شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهولسمشر غني :طالبان د خدای او افغان ولس پر وړاندې د لوګر...

ولسمشر غني :طالبان د خدای او افغان ولس پر وړاندې د لوګر د پېښې مسوول دي

تاند ( شنبه، د ثور ۱۱مه) ارګ په یوه خبرپاڼه کې وایي،چې ولسمشر غني لوګر کې د تېر ماښام بريد غندلی او د دې پېښې مسوولان یې طالبان بللي دي.

ولسمشرغني ویلي:« طالبان د روژې پخه مبارکه مياشت کې هم د خلکو له وژلو او عام المنفعه تاسيساتو ته له زيان اړولو لاس نه اخلي.

هغه ویلي طالبان د دې ناروا جګړې په دوام نه يوازې دا چې د اوسني بحران د سوله یيز حل اراده نلري بلکې په داسې کړنو  سره غواړي د سولې دا فرصت له منځه یوسي.

په ورته وخت کې پخواني ولسمشرحامد کرزي هم د لوګر ولايت پل علم ښار کې بريد غندلی او دا يې د افغانستان د سولې د دښمنانو دسيسه بللې ده.

کرزي په جگړه کې له افغاني ښکیلو خواوو غوښتي، چی د هیواد په خلاف د پرديو دسیسو ته پام وکړي او د سولې  پروسه دې ګړندۍ کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېرماښام د لوګر په مرکز پل علم ښار کې د روژه ماتي پر مهال موټر بم چاودنه وشوه.

د لوګر د ولایتي شورا رییس حسیب ستانکزی وایي، ځانمرګی برید ملکي روغتون ته څېرمه د ولایتي شورا د پخواني غړي عبدالولي وکیل په پخواني کور کې شوی دی.

ستانکزی وایی په دې برید کې تر ۳۰ زیات کسان وژل شوي او شاوخوا ۱۰۰ نور ټپیان شوي دي.

بل لورته بیا د والي ویاند دیدار لونګ وايي، چې په یاده پېښه کې  ۱۷ تنه وژل شوي او ۹۱ نور ټپيان دي.

لونګ زیاته کړه، چې په دې برید کې ملکي روغتون او نږدې ودانیو ته سخت زیان اوښتی او ډیری خلک تر خاورو لاندې دي.

خو د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وایي، چې تر اوسه له یادې پيښې ۲۱ جسدونه او ۹۱ ټپیان روغتونونو ته لیږدول شوي دي.

د ځايي خلکو په خبره په دې برید کې ډېری هغه کسان وژل شوي، چې مرکز پل عالم ته د کانکور په ازموینه کې د ګډون په موخه راغلي وو.

دې پېښې په ټولنیزو رسنیو کې هم سخت غبرګونونه را پورته کړي دي.

د ټولنیزو رسنیو افغان کاروونکي وایي، دا ډول پېښې په هېڅ قانون کې نشته او یواځې افغان وژنه ده بس.

دوی د جګړې له ښکېلو لوریو غوښتنه کړې، چې د روژې مبارکې میاشتې په خاطر دې نور اوربند وکړي.

 د دې برید مسوولیت تر اوسه چا په غاړه نه دی اخیستی او نه هم وسله والو طالبانو د ولسمشر غني د خبرو په غبرګون کې څه ویلي دي.

6 COMMENTS

  1. هغه کسان چه دوه کلن ماشومان دطالبانو په نامه وژنی هغه باید خپل ضایعات نرغوندی ومنی. ملت پوهیږی او داسی خبری دسیکیولر افراطیانو دمورال لپاره ښی ښکاری.

  2. حکومت ته زما مشوره
    دوی په لوګر کې ۳۰ انسانان شهیدان کړل، تاسو له پلچرخي یا بګرام نه ۹۰ طالب بندیان راوباسئ اول یې لوڅ لپړ کړئ، د هر یوه په شا کې یوه ډنډه ومنډئ او بیا یې اعدام کړئ.
    د هر افغان ذ وژلو په مقابل کې ۳ طالبان ووژنئ. تاسو یې بیا نتیجه وګورئ.
    د کندهار قهرمان قوماندان عبدارازق خپلو کسانو ته ویلي و چې طالب ژوندی مه راولئ، چې ومو نیوه همالته یې مردار کړئ. د رازق دا تاکتیک ډیر کامیاب و او طالبان یې د کندهار له اکثرو سیمو نه پاک کړي وو.
    وحیدالله پیرخېل

  3. نویداحمد څرک

    د طالبانو یو شمېر قومندانانو په یو لیک کې د کویټې شورا ته لیکلي چې ځینو سیمو کې د جګړې لیکو ته کم عمره تنکي ځوانان جذب کیږي او بیا ترې قومندانان او مشران د جنسي غریضې د سړولو لپاره کار اخلي.

    د طالبانو په لیکو کې د لواطت اندیښنې له پخوا وې، خو دا ډله نه ده توانیدلې چې د دې اخلاقي فساد مخه ونیسي.

    هغه لیک چې کویټې شورا ته لیږل شوی او لیک شوی دی، پکې راغلي چې د لواطت کیسې د طالبانو په لیکو کې اوج ته رسیدلي او پکار ده چې د کویټې شورا له دې وضعیت څخه د وتلو لپاره یو اقدام وکړي.

    خو د کویټې شورا د دې لیک په ځواب کې ویلي چې د جګړې لیکو ته د کم عمره ځوانانو جذبول د امارت په ګټه دي او هیڅکله به د دې اخلاقي فساد د مخنیوي لپاره ګام پورته نه شي.

    د طالبانو مشران د جګړې په لیکو کې د کم عمره ځوانانو جذبول د امارت په ګټه یادوي او دا اخلاقي فساد په دوه دلایلو توجیه کوي.

    لومړی دا چې طالب مشران پوهیږي چې کم عمره ځوانان په اسانۍ سره فریب خوړلی شي او سختو ورځو او سختو جنګونو ته تیاری نیولی شي.

    دویم دا چې کله کم عمره ځوانان د جګړې لیکو ته جذب شي، بیا د زیات عمر کسان د جګړې سنګرونو ته ډير ځي او له دې هلکانو سره جنسي غریضه مشبوع کوي.

    د دې تر څنګ بل دلیل یې دا یادوي چې د کم عمره ځوانانو حضور د جګړې په لیکو کې دا ګټه کوي چې د دوی د زیات عمر طالبان او قومندانان بیا ژر ژر کورونو ته نه ځي او ډير وخت په جګړه کې پاتې کیږي.

    د بشر حقونو کمېسیون او نړیوالو ادارو هم څو څو ځله په دې تړاو اندیښنې ښودلې چې د طالبانو په لیکو کې کم عمره ځوانان جذب کیږي او په دې تړاو مستند عکسونه او ویډیوګانې شته دی.

    حتا ځینې داسې موارد هم شته چې د طالبانو په لیکو کې د لواطت ویډیوګانې شوي، عکسونه اخیستل شوي او ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي دي.

    نو هغه کورنۍ چې کم عمره د کورنۍ غړي یې د طالبانو په لیکو کې دي، باید له دې لیکو یې راوګرځوي، ځکه هلته یې د اسلام او جهاد په نوم جذب کړي، خو اصل کې نوره کیسه دا ده چې طالب قومندانان ورسره جنسي اړیکې نیسي.

    اوس د کویټې شورا په همدې تصمیم نیولی چې کم عمره ځوانان دې لیکو کې وي او که د جګړې په لیکو کې د دې عمر کسانو مخه ونیول شي، نو بیا یې د جګړې په لیکو کې کسان کمیږي او نه شي کولی چې ډله ییز بریدونه وکړي.

  4. ملا ګوداګیه، د پلار او مور او د انسان په دسترخوان لوی شوی کس خو په قران که داسې یو پلید عمل تائید کړي. نه پوهېږم چې ته چېرې لوی شوی یې. له عقدې دې داسې ښکاري چې تا به کله هم پلار، مور، خور، ورور، خپلوان یا عزیزان درلودلي یي. دا د انسان عمل نه دی او نه یې سالم انسان او مسلمان منلی شي. ځانته ضرور د لیونتوب تعویذ واخله، زه ضمانت کوم چې تداوی دې د ډاکتران له وسه وچته ده.لعنت په شياطینو او د ابلیس په اولادو او نماینده ګانو.

  5. طالب یو غیر اسلامي او غیر افغاني تروریستي سازمان دی. د دوی هېڅ عمل له اسلام سره مطابقت نه لري . د دوی هر عمل د مرتددو پنجابیانو سره همږغی دی . په تېر یوه کال کې دوی په اثبات ورسوله چې له 49 خارجي دولتونو سره کومه ستونزه نه لري ، د هغوی نظامي اډې یې ورته وساتلې . نظامي کاروانونه یې بدرګه او په وسایطو یې پیره هم وکړه . خود افغان اسلامي جمهوریت او مسلمانانو ، خصوصا د پښتنو اصلي دښمنان همدوی دي . په بې وسلې ملکي خلکو حمله کول د پنجابسپيو ویاړ دی .
    ښه به دا وي چې د مجاهد پرځای منافق او خوارج لقب ځان ته اختیار کړي .

  6. د لوي شیطان ابلیس اولاد چې له ماشومتوبه مفعول وو اود ملایانو جنسي تنده یې ماته کړې ، که څه هم لاتر اوسه یې د لواطت وخت ندی پوره شوي ، د خپل مظلومیت او مفعولیت عقدې دومره ذلیله کړی چې اوس یې د خپل پنجابي بادار په امر د مظلومو افغانانو وژلو ته مټې را نغښتي دي .
    آیا ته لعنتي خرمرګي ټالب پدې پوهېږي چې الله تعالی د بېګناه انسان وژل حرام ګرځولي دي او عمدي قاتل ته تر ټولو سخته سزا مقرره کړېده :
    وَمَن يَقْتُلْ مُؤْمِنًا مُّتَعَمِّدًا فَجَزَاؤُهُ جَهَنَّمُ خَالِدًا فِيهَا وَغَضِبَ اللَّهُ عَلَيْهِ وَلَعَنَهُ وَأَعَدَّ لَهُ عَذَابًا عَظِيمًا
    – سورة النساء – الآية 93
    د الله تعالی لعنت دې وي پر تا طالبه او د تا په ملاتړو باندې .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب