چهارشنبه, مې 8, 2024
Home+ندایه (!)؛ په رسمي او نارسمي لیکنو کې یې استعمال

ندایه (!)؛ په رسمي او نارسمي لیکنو کې یې استعمال

عصمت الله صالح ||

لیکنښې د ترافیکي اشارو غوندې معنا لري. یانې ترافیکي اشارې په ټوله نړۍ کې یوه معنا لري، مثلاً که د نړۍ د هر ښار په سړک د ترافیکو لخوا سره اشاره فعاله شوه، په دې معنا چې موټر به مخ ته نه ځي او د شنې اشارې په فعالېدو سره به د حرکت اجازه ورکول کېږي. په متن کې لیکنښې کټ مټ د ترافیکي اشارو غوندې دنده ترسره کوي، مازې لږ غَور پرې پکار دی.

ندایه (!) هغه لیکنښه ده چې د «غوسې، هېښتیا، ناهیلۍ، ناراحتۍ» پر مهال کارول کېږي.

لومړی څو بېلګې لیکم:

ــــ خالده، دلته راشه!

ــــ بشیره، ته خو هېڅ په خبره نه پوهېږې!

ــــ کاش معشوقه مې بېرته راشي!

ــــ نن ډېر ستړی یم!

پورته درې جملې د متکلم انسان څلور حالتونه څرګندوي.

اوس خو دا نښه (!) ډېره ساده شوه، خو نه، ساده نه ده. آسانه ځکه نه ده، چې په متن کې ډېرې داسې فقرې او جملې راځي چې په لیکلو سره یې رسمي او نارسمي لیکونه په سختۍ بېلېږي او لیکوال د دې نښې (!) په استعمال کې شعوري او ناشعوري خطا کوي.

تحلیل لیکم:

تاسو به ډېر داسې متنونه لوستي وي، چې ندایه به پکې ناسمه کارېدلې وي، خو تاسو به یې د صحت او ناصحت په اړه ځکه پرېکړه نه شئ کولای، چې د هغه متن پر رسمي او نارسمي اړخ به مو سر سم نه وي خلاص شوی.

وګورئ، لنډ یې لیکم: رسمي لیکونه هغه دي چې رسمي بڼه ولري، مهمه نه ده که هغه کتاب وي؛ معتبر سایټ او یا د شپونکي په قلم لیکل شوي وي. او نارسمي هغه بیا نارسمي بڼه لري، چې تر ټولو ساده مثال یې په اوس وخت کې د پيغامونو هغه جملې دي، چې د یوې موضوع په اړه چټک پوهاوی پرې کېږي. [نور غَور تاسو پرې کوئ]

اوس یې په رسمي او نارسمي لیکونو کې د استعمال ځینې لنډ ځایونه لیکم:

۱ – په رسمي لیک کې له دریو (۳) زیاتې ندایې نه لیکل کېږي، مثلاً [ته څومره ساده انسان یې!!!] [یاره نن سخت ټوک ټوک یم!!!] [کاش معشوقه مې د زړه غږ واوري او بېرته راشي!!!] او داسې نورې جملې.

خو په نارسمي لیکونو کې تر لسو هم زیاتې ندایې کارولی شو، مثلاً چا ته پيغام لېږئ [بل ځل له ما سره ونه غږېږې!!!!!!!!] [پوښتنه مه کوه، د هېواد خراب وضعیت بد ګنګس کړی یم!!!!!!!] او داسې نورې جملې.

۲ – ډېر ځله د ندایې او سوالیې دواړو اړتیا پېښېږي، نو په رسمي لیکونو کې پکار ده چې لومړی ندایه (!) او بیا سوالیه (؟) راوړل شي، مثلاً [چې د هېواد روان وضعیت به کله سم شي!؟] [کورونا وایروس په یوه ورځ کې دومره کسان مړه کړي!؟] او…

خو په نارسمي لیکونو کې مهمه نه ده، که سوالیه تر مخ شي یا ندایه لومړی ولیکل شي، مثلاً په پورته جملو کې یې مخته او وروسته کړئ.

۳ – په یوه بشپړه جمله کې د نابشپړو جملو او یا کلمو وروسته هېڅکله ندایه (!) نه لیکل کېږي، بلکې د بشپړې جملې په پای کې د هغو جملو/ کلمو شمېر ته په کتو ۱، ۲، ۳ لیکل کېږي، مثلاً [کاش، زه هم پر تا ګران وای!] [نه، دا خبره دې نه منم!] او داسې نورې جملې.

خو په نارسمي لیکونو کې مهمه نه ده، که هر ډول ولیکل شي، مثلاً [کاش! زه هم پر تا ګران وای.] [نه! دا خبره دې نه منم] او داسې نورې جملې.

پورته کوچنی تحلیل پر دې نښه (!) د بحث لومړۍ برخه ده. وروستۍ برخه به یې بیا ولولو. خو اوس د هغوی خوښه چې څه وخت خپلې لیکنې رسمي کوي او خپل قلم له نارسمي کرښو ژغوري.

 ۴ – ندایه (!) د جملې په منځ کې:

دلته لومړی یوه بېلګه لیکم:

ـــ شېرزی صاحب یو ښه سیاستمدار (!) دی.

ندایه (!) د جملې په منځ کې یوازې یو ځای او هغه وخت کارېدای شي، چې د لیکوال موخه تمسخر وي، معنا په لوی لاس د صفت تغییرول. یانې یوه عادي کس ته د لوی کس خطاب کول.

دا ډېر لوی بحث دی، که لږ یې اوږد کړو، ډېرې بېلګې یې په هنري ادبیاتو کې هم موندلای شو، مبالغه (اغراق، غلو او…)

تنګه خوله یې په مثال د مېږي سترګه

نه غلط شوم چې مثال یې لا پیدا دی

خو خیر هغه بیا د دې بحث جلا شاخونه او څانګې دي، ګېني هسې خو ټول علوم، یو ډول نه یو ډول سره تړلي دي. [که داسې نه ده؟]

راځو دېته چې د جملې په منځ کې له هغې کلمې وروسته کارېدونکې ندایه باید د لیندۍ «(!)» په دننه کې ولیکل شي، خو د ندایې او لیندۍ ترمنځ به واټن نه وي، لکه ( !) یا (! ). نو سمه بڼه یې داسې ده: (!).

بله دا چې د جملې په دننه کې له یوې کلمې وروسته د راغلې ندایې لیندۍ باید له ټاکلې/ مخکنۍ او ورپسې کلمې سره یو بشپړ واټن ولري، لکه […یو ښه سیاستمدار (!) دی.] یانې د «سیاستمدار» او «دی» سره یو بشپړ واټن لري. نو داسې به نه لیکل کېږي، لکه: […یو ښه سیاستمدار(!) دی.] یا […یو ښه سیاستمدار(!)دی.] یا هم […یو ښه سیاستمدار (!)دی.]

نو دا په متن کې هغه تخنیکي مسایل دي، چې که د لیکلو پر وخت پام ورته وشي، نو له شک‌پرته چې جمله پرې خوندوره کېږي؛ مفهوم آسانه ترې اخیستل کېږي او لوستونکی د لوستلو پر مهال نه ستړی کوي.


د لیکوال نورې لیکنې:

د سمیکولن (؛) استعمال | عصمت الله صالح ‎

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب