پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهد بلوچستان د ازادۍ پوځ سوراب ښار نیولی، حکومت د وسله والو...

د بلوچستان د ازادۍ پوځ سوراب ښار نیولی، حکومت د وسله والو برید تاییدوي

تاند (شنبه، د غبرګولي/ جوزا ۱۰ مه) د بلوچستان د ازادۍ پوځ وايي چې جنګیالیو یې تېر ماښام په بلوچستان کې سوراب ښار په بشپړ ډول نیولی، درست امنیتي ځواکونه یې ژوندي نیولي یا په شا تمبولي او د ټولو دولتي ادارو، د پولیسو د ماموریتونو (تاڼو)، بانکونو او نورو ادارو کنټرول یې په لاس کې اخیستی دی.

د بلوچستان ایالتي حکومت هم تاییدوي چې د دولت وسله والو مخالفانو په سوراب ښار کې پر دولتي ادارو او د چارواکو پر کورونو بریدونه کړي او د دې ښار مرستیال کمیشنر یې وژلی دی.

د بلوچستان د ایالتي حکومت ویندوی رشید ریند وویل چې د دولت وسله والو مخالفانو په دغه ایالت کې د څو دولتي چارواکو پر کورونو بریدونه کړي، او مرستیال کمیشنر هدایت الله بولیدي یې وژلی دی.

خو د بلوچستان د ازادۍ پوځ وايي، پولیس او ملېشه ځواکونه یې ژوندي نیولي، له هغوی څخه یې وسلې اخیستي او هغوی یې په مشروط ډول په دې خاطر خوشي کړي چې په خټه بلوچان وو.

دوی همداراز وايي چې مرستیال کمیشنر هدایت الله بلیدي هڅه کوله چې برید وکړي او دوی د دې لپاره چې د هغه مخه ونیسي نوموړی په یوه خونه کې بندي کړ مګر هلته یې په تصادفي ډول سا بنده شوه او مړ شو.

د بلوچستان د ازادۍ پوځ همداراز ادعا کوي چې د سوراب ښار د نیولو ترڅنګ یې د کوټې – کراچۍ لویه لار هم بنده کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...