سیاسی مشروعیت د حکومتولۍ هغه ډول دی چې اساس یې د قانون پر بنسټ ولاړ وي او کړنلاره یې خلکو ته شفاف او ښکاره وي. داسې حکومت چې ملت ته ځواب ورکوونکي وي او د ټول ملت لخوا پیژندل شوې وي.
د اسلامي علومو له نظره د مشروعیت معنې داسې کېږي چې یوه مسئله دیني اړخ او قانوني والی ولري.
خو په سیاسي علومو کې مشروعیت د (Legitimacy) کلیمي په معنې ده. یعنې هغه قانوني ارزښتونه چې یو نظام یې پر بنسټ رامنځته کېږي. د مشروعیت معنې او مفهوم له مخې، واکمنان حق لري چې پر خلکو واکمن شي او خلک باید د هغوی اطاعت وکړي.
یو دولت هغه وخت مشروع ګڼل کیږي چې کله یې خلک یا استازي داسې قوانین تصویب کړي چې د نړیوالو قوانینو څخه سرغړونه پکښې نه وي شوې، د نړۍ ملتونه هغه دولت په رسمیت وپیژني او ورسره ډیپلوماتیکې اړیکې ټینګوي. مانا دا چې، که یو هېواد په داخل او نړیواله کچه د حکومت کولو وړ او مستحق وبلل شو، مشروعیت یې تامین دی. یو مشروع حکومت کولاې شي ځواک، نفوذ او واک ولري. په داسې حالت کې، د حکومت ځواک تر ډېره د خلکو په باور، رضایت ولاړ وي، او هیڅ ډول زور یا جبر پکې نه وي.
په سیاسي علومو کې د مشروعیت اصطلاح د حکومتولي هغه سیستم ته اشاره کوي چې پکښې دولت خپل د نفوذ ساحه څرګندوي. هغه قانوني واک چې یو دولت او سیاسي رژیم اداره کوي ډیری وخت د واک د کارولو حق لري. په نړۍ کې د مشروع حکومت بڼو ته عصري حکومتولي ویل کیږي، چې د مطلق حاکمیت مخالف دی.
سیاسي مشروعیت
د حکومت کولو لپاره یو له اساسي شرایطو څخه ګڼل کیږي، پرته له مشروعیته د دولت قانوني اداری او جوړښتونه سقوط کوي. سیاسي مشروعیت په یو سیاسي حاکمیت او سیسټم کې د غړو اعضاوو ډله ایز رضایت، د سیاسي واک شتون او دوام په توګه تعریف کېږي. ددې تعریف پر بنا هر افغان حق لري چې د سیاسي نظام واک او اطاعت پرځان ومني. په دې توګه، د واک اطاعت یوه اخلاقي او منطقي موضوع ګرځي، او نور به د زور یا فشار کارولو ته اړتیا نه وي. په حقیقت کې، باید وویل شي چې سیاسي مشروعیت هغه پرمختګ دی چې په هغه کې ځواک په واک بدلیږي او سیاسي ځواک یو عقلاني ځانګړنه ترلاسه کوي. په پایله کې، د مشروع واکمنۍ او سیاسي مشروعیت ترمنځ یو بنسټیز اړیکه رامنځته کیږي. مشروع حکومتونه، د ملي قانون سربیره، یو شمیر نړیوال قوانین مني او د هغوی سره سم عمل کوي، کوم چې یو پرمختللې دولت رامنځته کوي.
د یو سیاسي نظام په چوکاټ کې یو دولت باید لاندې قوانینو ته درناوی ولري:
۱ـ د ژوند حقوق
۲ـ د بیان آزادي، اخبار او جریدې خپرول، راډیو او تلویزیوني نشرات
۳ـ د ښځو حقوق ازادي
۴ـ د کار حقوق
۵ـ اقتصادي ازادي
۶ـ د احزابو، مدني ټولنو او ټولنیزو سازمانونو ازادي
۷ـ د رای ورکولو او ټاکنو حق
۸ـ پرته له کوم تاوتریخوالۍ د نظم مدیریت او کنټرول
۹ـ ملي دولت
۱۰ـ حاکمیت
۱۱ـ مشروطیت
۱۲ـ د قدرت ویش
۱۳ـ مالیات
ټوله کې ویلای شو پیاوړۍ حکومتونه هغه دي چې ولسی مشروعیت او اساس ولري، هغه حکومتونه چې په کور دننه د خپلو خلکو لخوا منل شوی اوسي نړیوالو ته هم د منلو وړ دې. په یو پرمختللۍ دولت کې حکومت بشپړ واک لري چې د قانون په پلی کولو کې خپل ځواک وکاروي. د نظم او کنټرول انحصار یواځې د دولت کار دې او بل هیڅ ځواک نشي کولاې د دولت له اجازي پرته خپلواکي وچولي. یعنې دولت کولاې شي مجرمین وڅاري، محکمه کړي او سزا ورکړي.