دوشنبه, سپتمبر 30, 2024
Homeخبرونهمیدیدوف: طالبانو نشه یي توکي داسې ورک کړل، چې د امریکا پرې...

میدیدوف: طالبانو نشه یي توکي داسې ورک کړل، چې د امریکا پرې ۲۰ کاله وس نه و شوی

تاند (یکشنبه، د عقرب ۲۱ مه) د روسیې پخواني ولسمشر او د ملي امنیت شورا اوسني مرستیال دیمیتري میدیدوف ویلي، چې د طالبانو رژیم په افغانستان کې د نشه یي توکیو پر وړاندې داسې مبارزه وکړه، چې امریکا او متحدینو یې په دغه هېواد کې د ۲۰ کلن حضور پر مهال ونه کړای شوه.

د روسیې خبري اژانس سپوتنیک د نوموړي له قوله لیکلي، چې دا هر څه په داسې حال کې شوي، چې طالبانو سره مناسب چلند نه دی شوی.

څه موده مخکې د ملګرو ملتونو په یوه راپور کې وویل شول، چې د طالبانو رژیم په افغانستان کې د نیشه یي توکیو په ۹۵ سلنه نابودۍ توانیدلی.

طالب چارواکي هم د دغو توکیو پر وړاندې مبارزه خپله لویه لاسته راوړنه بولي.

له دې سره، په یوه بل راپور کې راغلي چې پر نیشه یي توکیو د طالبانو له بندیز لګولو سره افغان بزګرانو ته د کال تر یو میلیارد ډالرو تاوان رسیږي.

بزګران شکایت کوي، چې طالبانو یې پر دغه کښت بندیز لګولی، خو د بدیل معیشت غم یې نه دی خوړلی او دوی په اقتصادي لحاظ سخت تاوان لیدلی.

3 COMMENTS

  1. دا خو ټولو ته معلومه ده چی امریکا د افغانستان ابادی ته نه وه راغلی امریکا دافغانستان نابوی او بربادی لپاره راغلی وه او مخدره مواد د امریکا په امر کرل کیدل په افغانستان کښی د هیرویینو قاچاق کښی د امریکا لوی لاس وه چی مستقیم په نظامی الوتکو کښی امریکاته لیژل کیدل په همدا ډول د یورانیمو قاچاق د قیمتی ډبرو قچاق هم پمی شامل وه بعضی ناخبره سړنیزی اداری ادعاکوی چی امریکا ملیاردونه ډالر افغانستان کښی مصرف کړل مګر امریکا په له ملیاردون ډالر نه زیات دافغانستان سرمایه لوټه کړه او امریکا ته یې انتقال کړل امریکا په دنیا کی منافق ترین اړ بی غزت ترین ملک شمارل کېږی !

  2. نه یواځې امریکا، تر ټولو لوړ مقام «سویس» د مخدره موادو مرکز او ګوندې کلیسا د روم؟ سره ګډ! ما نه ۱۹۶۴ کال کې، کله مې چه د فاکولتې تګ ته سویس کې تیار ؤم، یو لوړپوری سویسی نظامي ما نه يې وغوښت چه لاړ شه وطن ته او سویس له پاره مخدره مواد ټول کړه، ملیونر به شې! سخت ځواب مې ورکړ! ۱۹۷۱ کال کې د زیوریخ هوایي ډګر کې یو پاکستاني نظامي طیاره ؤنیوله شوه له ۶ تنه مخدره موادو سره، د نیوزویک راپور!

  3. محترم کاسی صاحب؛ ډیره منڼه چي تل مستند بحث او دفاع کوی، طریقه مو علمی او قناعت ورکوونکی ده ؛ خیر الکلام ما قل و دل .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب