Homeخبرونهپاکستان نژدې ۲ سوه افغان بندیان خوشي کړل

پاکستان نژدې ۲ سوه افغان بندیان خوشي کړل

تاند (یکشنبه، د عقرب ۲۱ مه)د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت لپاره د طالبانو د رژیم چارواکي وايي، چې د پاکستان له زندانونو ۱۹۶ تنه افغان کډوال ازاد او پرون د تورخم له لارې هېواد ته راستانه شوي.

د یاد وزارت د چارواکو په وینا؛ راستانه شوي افغانان د مرستو تر لاسه کولو په موخه د کډوالو نړیوال سازمان ته ورپېژندل شوي دي.

سرچینې نه دي ویلي، چې دغه بندیان له مخکې څخه نیول شوي وو او اوس خوشې شوي، که له پاکستان څخه د شړلو د عملیاتو پر مهال نیول شوي او افغانستان ته استول شوي.

پاکستاني چارواکو تر هغې وروسته، چې له دغه هېواده افغان کډوالو ته د وتو خبرداری ورکړ، د دوی د نیولو لپاره یې عملیات پيل کړل، چې په ترڅ کې یې ګڼ اسناد لرونکي او بې اسناده کډوال بندیان او تري تم کړل.

د بندي شویو کډوالو کورنۍ وایي چې د خپلو بندیانو د برخلیک په اړه نه پوهیږي.

د پاکستان موقت حکومت په دې پلمه، چې ګواکې په دغه هېواد کې مېشت افغان کډوال د نا امنیو لامل دي او ورسره ترهګریز بریدونه زیات شوي، د ۱،۷ میلیونو هغو کسانو په ګډون چې پاکستان یې بې اسناده کډوال بولي، د ټولو افغان کډوالو د ویستو پریکړه وکړه.

د دغې پریکړې د عملي کیدو پر روان بهیر سخت اعتراضونه دي او ویل کیږي، چې پاکستاني پولیس افغان کډوال لوټي، شتمنۍ یې ضبطوي او ان د بې عزتۍ تر حده سپک چلند ورسره کوي.

یو شمېر نورو پاکستاني سیاستوالو  هم د خپل حکومت دا چلند تر نیوکو لاندې راوستی او پرې د بیا کتنې غوښتنه یې کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...