تاند(پنجشنبه، د غبرګولي/ جوزا لومړۍ) پاکستاني رسنۍ وايي، د چین په منځګړتوب پاکستان او افغانستان د چهارشنبې په ورځ په اصولو کې موافقه وکړه چې خپل سیاسي اړیکي د سفیرانو تر کچې لوړې کړي.
دا اقدام د اسلاماباد او د طالبانو د ادارې ترمنځ د ترینګلو اړیکو د عادي کولو لور ته یو مهم پرمختګ بلل شوی دی.
دا تفاهم پرون (چهارشنبې) د پاکستان، چین او افغانستان د بهرنیو چارو د وزیرانو ترمنځ په پېکینګ کې د یوې غیر رسمي درېاړخیزې ناستې پر مهال وشو.
دغه خبرې د چین د پراخې هڅې برخه وې چې غواړي سیمهییزې ترینګلتیاوې راکمې او د “یو کمربند، یوه لار” نوښت له لارې اړیکې پراخې کړي.
د چین د بهرنیو چارو وزیر، وانګ يي، په یوه بیان کې چې د چین د بهرنیو چارو وزارت خپور کړی، وویل:
“افغانستان او پاکستان څرګنده اراده وښوده چې دیپلوماتیکې اړیکې لوړې کړي او په اصولو کې یې موافقه وکړه چې ژر تر ژره سفیران تبادله کړي.”
وانګ يي زیاته کړه: “چین د دې ګام هرکلی کوي او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو د ښه والي لپاره به خپلې مرستې روانې وساتي.”
همداراز، پاکستان او چین وویل چې افغانستان ته د چین-پاکستان د اقتصادي دهلېزپه (CPEC) غځولو باندې هم هوکړه شوې ده.
که څه هم تر اوسه هېڅ هېواد د طالبانو حکومت له ۲۰۲۱ کال راهیسې په رسمت نه دی پېژندلی، خو یو شمېر هېوادونه لکه چین، متحده عربي امارات، او روسیه په کابل کې سفیران لري. چین او متحده عربي اماراتو همداراز د طالبانو له خوا ټاکل شوي سفیران منلي، او روسیې تېره میاشت په مسکو کې د طالبانو سفیر کې د منلو هوکړه وکړه.
اوسمهال، پاکستان او افغانستان د یو بل په پلازمېنو کې د شارژدافیرونه (Chargé d’Affaires) لري.
د چهارشنبې غونډه له هغه وروسته وشوه چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ په اړیکو کې یو څه نرمي راغله. دا اړیکې له اوږدې مودې راهیسې د ژورې بېباورۍ، سرحدي بریدونو او د پاکستان له لوري په افغانستان کې د ټي ټي پي د موجودیت د تورونو له کبله خړپړې شوي دي.
دا نه اوله ده اونه به اخیره وي چی پاکستان دافغانانوپه سترګو کی خاوری وراچوی اوس هم چی دادهندوستان دبیری هښمه تیره سی بیانو نه تاکړي نه ما نه موږهوکړیده نه سندسته پرسرحدبه بیا په زرهاوي په تازه میووبارلاري ولاړي وي اوپاکستانی جنرال به سترګي سپني نیولي وي اودروازه به بندوي نودطالیبانووحکومتي مسؤلینوته په کارده چي په خورا احتیاط قدمونه واخلي چي په دغه حساس وخت کي غافل ګیره نسي چي خدای مکړه بیابه ئ جبران نسي کولای هغه مشهور متل دی چي یوڅلي دي ختاباسي دی دي خدای ختاباسي دوهم څل دي هم خدای دی ختاباسي نودریم؛ ځلرم اوځه تر نن ورڅي نوموږدي خدای ختاباسي