د پښتو زلمی شاعر، ادیب، نقاد، څېړنکار او ګڼ اړخیز لیکوال ښاغلی نعمت الله صدیقي د خپلو تخلیقي او بنیادي اثارو په زریغه د ادب په اسمان د یو ځلېدونکي ستوري په شکل کې نمودار شوی دی، په تېره بیا د نثر په برخه کې ډېر کار کوي او د ده لیکونه په مطبوعاتو او ټولنیزو رسنیو کې خپرېږي، چې د لوستونکو د نظر څخه تېرېږي او په خوښۍ او تسلۍ یې بدرګه کوي ځکه چې موصوف په خپلو لیکونو کې نوې نوې موضوعات مخې ته راوړي، بیا د معیار او ضرورت خیال هم ساتي، ورسره د لوستونکیو د غوښتنو لحاظ هم ساتي؛ نو په داسې حال کې د ده هر لیک معیاري لیک بللی شي. دې نه علاوه یې اسلوب هم ډېر سوچه او سپیڅلی دی، سادګي او سلامت یې خاصه ده، د بیان انداز یې بېخي منفرد او موثر دی او دا صلاحیت لري، چې خپل لوستونکي د ځان سره روان وساتي او د هر منظر نه خوند واخلي، بیا د ده تنقیدي او تحقیقي لیکنې داسې ژورې وي، چې د هر لیک لپاره یې د ډېرو معتبرو او مستندو کتابونو حوالې راوړي وي، د ډېرو پوهانو استادانو رایې په کې شاملې کړي وي؛ ګویا د تنقید او څېړنې په څانګه کې یې هم ډېر معیاري او بنیادي کار ته لاس اچولی دی، په دې سلسله کې یې ګڼې لیکنې او اثار هم په کتابي بڼه چاپ شوي دي، چې اول په کې (ادب، تنقید او تیوري) نومې کتاب دی، کوم چې د موضوع او معیار دواړو په لحاظ سره ډېر معتبر کتاب دی او ګڼ شمیر پوهانو یې ستاینه او ډاډګیرنه کړې ده؛ بلکې عام و خاص خوښ کړی دی، دغسې (دمتن سپړنې هنر) یې دویم نثري او تحقیقي کتاب دی، چې د چاپ په کالو سنګار دی، دا اثر یې هم لوستونکیو خوښ کړی دی او په ادبي پنګه کې یې ځای موندلی دی. (هنر نه مري) یې درېیم نثري کتاب دی، چې دا هم ډېر معیاري اثر دی او د خپل معیار او موضوع له رویه یې د قبولیت شرف ترلاسه کړی دی، دغسې په دې خام عمر کې نعمت الله صدیقي د یو نقاد او څېړنکار په حیث په ادبي دنیا کې یو مقام او شناخت موندلی دی او د پښتو استادان یې نقد او څېړنې معترف دي. له دې سره نعمت الله صدیقي په ادبي او تنظیمي هلو ځلو کې هم برابر برخه اخلي او کله کله شعر هم لیکي او په مشاعرو کې یې اوروي، اوس یې ناڅاپي په روان کال ۲۰۲۵م کې د شاعرۍ ټولکه د کلاسیک خپروندویه ټولنه جلال اباد څخه د چاپ په کالو ګاڼه شوه، چې نوم یې ورته (لکه ته چې آیینه یې) خوښ کړی دی. د کتاب پښتۍ رنګینه او جلد یې مضبوط دی، کاغذ یې د درمیانه درجې دی، په یو سل اته اویا مخونو مشتمل دا کتاب د نعمت الله صدیقي وړومبۍ شعري مجموعه ده، چې په دې تورو ډالۍ شوی دی: (د هغه امیدونو او هیلو په نامه، چې زما د تخیلاتي او تصوراتي ژوند آیینې دي او زه يې د ژوند سرمایه ګڼم.) سریزه پرې شاعر خپله لیکلې ده، یو ځای لیکي:
(دا شعرونه زما د تېرو خواوشا پېنخلسو کالونو شعرونه دي، چې د همدومره دوه چنده شعرونو له منځه انتخاب شول؛ خو هغه څه چې زما لپاره ډېر مهم دي، هغه زما وروستۍ تخلیقي موډ یا کیفیت و، چې بېخي يې څو میاشتې پرلپسې د یوه جدي شاعر په توګه وګوڼولم.)
د کتاب په شاپاڼه د شاعر د انځور سره د نوم وتي شاعر او لیکوال ښاغلي قېصر اپریدي لیک هم شامل دی، چې یو لنډیز یې داسې دی:
(د صدیقي د شعر دا نرمي دا خوږلت او دا ملایمت به ارو مرو تاسو ته ووايي، چې هغه د مزاج په لحاظ خپله رشته د جدید ادب او جدید غزل سره یو ځای کوي، چې د قدیم یا کلاسیک نه په جوت توپیر سره راڅرګندېږي.)
