یکشنبه, اپریل 28, 2024
Home+چاه بهار مو له اقتصادي بحرانونو ژغورلی شي

چاه بهار مو له اقتصادي بحرانونو ژغورلی شي

ناصرخان شېرزی

چاه بهار د ایران هغه بندر دی، چې د دې هېواد په جنوب کې موقعیت لري او د امریکا او نورو هېوادونو له تحریمونو خوندي دی، دا بندر د ایران عدن خلیج او عرب بحېره د هند اقیانوس سره وصلوي.

 په (۱۳۹۵ هـ.ش) کال کې د افغانستان، ایران او هند ترمنځ د دې بندر د پراختیا او ترې د درې ګونې ګټې اخیستنې درې اړخیزه موافقه لاسلیک شوېده.

له یاد تړون وروسته افغانستان هم دغه بندر ته لاره پیدا کړه او له دې لارې د پوره ګټې اخیستنې لپاره یې د یوې لارې په جوړېدو کار پیل کړ، یاده لاره چې له نېمروز تېرېږي د (۱۴۰کيلومتره) په اندازه کار یې بشپړ شوی او پر پاتې برخو یې کار روان دی.

دا چې افغانستان په وچه کې راګېر هېواد دی او ډېر کله یې ټوله سوداګري په ګاونډیو هېوادونو ورټوله وي. پاکستان د افغانستان هغه ګاونډی هېواد دی، چې تل یې د تورخم او سپین بولدک سوداګریزې لارې د خپلو شومو او سیاسي موخو لپاره کارولي دي، د چاه بهار بندر له لارې د سوداګرۍ چاره کولی شي، افغانستان نور له اقتصادي بحرانونو څخه وژغوري.

څو ورځې وړاندې افغان چارواکو ایران ته سفر وکړ او تر راتګ وروسته یې ویلي، چې له ایران سره یې د ترانزیت، سوداګرۍ، کانونو، ګازو، روغتیا، ټرانسپورټ، سرحدي مسایلو او په یو شمېر نورو برخو کې یې ایراني چارواکو سره بېلابېل تړونونه لاسلیک کړي دي.

د معلوماتو پربنسټ د ایران او افغانستان ترمنځ هرکال د شاوخوا دوو میلیاردو ډالرو په ارزښت سوداګري کېږي او د چاه بهار بندر په پرانېستل کېدو سره به د سوداګرۍ کچه نوره هم ډېره شي، چې ورسره به افغانستان له اقتصادي بحرانونو خوندیتوب پیداکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب