دوشنبه, مې 20, 2024
Home+آی پي اېل:پنجاب ، بېنګلور ته په ۳۵ منډو ماتې ورکړه

آی پي اېل:پنجاب ، بېنګلور ته په ۳۵ منډو ماتې ورکړه

تاند( شنبه، د ثور ۱۱مه) د هند د سوداګریزو لوبو په ۲۶ مه لوبه کې پنجاب کېنګز رایل چلینجر بېنګلور لوبډلې ته په ۳۵ منډو ماتې ورکړه.

په دې لوبه کې بېنګلور پچه وګټله او پنجاب ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه.

پنجاب لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو ۱۷۹ منډې وکړې.

راهول ۹۱ ناسوځېدلې، کریس ګېل ۴۶ او هرپریت ۲۵ ناسوځېدلې منډې وکړې.

بېنګلور لپاره بیا جیمیسن  ۲تر نورو توپ اچوونکو ډېر لوبغاړي وسوځول.

بېنګلور لوبډله ونه توانېده ټاکل شوی هدف پوره او د ۸ لوبغاړو په سوځېدو یې یواځې ۱۴۵ منډې جوړې کړې او لوبه یې بایلوده.

کوهلي ۳۵، راجت پتیدار ۳۱ او هرشل پټیل ۳۱ منډې وکړې.

پنجاب لپاره په توپ اچونه کې هرپت برر ۳ بشنو ۲ لوبغاړي وسوځول.

د یادونې ده، چې نن  د ای پي اېل ۲۷مه لوبه د چینای سوپر کېنګز او ممبی انډینز لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب