تاند (جمعه، د غبرګولي/ جوزا ۱۰ مه) پاکستان پریکړه کړې چې په کابل کې د خپل شارژدافیر مقام د سفیر کچې ته لوړ کړي، ترڅو د دواړو ګاونډیو هیوادونو ترمنځ ډیپلوماتیکي اړیکې پیاوړې شي.
د نړیوالو قوانینو له مخې، شارژدافیر ته د سفیر په څېر ځانګړې حقوق او خوندیتوب ورکړل شوی دی، او عموماً په دې حقونو کې د شارژدافېر ټیم هم شاملېږی. خو د شارژدافیر مقام د سفیر په پرتله ټیټ وي او د رسمي ډیپلوماتیکو مراسمو په مهال د سفیر په څېر درناوی نه لري.
پاکستان د طالبانو د واک ته رسیدو په لومړیو کې افغانستان ته سفیر واستاوه او ورپسې یې څو سفیران بدل رابدل کړل خو کله چې د طالبانو له حکومت سره یې د ټي ټي پي پر سر اړیکې خرابې شوې، کابل ته خپل سفیر شارژدافېر ونوماوه څو د طالبانو حکومت ته خپل خپګان وښيي.
د جمعې په ورځ، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او د صدراعظم مرستیال اسحاق ډار په ایکسپاڼه (پخوانی ټویټر) کې لیکلي: «د ۲۰۲۵ کال د اپریل په ۱۹ مه، ما د پاکستان له پلاوي سره کابل ته یو ډېر ګټور سفر وکړ، چې له امله یې د پاکستان او افغانستان اړیکې مثبت لوري ته روانې شوې.»
هغه زیاته کړه، د دې «مثبت پرمختګ» د دوام لپاره یې د پاکستان د حکومت له خوا په کابل کې د خپل دیپلوماتیک حضور د شارژدافیر له کچې څخه د سفیر کچې ته د لوړولو پرېکړه کړې ده.
Pakistan-Afghanistan relations are on positive trajectory after my very productive visit to Kabul with Pakistan delegation on 19th April 2025. To maintain this momentum, I am pleased to announce the decision of the Government of Pakistan to upgrade the level of its Chargé…
— Ishaq Dar (@MIshaqDar50) May 30, 2025
هغه په خپل پوسټ کې همداراز لیکلي: «زه ډاډه یم چې دا ګام به د ښو اړیکو د لا پیاوړتیا، د اقتصادي، امنیتي، ترهګرۍ ضد او سوداګرۍ په برخو کې د پاکستان او افغانستان د همکاریو د ژورتیا او د دواړو وروڼو هیوادونو ترمنځ د لا زیاتو تبادلو په برخه کې مرسته وکړي.»
که څه هم ښاغلي ډار په افغانستان کې د سفیر کچې ته د خپل دیپلوماتیک حضور پرېکړه کابل ته له خپل سفر سره تړلې، خو دا موضوع په چین کې د افغانستان، چین او پاکستان په غیر رسمي درې اړخیزه غونډه کې یاده شوه او د چین په منځګړتوب پرې فیصله وشوه.
افغانستان او پاکستان د چین په منځګړتوب د سفیرانو پر تبادلې هوکړه وکړه