جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهپاکستان، هندي دیپلومات ته؛ ۲۴ ساعتونو کې له پاکستانه ووځه

پاکستان، هندي دیپلومات ته؛ ۲۴ ساعتونو کې له پاکستانه ووځه

تاند【‏پنجشنبه د غبرګولي ـ جوزا لومړۍ】د پاکستان بهرنیو چارو وزارت اسلام اباد کې د هند د عالي کمېشنرۍ یوه کارکوونکي ته خبرداری ورکړی چې په ۲۴ ساعتونو کې له دغه هېواده ووځي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې پاکستان کې د هند سفارت چارسمبالي ته د دغې پرېکړې په تړاو ویل شوي چې یاد کس له خپل ډیپلوماټیک حالته ناسمه ګټه اخیستې ده.

پاکستان دغه راز هندي ډیپلوماټانو ته خبرداری ورکړی چې د خپل ډیپلوماټیک حالت ناسمه ګټه وانخلي.

دغه هندي دیپلومات په داسې مهال له پاکستاته ایستل کېږي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې د هند تر ولکې لاندې کشمیر وروستۍ پېښې پر سخت ترینګلې شوې دي.

د یادې پېښې پر سر دواړو هېوادونو وسله والې نښتې هم وکړې، چې دواړه لورو مالي او ځاني زیانونه ولیدل.

د وروستیو ترینګلو حالاتو له امله د پاکستان کورنی لیګ پي اس اېل او د هند لیګ آی پي اېل هم د نا امنیو له امله د یو څه وخت لپاره ځنډیدلي وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...