سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeخبرونهامریکا، روسیې، چین او پاکستان د افغان سولې په اړه خبرې وکړې

امریکا، روسیې، چین او پاکستان د افغان سولې په اړه خبرې وکړې

تاند ( شنبه، د غویی ۱۱ مه )  د قطر په پلازمېنه دوحه کې د روسیې، امریکا، چین او پاکستان استازو د افغان سولې په تړاو ناسته کړې ده.

په دغه ناسته کې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد، د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف او د چین او پاکستان استازو ګډون درلود.

د امریکا، روسیې، چین او پاکستان استازو ترمنځ دا ناسته چې د “اېکسټېنډر ترویکا” په نوم هم یادیږي، په ترڅ کې یې د افغانستان د سولې پروسې او په دې پروسه کې د سیمې د هیوادونو د رول په هکله خبرې وشوې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې په دې ناسته کې په دوحه کې د بین الاافغاني مذاکراتو پر چټکتیا، دایمي اوربند او دغه راز د خبرو له لارې پر جوړجاړي بحث او ټینګار وشو.

اعلامیه زیاتوي: ”د ترویکا پلس غړو هیوادونو استازو د افغانستان د سولې له پر بهیر څخه خپل ملاتړ یو ځل بیا اعلان کړ او د افغانانو ترمنځ د سولې پروسې د ګړندي کولو غوښتنه یې وکړه. ”

په اعلامیه کې راغلي چې د ترویکا غړیو هېوادونو امریکا، روسیې، چین او د پاکستان استازو په دوحه کې د کوربه هېواد  قطر له استازو سربېره د افغان حکومت او طالبانو له مرکچي پلاویو سره هم د افغان سولې په اړه خبرې کړي دي.

اعلامیه کې راغلي چې ټول دا مني چې د افغانستان جګړه پوځي حل نه لري نو اړینه ده چې دا جګړه د خبرو له لارې حل شي.

اعلامیه زیاتوي چې امریکا او ناټو به د خپلو پوځیانو د وتلو له اعلان سره سم په اعلان شوې نېټه له افغانستانه وځي او دا وتل به یې په مسوولانه ډول ترسره شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه دغه راز زیاتوي چې په غونډه کې تمه څرګنده شوې چې طالبان به خپلې ژمنې پوره کوي، تاوتریخوالی به کموي، له افغان حکومت سره به د خبرو له لارې جوړجاړي ته رسیږي او دا اجازه به نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې دې نړیوالو ته خطر متوجې شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه کې دغه راز راغلي چې په غونډه کې د ازاد، خپلواکه، متحد، جمهوري، بې پلوه، او داسې  افغانستان ملاتړ وشو چې د هر ډول ترهګرو له شتونه پاک وي.

دا په داسې حال کې ده چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو د نېټې تر اعلان وروسته طالبانو په ولایاتو کې جګړه سخته کړې او په ترڅ کې یې تېره شپه هم د لوګر په پولې علم کې د طالبانو له خوا موټر بم برید شوی چې په ترڅ کې یې تر دا مهاله د ۳۰ کسانو د  و‎ژل کېدو او دغه راز له ۶۰ ډېرو د ټپیانېدو راپورونه ورکړل شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب