چهارشنبه, جون 18, 2025
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهلغمان کې د ۶ ملیونه افغانیو په لګښت د لمریزې برښنا پروژه...

لغمان کې د ۶ ملیونه افغانیو په لګښت د لمریزې برښنا پروژه جوړېږي

تاند【پنجشنبه د جوزا ـ غبرګولي لومړۍ】‏د لغمان په مرکز مهترلام کې د شپږ ملیونه افغانیو په لګښت د یوې لمریزې برېښنا پروژې د جوړولو چارې پیل شوې.

افغانستان کې د طالبانو د حکومت د برښنا شرکت عمومي مشر عبدالباري عمر وایي، دا پروژه د یوه خصوصي شرکت په مالي لګښت د شپږ ملیونه ډالرو په لګښت جوړېږي، چې د شپږ میاشتو په موده کې به یې چارې بشپړې شي.

نوموړی زیاتوي چې د دغې پروژې په بشپړېدو سره به لس زره کورنۍ او واړه کاروباریان له برښنا برخمن شي.

په ورته وخت کې د طالبانو ‏د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر
وویل، چې په ټول هېواد کې یې له خصوصي سکتور سره د ۷ برښنایي پروژو قراردادونه کړي.

نوموړی زیاتوي، چې د دې پروژو بشپړېدو سره به د برښنا مجموعي ظرفیت ۲۲۸.۴۵ میګا واټو ته ورسېږي.

ملابرادر زیاتوي” لغمان هم په دغه لیست کې شامل دی، دا دی نن په دې ولایت کې د ۶ ملیونه ډالرو په ارزښت د ۱۰ میګاواټه لمریزې برېښنا د تولید شبکې چارې پیل شوې چې شپږ میاشتو کې به یې چارې بشپړې شي.”

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

مهاجراباد | غني حسن

د ۲۰۱۹ تر اګست مخکې مې نیمروز کې دولتي ماموریت پیل سو، د دې لرغوني زرنج، زرنګیانه او سیستان د تمدن کیسې او حماسې...