۱۸
د کابل پر لوړه سړه کلا د سړې څلې وږمه ولګېده، شاه له ځانه تود پټو را تاو کړ او لمرخاته ډډې کوټې ته ننوت، په زړه یې ساړه ننوتي وو، خپلو کسانو ته یې مخ واړاوه:
ـ قافله برابروئ چې د پېښور لوړې کلا ته ځو.
شاه ته له پخوانیو دا روایت پاتې و چې ژمی به یې د پېښور لوړې کلا ته خپل شاهانه خوبونه وړل. قافله تیاره شوه، پر اوښانو کډې وتړل شول او شاه ته پر آسونو تخت کېښودل شو. قافله لا د سهراب د آس ځغلولو میدان ته نږدې شوې نه وه چې د محمد خان کډه هم پر اوښانو بار شوې وه او آسونه یې زین ولاړ وو. د شاه قافله ور ورسېده، د محمد خان د قافلې بې شماره اوښان او آسونه هم تګ ته ولاړ وو. کله چې د ناظر ګلشاه سترګې د شاه په قافلې ولګېدې؛ نو په منډه یې ځان خان ته ورساوه:
ـ خانه! د شاه قافله را روانه ده.
خان سمدستي ور ووت، ګوري چې د شاه قافله د ده د کلا خوا ته را روانه ده او مخ په لمر ځي. د پګړۍ ولونه یې تازه کړل، په ږیره یې لاس تېر او څادر یې له ځانه را تاو کړ، د شاه قافله چې ور ورسېده؛ نو شاه ګوري چې تر ده وړاندې یوه بله اوږده قافله هم ولاړه ده، پر خپلو خلکو یې غږ وکړ:
ـ دا قافله د چا ده، کوم بل شاه پیدا شوی، که څنګه؟
کسانو یې خان پېژانده؛ نو ور ته یې وویل:
ـ حضور مبارک! دا قافله د خان محمد خان ده، هغه هم ژمی لغمان ته کډه کوي.
شاه ودرېد، خان یې مخې ته ورغی، روغبړ او درناوی یې وکړ، شاه له تخت روانه پر خان غږ وکړ:
ـ خانه! منم دې، رښتیا هم چې خان یې! او نه یوازې خان یې، باسلیقه انسان یې!
خان موسکی شو:
ـ صاحبه ته شاه یې، تا ته نشو رسېدلی.
ـ زه شاه یم؛ خو خان نه. شاهي دوه ورځې وي او د خانۍ ډیوه تل بله وي. ستا د خانۍ د ډیوې رڼا به زموږ نسلونو ته را رسي.
خان د شاه په دې خبره سوچ کې لاړ چې دا خو هغه ارمان او خبره ده چې زما په زړه کې ګرځي او خوب ګورم چې زما د کاله یوه ډیوه به د افغان شاهي بڼ ودانۍ رڼوي؛ نو دا شاه څنګه خبره شو، دا لکه بزرګ. بیا یې له ځانه سره وویل:
ـ یاره! دا قزلباش عجیبه خلک دي، دا خبره ورته حتمي هغوی په غوږ کې ايښې ده؛ خو ځه خدای پاک دې زما دا ارمان پوره کړي.
بیا یې شاه ته د سبناري ست سلا وکړه، شاه ور ته وویل:
ـ زه پوهېږم چې هر څه درکره پرېمانه دي، کیسې دې را ته شوي دي؛ خو مزل را تر غاړې دی.
د شاه قافله روانه شوه او چې څنګه له سترګو پناه شوه؛ نو د خان آس کړی زین هم وترپېد.
۱۹
شاه نهه ویشت کاله د لوړې سړې ماڼۍ په لوړه سړه کوټه او لوړې سرې ماڼۍ په توده کوټه کې د ژوند پر رنګینه بستره د زلفو تر سیوري لاندې خوب وکړ. د سپینو لېچو پر شرنګ به را ویښېده او د خوند کیسې به یې له سرو شونډو اورېدې. شاه د کابل ځمکه رنګینه کړه او هرې ډډې یې خلک ورته را وبلل، د کابل پر ځمکه یې د هر چا د پښو خاوره وشیندله، له دې خاورې رنګارنګ ګلان را وټوکېدل، کابل د ښایستونو او رنګونو کوربه شو؛ خو د شاه د ژوند پاڼه ورو ـ ورو زېړېده. مخلوق به د شاه پوښتنې ته ور مات و، د لوړې کلا دېوالونو د خاموشۍ په ټال زنګل.
محمد خان هم له خپل زوی محمد امین سره د شاه پوښتنې ته لاړ او بیا په چيندولو کې د قزلباشو مېلمه شو. له شاه سره د قزلباشو مینه په دې هم زیاته وه چې شاه پکې خپلوي کړې وه، قزلباشانو د شاه په دربار کې د ژوند او ارام ساه واخيسته.
دا وخت محمد خان د سهاکو په کلا کې له خپلو بچیانو او سړو سره اړولي وو. له دربار او قزلباشانو سره یې راشه درشه پالـله.
د محمد خان د جاګیردارۍ پر دسترخان به همدا یوه خبره ډېره کېدله چې د تېمور شاه په شاهي بڼ کې به یوه ورځ د منجمې د بلبلې غږ انګازې وکړي، پر دې غږ به عالمونه راټول شي، دا سندریز غږ به د خپلو سندرو په شور د ژوند او خوند فضا وغوړوي، اوبه به د ژوند ډیوې بلې کړي. دا بلبله د الینګار د مست او څپاند سین هغه مرغلره ده چې وړانګې به یې (د دېوالونو غوږونه دې کاڼه وي) غرونه او کلاګانې رڼوي.
د محمد خان پر دسترخان دا خبره هم کېده چې تېمور شاه ته خو خلک په غوسه دي چې ولې یې کابل ته تخت را ولېږداوه؛ خو د تېمور شاه رنګین، شاهانه ذهن او د زړه مستۍ دا غوښته چې کابل او پېښور وپالي، په دې کار سره ده د کابل او پېښور ترمنځ اړیکې نورې هم ژوندۍ کړې.
د تېمور شاه په سترګو کې وروستۍ سلګۍ وې، له هرې خوا پرې خلک را مات وو؛ خو تقدیر ګوره چې دی له لوړې سرې سړې کلا تازه راغلی و، د لوړې سړې کلا په لوړه خونه کې یې د ژوند پور پرې کړ. د ده پر مرګ روحانیون، میا وملا را ټول شول او دی یې په ډېر درنښت د کابل سین ته څېرمه په یوه باغ کې ښخ کړ.
د ده تخته لا لمده وه چې یوه شپه یې زوی شاه زمان د چيندولو روحاني مشر ته ورغی او ور ته ودرېد:
ـ مشره مبارکه! دا چې سبا خلک را ټولېږي او ما ته بیا د شاهۍ پګړۍ تړي؛ نو غوره را ته دا وبرېښېده چې ته په خپلو مبارکو ګوتو زما پر سر دا پګړۍ وتړې.
د چيندولو روحاني مشر پګړۍ واخيسته او د شاه زمان پر سر یې ول ـ ول تاو او د بریالیتوب دعا یې ور ته وکړه.
د شاه زمان تر پښو لاندې ځمکه نڅېده، ځان یې لوړې کلا ته ورساوه، د روحاني مشر په ګوتو تړلې پګړۍ یې په یوه لوړ تاخ کې کېښوده.
په سبا ډلې ـ ډلې مشایخ، روحانیون او قومي سپینږیري لوړې کلا ته ور مات شوو، دوی په تمه وو چې تر ډوډۍ خوړلو له مخه به شاه زمان ته د مشرۍ پګړۍ پر سر ږدي، هر یو دا هڅه کوله چې ځان شاه زمان ته نږدې کړي او د پګړۍ تړلو ویاړ یې په برخه شي، ګوندې بیا پرې سبا شاه زمان لوریېنه هم وکړي. د مشرۍ پګړۍ تړل زور هم غوښت، ځینو له دې کاره ډډه کوله، هسې نه چې د قدرت پر سر د وروڼو تر منځ جنګ جدال جوړ شي، منځ کې به یې هغه څوک دل شي چې شاه ته یې پګړۍ تړلې وه، پګړۍ به ورته بیا لویه مساله وي؛ خو ځینې بیا په دې ډب وغپ نه وو، شاه زمان چې د مشرانو سترګو ته وکتل؛ نو غږ یې پرې وکړ:
ـ درنو مشرانو! تاسې ښه راغلئ! ډوډۍ تیاره ده، ډوډۍ به وخورو، پاتې شوه د پګړۍ خبره.
په دې وخت کې مشران ترهېدلي شول او یو بل یې په سترګو کې سره پوه کړل، لکه چې خبره ورانه ده؛ نو سره وښورېدل، شاه زمان لا خبره نه وه تمامه کړې؛ خو خلک ترهېدلي شوو، شاه زمان بیا غاړه تازه کړه، دې وخت کې مشرانو سر وښوراوه چې څه خبره شته! شاه زمان را وړاندې شو او به په غوړ ستوني یې دا غږ وکړ:
ـ مشرانو! زه بېګاه د چیندولو روحاني مشر ته ورغلی وم.
دې وخت کې یې لږه ساه واخيسته، مشرانو یو بل ته غلي ـ غلي وکتل، سر یې وښوراوه لکه چې د چیندولو روحاني مشر دی له مشرۍ منع کړی دی، ځکه پګړۍ ورسره نشته، شاه زمان له ساه اخيستو وروسته د دوی د انتظار شېبه را لنډه کړه او ورته یې وویل:
ـ نو مشرانو! هغه زما پر سر پګړۍ وتړله، مقصد دا کار تمام شوی دی، تاسې یوازې را ته دعا وکړئ. ټولو په جمعه دعا وکړه. شاه زمان د خپل ورور پر تخت کېناست او شاهانه پګړۍ یې پر سر کېښوده.
محمد خان چې د تېمور شاه دربار ته نږدې و او بل دی یې په فرمان جاګیردار ټاکلی و؛ نو سودا یې وه چې شاه زمان به اوس له ده سره څه کوي؟
شاه زمان د محمد خان له جاګیردارۍ او خانۍ خبر و؛ نو پرې غږ یې وکړ:
ـ محمد خانه! لوی خان او جاګیردار یې، ته زما ښي لاس یې، ستا د پګړۍ په ولونو به دا وطن زرغونېږي او رڼېږي، ستا له نغري نه به زما د پلار په وینا د مرغلرې رڼا را پورته کېږي او د هغې د مخ رنګونه به ددې وطن عزت وي، نو: جاګیرداري دې مبارک شه!!
محمد خان اوږده ساه واخيسته.
۲۰
شاه زمان د لوړې سینګار شوې کلا په کوټو کې ګرد ګرځېده، شاوخوا خلک پرې رامات وو، ګڼه ګوڼه زیاته وه، دی لا د کابل د تخت په خوند سم نه و پوه شوی چې سړه څېله پرې را والوته.
محمد خان خپلو خلکو ته وینا وکړه چې پر اوښانو کډه باروئ او آسونه تیار زین کړئ. د ده کسانو قافله تړله چې یوه ورځ محمد خان له خپلو څو کسانو او زوی محمد امین خان سره د شاه زمان دربار ته لاړل، دربار همغسې له خلکو ډک و، قزلبشان پر ځای وو، هغوی چې محمد خان ولید؛ نو سترګې یې رڼې شوې او په منډه ـ منډه یې دی شاه زمان ته بوت، شاه زمان دا وخت د لوړې سړې کلا په لوړه کوټه کې ناست و او افغان شاهي بڼ ته یې کتل. خدمتګار یې ورته د محمد خان د راتګ خبر ورکړ، شاه زمان له ځایه پاڅېد او محمد خان یې په غېږ کې ونیو. ورته یې وویل:
ـ خانه! زه ستا په خانۍ او جاګیردارۍ ښه خبر یم، ته یوه مېړه انسان یې! ستا هڅه به دا وي چې زما ملا ټینګه وتړې او را سره اوسې.
محمد خان په وروځو لاس تېر کړ:
ـ ته اوس شاه یې، ستا امر واجب دی.
شاه چې د محمد خان لویۍ ته وکتل؛ نو ورته یې مخ واړاوه:
ـ ما خو د ګڼو خلکو مخ کې وویل او اوس یې هم وایم چې ته د لغمان جاګیر وې او یې به، که خدای مکړه ته نه وې؛ نو بیا به دې زوی وي. زه ستا په مخ کې د دې وطن رڼايي ګورم.
خان ورته موسکی شو:
ـ زه تل دا خوب ګورم چې په افغان شاهي بڼ کې به یوه ورځ یوه پخه ودانۍ جوړېږي او باد به پرې جنډه رپوي، د هغې جنډې ساتنه به زما نسل کوي. په هغه بڼ کې به زما د چرګۍ یوه سپرغۍ رڼه وي.
شاه زمان ورته وویل:
ـ زموږ او ستاسې خبره یوه ده. دا چرګۍ به په خپلوۍ بدلېږي او په ګډه به د دې وطن د ښېرازۍ لپاره هڅه کوي.
د خان په سترګو کې د هغې ډیوې رڼا ښکارېده چې پر رڼا یې پتنګانو خپل وزرونه سېزل، دا زېری یې ورکاوه چې یوه ورځ به د دغې ډیوې رڼا ته چې د الینګار له سینه بله شوې، عالمونه راټولېږي. دا هغه مرغلره ده چې د وړانګو شور یې سپېره غرونه رڼوي، دېوالونه دې ړانده کاڼه وي.