درې بندي شوي غړي او محمد عمر نهضت هغه سیاسي کارپوه دی، چې ویل کیږی تازه طالبانو بندیان کړي.

د دوی له ډلې د حیدر نعیم زوی، ملا تره خېل او عمر نهضت نیول کیدل ځینو سرچینو تاند ته تایید کړي، خو د الله ګل مجاهد د بیا نیول کیدو خبر ډېر دقیق نه دی.

مجاهد څه موده مخکې د طالبانو د اړیکو د کمیسیون په بلنه له ترکیې څخه افغانستان ته ستون شوی و.

ویل کیږي چې په نیول شویو کې بندي شوي وکیلان د ځمکو په غصب تورن دي، خو عمر نهضت په رسنیو کې د طالبانو د نقدولو له امله بندي شوی.

طالب چارواکو د دوی د نیول کیدو په اړه څه نه دي ویلي.

طالبان له بیا واکمنیدو سره، بیا- بیا تورن شوي چې د سلیقوي او سیاسي ستونزو له امله په مختلفو پلمو یو شمېر خلک بندیانوي، شکنجه کوي او له نیولو یې منکریږي.

د دوی ویاندویان او چارواکي په ټوله کې ادعا لري، چې مشر یې ملا هبت الله پخوانیو چارواکو او مخالفانو ته یې بښنه کړې او دوی دغې ژمنې ته وفادار دي.

6 COMMENTS

  1. نو ته او خدای دا سیاسي څېرې که دوسې څېرې دي. په لاس یې برکت او دلا ډیرو ورته کارونو په هیله.

  2. تره خیل دجال باید په دار راوځړوي هغه یو قاتل غاصب او د ولس ویني څښونکی ده. که څوک تره خیل خبیث ته سیاسي څیره وایي هغه هم جاهل ده 😡

  3. دا هغه منحوسې څیرې او ډاکوګان وو چې د کابل په احمدشاه بابا میینه کې په زور او جبر سره په خپلو شحصي ملکیتونو حیټه اچولي وه چې يوه ښه بیلګه یی پکتیا مارکیټ داحل کې په زور او جبر ټپرۍ جوړې کړې وې او په جبر یی د داحل مارکیټ د ټولو ټپریو کرایی احستې او بیرون به څه حال وي! لعنت د الله دې وي په داسې سیاسي څیرو! الهي ته یی وشرموې! څه بدرنګ او ګیدړ خلک وو لیکن مونږ شل کاله دوی ته دړدنګ ووهه لیکن ځان ته خبر نه وو! لیکن مونږ ټول حرڅ وو!سودایی راباندې کیدې! لیکن اوس پوه شو چه هر څه برعکس وو

  4. اوس تره خیل هم سیاسي څهره شو هغه والله که انساني څهره لري. د شرم ځای خو دادی چې هم ملا دی او بیا غل، غاصب او بدمعاش هم دی.

  5. هغه کسان چی پارلمان غړو ته سیاسی څیری وایې او دهغو د خلاصون غوښتنی کوی له هغو نه لوی خایین او منافقین نشته افغانستان همدی منافقینو دغه سرحد ته راورساوه تاسو خلک هیڅ کله په خپل ښه او بد پوهه نشوی ستاسو له یاده ووتل چی غله مجاهد د غنی حکومت ته اخطار ورکاوه او څوک له دری بجو ها خوا د محاهد غله او تره خیل غله خواته تللی نشول او یا د کولابیانو خواته زمونز همدا خواست ده چی له ټولو پارلمانی غړو باید پوښتنی وشی او حساب ورکړی حتا له ښځونه چی په پارلمان کښی وې او فحشای رواج کړی وه هغه کسان چی د دی غلو ننګه کوی اول هغوی باید سزا ووینی چی بیا هیڅ کله دا خبری ونکړی مونو د افغانستان ارامی او اسلامی قانون او یو ملت غواړړ امریکایی او انګلیسې سپیو ته ضرورت نه لرو زمونز ملت همدی منافقینو در په دره کړ د پخوانی حکومت ټول وکیلان او پارلمانی غړی باید حساب ورکړی!

  6. که عاقلانه تدبیر وشی هر وقت خپل مقتضیات لری ، اوس زیات ترکیز او څارنه باید د پنجاب په ملیشو او غلامانو وشی او موږ خپل دښمنان باید درجه بندی کړو ، هغه ډیر مخرب او دخالت یی بربڼډ او مهلک دی ، دِ هغې مخنیوی مباح نه بلکی فرض دی، حکام باید شخصی ګټې او روابط نور په ملت تحمیل نکړی ، اسلامی معیارونو پیژندل او هغه له دولت تر فرد عملی او ځای په ځای کول آسانه او
    قصیرالمدت کار ندی او یواځی اسلام ، سالمه پوهه او مومن متخصصین تر واحد پوخ او ځیرک قیادت لاندی دا کار کولی شی او موږ ته دا توان راکوی چي له هر څه نه صحیح استفاده وکړو، اولاٙٙ بنیادی کار چي قرآن کریم ورباندی شاهد دی ـ کار اهل ته سپارل دی چي تر اوسه څوک چندان ورباندی ایمان نلری ، ځکه دوی تر الله ج او رسول الله صلی الله علیه وسلم نه کرسۍ ، انحصار ، شخصی روابط او نفسی خواهشاتو ته ترجیح ورکوی ،او دا پر جهالت او عدم اخلاص او صداقت دلالت کوی چي دا لکه جمهوریت د دین سره لوبې او دوه مخیزه تعامل دی ،او انجام یی ناکامی او رسوایی ده.
    نو موږ منحیث اسلامی دولت چي خپل معیارونه ،کاری نقشه او دقیق اجرآت غواړی ؛باید عملی کار
    پیل کړو ، یواځی له وزیر تر ټوپکوال ټول په ښکنځلو ، وهلو ، بندی کولو ، تیرو فاسدو حکومتو ته ملت منسوبول او جفن سرایی دا اسلام کی سابقه نلری ، دا د ګیډو ،کالیو او ږیرو لاندی پټ خباثت،
    غلامی او د افغان او مسلمان شرمول دی فقط ؛ نور څه حاصل نلری .
    اوس لدی نه چي امانات اهل ته یی سپارل شوی ندی ؛ نو دوست او دښمن هم تعریف شوی ندی
    اوس لمړی ټول ترکیز باید پنجابی ملیشو او جاسوسانو ته ورواوړی .
    دوهم ـ هغه جاهل دوستان چي دِ دښمن په رول کی د علم دروازی دِ ملت پر مخ تړی او د قوت دِعواملو مخنیوی کوی هغه هم د ِ اسلام تر پوښ لاندی ؛ چي لوی جنایت دی د ملت ، اسلام
    او بشریت په وړاندی.
    که کار اهل ته وسپارل شی ، اسلامی نظام او سیستم پر خپل وار له غاصب او مفسد سره لازمی چلند لری خو اوس لمړی باید د غاصب حاکم مخه ونیول شی چي تباهی یی زیاته ده .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب