شنبه, مې 4, 2024
Homeخبرونهله نن وروسته به طالبان پر بهرنیانو بریدونه پیل کړي؟

له نن وروسته به طالبان پر بهرنیانو بریدونه پیل کړي؟

تاند(شنبه، د ثور۱۱) نن د مې لومړۍ هغه نېټه ده چې د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ادارې او طالبانو د اتلس میاشتنیو خبرو په نتیجه کې د دوحې موافقه لاسلیک شوه او پر اساس یې ټول بهرني پوځیان باید په دې ورځ له افغانستانه وتلي وای.

که څه هم اکثره امریکايي پوځیان وتلي خو د پاتې ۲۵۰۰ پاتې پوځیانو د وتلو لپاره د سپټمبر یوولسمه نوې نېټه ټاکل شوې ده چې په امریکا کې د تروریستي حملو له شلمې کالیزې سره برابرېږي.

د براون پوهنتون د جګړې د بیې د پروژې (Cost of War Project) پر اساس په تېرو شلو کلونو کې ۴۷ زره ۲۴۵ ملکي افغانان وژل شوي دي.

په دې راپور کې چې له ۲۰۰۱ څخه د سږ کال د اپریل تر نیمايي پورې د مرګ ژوبلو شمېرې پکې ګڼل شوي، ویل شوي چې د قطر له خبرو وروسته د ملکیانو مرګ ژوبله لا ډېره شوې ده.

په دې راپور کې یادونه شوې چې په یاده موده کې ۷۲ ژورنالیستان او ۴۴۴ مرستندویان وژل شوي دي.

براون پوهنتون وايي، د افغانستان حکومت که څه هم د خپلو امنیتي ځواکونو د تلفاتو دقیق شمېر نه څرګندوي خو د دوی د معلوماتو پر اساس د ۶۶ زره او ۶۹ زرو ترمنځ سرتېري او پولیس وژل شوي دي.

د ملګروملتو له راپور سره سم، دې شل کلنې جګړې ۲ ملیونه او ۷ لکه افغانان اړ کړي چې له هیواده بهر په تېره بیا ایران، پاکستان او اروپا ته کډوال شي. ۴ ملیونه نور په خپل هیواد کې دننه بې ځایه شوي دي.

په همدې منځ کې د پنتاګون د معلوماتو له مخې، ۲۴۴۲ امریکايي پوځیان وژل شوي او ۲۰۶۶۶ژوبل شوي دي.

همداراز اټکل کېږي چې ۳۸۰۰ خصوصي امنیتي قراردادي ځواکونه به وژل شوي وي. پنتاګون د هغو شمېر نه ثبتوي.

د آی کژولټي ویبپاڼې له مخې، د افغانستان په شل کلنه جګړه کې د ناټو د ۴۰ غړیو هیوادونو ۱۱۴۴ پوځیان وژل شوي دي.

اسوشیتید پریس خبري اژانس د براون پوهنتون د تحقیق له مخې وايي چې د افغانستان پر شل کلنه جګړه د امریکا متحدو ایالتونو ۲ اعشاریه ۲۶ تریلیون ډالره لګولي دي.

طالبانو مخکې ویلي و چې د مې له لومړۍ وروسته د امریکايي پوخیانو پاتې کېدل د ۲۰۲۰ د فبرروۍ د ۲۹ نېټې د دوحې د موافقې سرغړونه ده او د هر راز عواقبو مسوولیت د موافقې د سرغړوونکو په غاړه ده. دې ډلې په ضمني ډول خبرداري ورکړی و چې د مې له لومړۍ وروسته ممکن پر امریکاليي او نورو بهرنیو پوځیانمو حملې له سره پیل کړي.

طالبانو د ۲۰۲۰ د فبرورۍ له ۲۹ نېټې وروسته پر بهرنیو پوځیانو حملې درولې وې خو د هغو پر ځای یې پر افغان ځواکونو بریدونه زیات کړي دي.

پرون لوېدیځو سرچینو افشا کړه چې طالبانو په تېر نژدې یو نیم کال کې د امریکايي او ناټو پوخیانو د اډو ساتنه کوله.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب