دوشنبه, مې 13, 2024
Home+د نورستان اسطورې| ژباړن سیداصغر هاشمي

د نورستان اسطورې| ژباړن سیداصغر هاشمي

[۱] برخه

لیکوال: سمیع الله تازه

ژباړن: سید اصغر هاشمي

د نورستان په اسطورو کې ایندر

ايندر د ويدي ارباب الانواعو څخه يو مهم رب النوع دی چې له اسلام څخه وړاندې د نورستانيانو په فرهنګ کې يو له اړینو ارباب الانواعو څخه دی او پالل کېده. د نورستان په بېلا بېلو اسطورو کې د دې رب النوع نومونه د Indr,Endr,Indra, Inthr,ĩdr په ډول راغلی دی چې موخه يې له هماغه ايندرا يا د نورستان د پخواني فرهنګ د ويدي وايندر دی.

په پخواني نورستان کې د ايندر اسطوروي شخصيت

د نورستان خلکو په تېر کې بېلا بېل او ګڼ شمېر اباب الانواع پالل چې هر يو يې د هغوی د ژوند د يوې ځانګړې برخې ارباب الانواع تصور کېده چې په هغې ډله کې ايندر يو له مهمو ارباب الانواعو څخه دی.

په ويدي فرهنګ کې دغې رب النوع د جګړې د يوه ځواکمن رب النوع په ډول شهرت موندلی دی، د نورستان د خلکو په پخواني دين کې د يو ځواکمن رب النوع په ډول ښکاره کېده چې ډېر وخت د جګړې په ډګر کې و، له شرابو سره يې مينه درلوده، د حکايتونو او اسطورو له درکه ښکاره شوی دی، خو د واما په کلي کې ايندر تر ټولو غوره رب النوع په ډول پېژندل کېده او د عبادت وړ ګڼل کېده، په داسې حال کې چې د نورستان په نورو سميو کې يمرا يا ايمرا تر ټولو غوره رب النوع په ډول پالل کېده او عبادت ورته کېده.

د واما په کلي کې ايندر ته د عبادت لپاره ځانګړی عبادتځای شتون درلود او د ايندر مجسمه تراشل شوې وه او هلته یې شتون درلود، د ايندر عبادتځای سپيڅلی کور و او د ايندر په نوم ياديده. خلکو دا رب النوع د ارباب النواعو له دندو پرته د زلزلې، شرابو، ونو کېنولو، باغدارۍ، اب او هوا، روښنايي، وريځو او باران رب النوع ګڼه. هغوی په دې عقيده وو چې ايندر انساني قيافه لري او د غټې تنې لرونکی دی، ايندر په ډېرې اسانۍ سره هغه کارونه تر سره کوي چې د انسان له توان څخه پورته وي، هغه ځانګړنې چې پخواني نورستانيانو د ايندر ګڼلې، کابو هماغه ځانګړنې دي چې په ويدي او اريايي فرهنګ کې ايندر ته ورکړل شوي دي. ويل کېږي چې ايندر چاق و او له انګورو او شرابو سره يې مينه درلوده. پورته لوري ته تاو شوو طلايي ښاخونو يې څهره ښکلي کړې وه او ويل کېږي چې ايندر په اوړي کې خپل باغ ته تلو، باغ یې ایندرکوڼIndr küṇ  نومیده او د واما په کلي کې يې موقیعت درلود، هلته پاتې کېده او په ژمي کې په ايندرستان (د خلکو د رواياتو پر بنسټ واما ښايي هندوستان وي) کې پاتې کېده. ايندر په اوړي کې د شپې لخوا په خپل باغ کې په خپل اس سورېده او په هر لوري تلو او په خپل باغ کې له ګرځېدلو څخه يې خوند اخیسته. په يوه اسطوره کې راغلي دي چې ايندر له ځواکمن ارباب الانواعو څخه، لکه يمرا (غوره ارباب الانواع) او ګيښ (د جنګ ارباب الانواع) سره مناقشه او بحث کړی دی، په دې ډول چې د شرقي نورستان د خلکو په يوه اسطوره کې راغلي دي چې ايندر (د نورستان په شرقي دره کې اينتر enther تلفظ کېږي.) په خپل کلي (ده وان) کې د انګورو د تاکونو يو ښکلی باغ د ځنګل په ډول جوړ کړی وو، خو يمرا ادعا کوله چې دا سيمه د هغه ملکيت دی او ايندر په هغه کې کوم حق نه لري، په پایله کې یوې جګړې ايندر د هغې سيمې پريښودو ته اړ کړ.

د (باشګل عليا) د خلکو په يوه اسطوره کې راغلي دي:

ايندر پرېکړه وکړه چې د باشګل سيند اوبه له شرق لوري څخه غرب لوري ته (د پارون درې) ته وګرځوي او د دوه غرونو په شکولو او بیا لګولو يې د ابګردان بند جوړ کړ او خپله دا موخه يې تر سره کړه. د ايندر دا کړنه د ګيښ (د جګړې رب النوع) د غصې لامل شو او له هغې سره يې جګړه پيل کړه. ګيښ ايندر له درې څخه بهر کړ او دواړه غرونه يې په خپله توره او مېړانه بېرته خپل لومړني ځايونو ته يوړل او د باشګل سيند يې بېرته په پخوانۍ لاره روان کړ، ايندر له هغه ځای څخه څاريګل ته کډه وکړه. ([1])

د ريګويدا د منظومو پر بنسټ ايندرا د پخوانۍ اريانا يو له نامتو معبودانو څخه وو چې هغه د باران، سيلابونو، توفان او د جګړې ارباب الانواع بلل کېده. هغوی داسې تصور کاوه چې ايندرا د لوی هيکل(فزيکي جوړښت) لرونکی و، د سر ويښته او ږيره يې نا منظمه وه، هغه اريایي پهلوان و چې درې جامه شراب به يې څښل او ځان به يې جنګ ته تياروه، په هغه ډول چې په يو ويدي سرود کې راغلي دي:

ايندر! زموږ مرستې ته راشه، له لرې ځایه په اس سپور شه او راشه، ايندرا! سوما وڅښه او د اريايانو ملاتړ وکړه.

له اسلام څخه وړاندې په نورستان کې د ايندر د واک لاندې سيمې

کرستين سن ليکي:

ايندر په ويدي تمدن کې د غوره ارباب الانواعو په منځ کې جګړه مار، چاق او شرابخور دی، خپله خيټه له سوما څخه ډکوي، کله چې په دښمن باندې ځان وغورځوي، له پخو څخه یې غورځوي، هغه د مستۍ پر مهال ماته نه مني. جګړه ماران د جګړې له پيل وړاندې له هغه څخه مرسته غواړي.

د واما د کلي خلکو ټول خير او شر د ايندر له لوري ګڼه، که څه هم د نورستان په نورو کلو کې ايندر د شراب (هوما) تر ټولو ځواکمن رب النوع ګڼل کېده چې د شرابو په ډېرو څښلو يې شهرت درلود. د واما په کلي کې چې هر څه ليدل کېدل يا محسوسېدل، دا هر څه د ايندر د غصې يا لطف پايله ګڼل کېده او داسې فکر کېده چې د کلي د خلکو برخلیک د ايندر لخوا ټاکل کېږي. دغه کلی له سطحې څخه کابو پنځه سوه متره پورته د هسک غره د سينې لاندې په لوړه څوکه کې موقیعت لري، د شرق له لوري څخه د يو بل ويرونکي غره په وسيله احاطه شوی او له غرب لوري څخه د هيبتناکو غرونو په وسيله بشپړ محاصره شوی دی. په ټوله کې ياد شوی کلی له نظامي پلوه په طبيعي ډول په يو داسې موقیعت کې جوړ دی چې لږ شمېر خلک کولی شي د بريد کوونکو له لويي ډلې سره وجنګېږي. له اسلام څخه وړاندې د نورستان ټول کلي په همدې ډول جوړيدل.

د واما کلي تر څنګ غرب لور ته کابو درې سوه پينځه اويا جريبه زراعتي ځمکې وجود لري چې د کلي خلک هغه د ايندر کوڼ (د ايندر رب النوع) د باغ په نوم يادوي.

دا سيمه (باغ) انګور، انار، چهار مغز او داسې نورې ميوه لرونکې ونې لري. د دې کلي خلک په دې باور دي چې دا باغ ايندر (ځواکمن رب النوع) جوړ کړی دی، له همدې امله د ايندر د بڼ په نوم مشهور دی. ما په (۱۳۸۲) لمریز کال کې د ایندر کوڼ بڼ ليدنه وکړه، د ايندر په بڼ يا ایندر کوڼ کې د ايندر د ناستې ځانګړی ځای وجود لري، په دې باغ کې يوه ساحه اوس هم شتون لري چې په کې يوه څلور کونجه تېږه چې يو متر ارتفاع لري شته او دا تېږه دې روايت ته ځواک بخښې چې ښايي ايندر همالته ناسته تر سره کاوه او مجلس يې رهبري کاوه، د دې تېږې په چپ اړخ کې يوه تخته تېږه چې نورو تېږو ته تکيه شوی ده، شتون لري چې کولای شو په اسانۍ سره په هغې باندې کينو او تکيه ووهو چې هغه هم ایندر ته اړوند بلل کېږي. دې دوه مقامونو ته مخامخ يو خلاص ځای شته چې د هغې په شاو خوا کې د خلکو د ناستې او تکيې کولو لپاره هوارې تېږې شته چې د چوکۍ په ډول د يو بل په څنګ کې ايښودل شوي دي او په روښانه ډول ښکاري چې دا ځای د نورستان د پخواني دود په ډول د کلي د مشرانو د را ټولېدنې او ناستې ځای وو، خو د واما د خلکو رواياتو پر بنسټ ښايي دا ځای د ايندر ځای او تخت وي چې له خپلو افرادو سره به يې پکې خبرې او مجلس تر سره کاوه. د دې ځای جنوب شرق لور ته د انګورو د شېرې څخه د ګټې اخیستنې يو کوچنی کار ځای شته چې هغه ته نژدې په لوړه يو لويه تېږه شته او ځمکه ورته شکول شوې ده چې د انګورو د شېرې د ذخيره کولو او ساتنې ځای و چې د ناستو پر مهال به حاضرينو مصـرفول.

په همدې ډول د دې ځای شمال غرب لور ته د انګورو د شېرې د ذخيره کولو دوه نورې شيرې شته چې يوه يې د يوې لوي تېږي پر سر ځای په ځای شوې ده چې کابو يو نيم متر ژوروالی لري، خو دويمه زيرمه چې د ناستې سيمې ته ډېره نژدې ده، له اولې زېرمې کوچنۍ ده، له دې سربېره د ايندر د ناستې ځای جنوب لور ته په یو لوی مېدان و چې د واما کلي د اوسېدونکو په وينا ايندر هره ورځ هلته سپورت کاوه او د خپل زور ښودنه يې کوله، د ياد شوي ميدانې غرب لور ته يوه لويه له اوبو ډک ډنډ شته چې د سيمې د اوسېدونکو په وينا دا د ايندر حوض و او په هغه ځای کې یې حمام کاوه.

دا لويه زراعتي ارازي او لوی افسانوي بڼ دی، د يو افسانوي کانال په وسيله اوبه کېږي چې کابو درې کیلو متره اوږدوالی لري، دغه کانال په درې نقطو کې په ياده فاصله کې د لويو تېږو او لويو غونډيو له منځ څخه تېر شوی دی، يادې تېږې په فني ډول توږل شوي دي او ياد کانال يې يوازې باغ ته ځانګړی کړی دی او د هغې کانال په وسيله اوبه لېږدول شوي دي. د کلي خلک په دې باور دي چې يادې درې نقطې د ايندر لخوا توږل شوي دي او ياد کانال يې يوازې خپل باغ ته ځانګړی کړی دی.

د واما د کلي اوسيدونکي په دې پوخ باور لري چې دا تاسيسات خارق العاده او د بشر له توان څخه پورته دي او د ايندر پورې يې تړلي بولي. څرنګه چې په دې اړه د واما کلي د وګړو په منځ کې يوه ښکلې اسطوره شته چې د دې عمراني کړنو پایله او د دې رب النوع برخليک بیانوي.

)[1] (سمیع الله تازه ،ادبیات شفاهی نورستان،چاپ سوم،ص۲۹۴

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب