Homeخبرونهد بنګله دېش کرکټ ملي لوبغاړي، شکیب الحسن پر کور برید شوی

د بنګله دېش کرکټ ملي لوبغاړي، شکیب الحسن پر کور برید شوی

تاند (پنجشنبه د زمري ـ اسد ۱۵مه) بنګله‌دېشي پولیسو ویلي، چې د دغه هېواد د کرکټ ملي لوبډلې د پخواني کپتان شکیب الحسن پر کور یوې ډلې برید کړی دی.

دا پېښه د چهارشنبې په ورځ، وروسته له هغې رامنځته شوه، چې شکیب الحسن د بنګله‌دېش، د له واکه لرې شوې پخوانۍ لومړۍ وزیرې، شیخ حسینې په غونډه کې ګډون وکړ.

د پولیسو په وینا، برید کوونکو په ماګورا ښار کې د شکیب الحسن پر پلرني کور برید کړی.

دغه ښار د بنګله‌دېش له پلازمېنې ډاکا شاوخوا ۱۷۰ کیلومتره سوېل‌لوېدیځ ته موقعیت لري.

برید کوونکو د ودانۍ ښیښې ماتې کړي او دننه یې اور اچوونکي بمونه غورځولي، چې له امله یې د ودانۍ د پورتنۍ برخې یوه برخه سوزېدلې ده.

نړیوالو رسنیو، په ځانګړي ډول رویټرز، هم د دغه برید پخلی کړی او راپور یې ورکړی چې ودانۍ ته مالي زیانونه اوښتي دي.

پولیسو ټینګار کړی چې د برید پر مهال په کور کې هېڅوک نه وو موجود؛ له همدې امله په دې پېښه کې د مرګ‌ژوبلې یا ټپي کېدو راپور نه دی ورکړل شوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...