د نعمت الله صدیقي دا وړومبۍ شعري جونګ د مطالعې نه پس لوستونکي ته په ډاګه کېږي، چې دا کتاب د غزلونو مجموعه ده او شاعر، چې د نظم په صنف کې هم پراخه تجربه لري؛ خو دلته یې ارزښت غزل ته ورکړی دی؛ خو لکه د نثري فنپارو یې په غزل کې هم د معیار او د وخت د غوښتنو خیال ساتلی دی او بیا د خپلې ژورې مطالعې وسیع تجربې او سپېڅلې پوهې په برکت یې داسې غزل لیکلی دی، چې هغه د یو مکمل غزل ټولې غوښتنې پوره کوي. د غزل ټول بنیادي اداب او لوازمات هم په کې جوت دي او د تغزل او ترنم خواږه هم لري، د تفکر او تخیل په حواله هم خپل خاص مقام لري، د ژوند د ټولو کوټلو حقیقتونو عکاسي او ترجماني هم کوي او د خپل ځان او اولس حال هم دنیا ته وايي، په یو غزل کې د ژوند ترجماني په څومره موثره پيرایه کې کوي، تاسو یې هم ملاحظه کړئ:
حرکت و، تغیر و، جمود مات و
کشف کړی مې یو نوی کاینات و
اندامونه رانه ورک وو، هېڅوک نه وو
دسمبر و، توره شپه وه، ملاقات و
تنهایۍ راپسې ډېرې منډې وکړې
د وجود توره کېږدۍ وه دیدن قات و
یو سړي په کې موندلې زندګي وه
یو سړي مخ اړولی له خپل ذات و
ساه یې ټوله په شا کړې وه روان و
په دنیا کې یې څوک نه لرل میرات و
دا یې د یو غزل نمونه ده، چې اندازه ترې کېدای شي، چې شاعر د غزل په فن څومره عبور لري او په څومره هنرکارۍ سره د غزل لفظونه راوړي او غزل ترې سازوي ځکه خو د خپل غزل په حقله وایي:
قېصره یو ته غزل خوان نه یې د دغه عصر
قېصره مونږ هم شاعري د صدیقي لېدلې
په یو بل ځای کې د خپل غزل اهمیت او انفرادیت داسې بیانوي:
لږ په غزل کې هم پکار وي د ټولنې اصلاح
خو دا خبره د فني دقت ترڅنګ نه کوو
او هم دغه ادعا د خپل غزل په حواله یو بل ځای کې داسې کوي:
د صدیقي غزل قامپالو ته ونه رسېده
د قام دښمنو پرې ښې ډېرې تبصرې هم وکړې
دای یو حساس شاعر دی او په افغانستان او ټوله پښتنه منطقه کې چې د جنګ کوم ناورین دی، دا یې هم په نظر کې دی، دغه منظر څه داسې بیانوي:
په مونږ خپلو او پردیو نااشنا جنګونه وکړل
دې خلکو څه ظالم او ناروا جنګونه وکړل
نه کور په کې څرګند و او نه لار په کې معلومه
په ورکو ورکو لارو یې خطا جنګونه وکړل
په هغه ورځ د جنګ روایت هم څه عجیبه و
په کومه ورځ چې شپه نه وه رڼا جنګونه وکړل
دا یې د ځېرکتیا یوه بېلګه ده، چې شاعر د ژوند هر اړخ ته نظر کړی دی، نه یې د جنګ نقشه هېره ده او نه هغه تباهي او بربادي چې د دغه بردي جنګ په نتېجه کې لوی افغان او پښتون قام ته اوړېدلې ده؛ خو د دې ټولو سختو ازمیښتونو او ستونزو باوجود هغه د امید لمنه رانېولې ده او د ژوند او بقا سندرې زمزمه کوي:
دا فضا د کومو شپو حالونه وایي
چې را اوري رڼايي لکه سندره
ښه ده ښه ده، چې تکمیل ته ورسېږي
ښه ده ښه ده رسوايي لکه سندره
کیفیت د بدلېدو په موسم کې
د کوم ذات کیسه کوي لکه سندره
پیرایه د اظهار کله وي ګمنامه
څومره شور کړي شاعري لکه سندره
د دې سره هغه د رومانویت لمنه هم کلکه نېولې ده، په دې اساس چې رومانویت د جدیدیت اوله پوړۍ ده؛ نو دغه لار یې داسې خپله کړې ده:
تور باڼه، زلفې دې جوړې کړې لښکرې
بیا روانه یې کوم جنګ ته زورورې
شنه خالونه، خو په زېړه زنه خوند کړي
تا په زېړو ګلو څه جوړ دي زرګرې
په سکڼي ماښام دې چېرې کډه یوړه
له سکڼي ماښام دې جار شم مرورې
هغه تا پسې رنځور دی خوند یې نشته
و په خپل حسن کې ورکې بې خبرې
صدیقي اوس د شکر یو ناروغ دی
ناز پرې ورو اخله مستې قلندرې
نور هم په دې کتاب کې ګن شمیر غزلونه دي، چې هغه د نمونې په توګه دلته راوړلی او د حوالې په طور وړاندې کېدای شي؛ خو د ټولو احاطه به دلته ممکن نه وي او د چونګ له خرواره په مصداق مې ترې دغه څو شعرونه ستاسو حضور ته درپیرزو کړل، په دې کتاب کې د حمدپاک او نعت شریف برخه هم شته، چې هر شاعر یې د تبرک په توګه د کتاب په پيل کې شاملوي، هم په دغه سپیڅلي روایت نعمت الله صدیقي هم عمل کړی دی او په ابتدا کې يې د حمد او نعت صنفونه شامل کړي دي، اوس که لوستونکي دا کتاب په دقیق نظر سره ولولي؛ نو معلومه به شي، چې دا خو د لعلونو ملغلرو مجموعه ده، چې د معیاري غزلو په شکل په کې ډېر په زړه پورې کلام موجود دی او بیا د پښتو د غزل په پنګه کې هم ډېره ګټوره اضافه ده، چې موده پس د یو غزلبول شاعر د غزلونو کتاب چاپ شو او د خاص و عام مخې ته راغلو. هیله ده، چې د نعمت الله صدیقي د نثري ټولګو په څېر دا منظومه شاعرانه لورېینه هم مینوال په مینه بدرګه کړي.