تاند【پنجشنبه د جوزا ـ غبرګولي لومړۍ】د طالبانو د کانونو او پټروليم وزارت سرپرست ملا هدايتالله بدري ايران ته د خپل سفر په ترڅ کې د اصفهان له والي او د اوسپنې د پروسس (فولاد مبارکه) له کارخونې ليدنه کړې.
سرچینه وايي، چې په دظ لیدنه کې د کاني زېرمو په برخه کې د ګډو همکاریو پر پیاوړتیا او دغه راز د افغانستان د کاني زېرمو په برخه کې پر پانګونې خبرې شوې دي.
دغه راز د اوسپنې د پروسس کارخونې رييس په افغانستان کې د کاني زېرمو په برخه کې پانګونې ته لېوالتيا ښودلې ده.
د طالبانو وزیر بدرې د دې شرکت رييس لېوالتيا ته هر کلی کړی او په يادو برخو کې ورسره د همکاريو ژمنه کړې ده.
بل لورته د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت سرپرست مولوي امير خان متقي، چين ته د خپل سفر په ترڅ کې د دې هېواد د پرمختيايي همکاريو د ادارې له رييس چن ژياؤډونګ سره کتلي دي.
د ياد وزارت د مطبوعاتو او عامه اړيکو رييس حافظ ضیاء احمد تکل وايي، په دې ناسته کې د افغانستان په بيا رغونه کې د چين د پرمختيايي پروژو او نورو دوه اړخيزو همکاريو په تړاو خبرې شوې دي.
متقي په دې ناسته کې د زراعت، انرژۍ او اوږد مهاله پروژو په برخه کې د افغانستان او چین تر منځ په نږدې همکاريو ټينګار کړی دی.
چن ژیاؤډونګ له افغانستان سره د صحت، انرژۍ، زراعت او ظرفیت جوړونې په برخه کې د همکاریو ژمنه کړې او تمه يې ښودلې، چې له افغانستان سره خپلو دوامدارو همکاریو ته ادامه ورکړي.