یکشنبه, اپریل 28, 2024
Home+د استاد پسرلي لسم تلین / راپور ( ۳۴) / ځلا نور 

د استاد پسرلي لسم تلین / راپور ( ۳۴) / ځلا نور 

د افغان ښځو انلاین ادبي بهیر
ښکلی به خاندې خو زه به نه یم
په مځکه باندې خو زه به نه یم
زما ارمان به زما له قبره
بوټوي سپاندې خو زه به نه یم
نیټه:2024/1/14
ځای: انلاین
وړاندې کونکې: میمونه کامران
د ګډونوالو شمېر: ۲۰ تنه
راپور: ځلا نور
د افغان ښځو  انلاین ادبي بهیر غونډه د اراوښاد استاد محمد صدیق پسرلي لسم تلین ته ځانګړې شوې وه. بهیروالو پکې د استاد د هنري ژوند بېلا بېلو برخو ته کتنه وکړه.
په دې درې ساعته غونډه کې د استاد په شعر، نثر، خاطرو، شخصي ژوند او فعالیتونو خبرې وشوې.
غونډه رفیقې طاهري د قرانکریم په مبارکو ایتونو  پیل کړه او د مرحوم روح ته یې دعا وکړه. له تلاوت وروسته میمونې کامران د استاد په یو بیت څانګه بهشتي ته بلنه ورکړه. بهشته جانې په استاد یوه لیکنه کړې ده چې جلا به خپره شي. په لیکنه کې د استاد شعر او  شخصیت ته کتنه شوې ده.
وږمه سبا عامر: د یوې لیکوالې په صفت زه غواړم د استاد په “کوچی ملا” یو څو خبرې ولرم. زما لپاره د کوچي ملا شروع ډېره په زړه پورې وه. دوه اصلي کریکټرونه يې درلودل چې يو يې ملا او بل يې سلمان يا ډم. دواړو د خپل  ژوند د بدلولو هڅه کوي خو خلک  دوی دواړو ته په دې لاره کې ستونزې جوړوي او دوی مبارزه کوي. ملا يې د زيار او زيرکۍ د لارې بدل کړي او ډم بيا په اسانه لارو پسې ګرځي.
په ټوله کې د ناول کریکټرونه، سیمبولونه، ډیالوګ ډېر ښه بیان شوي دي. په کوچي ملا کې  تاریخ په نوي طرز ډېر ښه بیان شوی دی او زموږ د ټولنې یو واقعي تصویر یې خوندي کړی دی.  هیله ده دا ناول انګریزي ته وژباړل شي. استاد پسرلي د عالي اثارو تر څنګ پښتو ته یوه عالي کورنۍ هم ورکړې ده.
ځلا نور: ما له استاد سره د ده دشعر په واسطه ډیر عمیقه اړیکه پیدا کړه. د استاد څلوریزې او بیتونه مې حفظ کړي چې په خبرو کې یې کاروم. د استاد په کتابونو کې مې د “زهزه” له کتابه ډیر خوند اخیستی دی.  د استاد د نثر طرز هم له نورو  بیل و د ده په نثر کې هم د ده د شعر غوندې عالي انځورونه راوړل شوي. استاد خپله هره کړنه کې خلکو ته یو لوی پیغام درلوده.
د استاد دوه نوي کتابونه “کاشکې هلته زه ماشوم وای” او  “کندز په تېره پېړۍ کې” تازه چاپ شوي دي موږ ټولو ته دې مبارک وي. د استاد د نظمونو په کتاب کې موږ د هغه وخت د افغانستان د سیمو ډیر عالي تصویرونه لیدلی شو. نظمونه کې یې لوړ خیال، عالي تصویرنه او نوی رنګ په لوستونکي ډیر ژور اغیز کوي. دده خاطرات زما لپاره د کندز د خلکو ډیرې ناویلې کیسې وې د هغه وخت د خلکو د نظریو او افکارو خبریدل مې د ژوند یوه نوې تجربه او زده کړه وه. زه یې د خاطراتو په ارزښت پوهه کړم چې یو ورځ زموږ خاطري دي چې تاریخ جوړوي.
نعیمه غني: استاد شاعرانه طبعه درلوده چې د دوی په نثر یې هم اثر کړی دی. استاد خپل ژوند او خپله تجربه تصویر کړې ده ځکه خو هم خپل غږ لري او د خبرو اثر یې زیات دی.
استاد د میرمن بهیر د بنسټ ایښودونکو څخه و خو هیڅکله یې پکې مداخله ونه کړه. هغوی میرمنو  ته فکر ورکاوه خو انحصار یې نه کاوه او دا هغه څه وو او دي چې افغان میرمنې ورته اړتیا لري.
پاکیزه ارزو: استاد چې څنګه په ریښتونې ژوند کې د ښځو ډیر خواخوږی و او ښځو ته يې پرمختګ  او د ښه ژوند هيله درلوده هغسې په شعر او نثر کې هم د ښځو ژوند، عاطفه او لطافت د طبعيت له مهربانو او لطيفو ښايستونو سره تشبه کړي دي. د استاد په شعر کې د ژوند کولو استقامت خورا روښانه دی او په شعر کې يې د مايوسي په ځای هيلو، ژوند او مينې ته ارزښت ورکړی. ما يې په ډېرو غزلونو کي د تمنا او ارزو کلمې لوستلې چې دا دوه هيله بښوونکي کليمې په خپله د ژوند خوږلت دی. استاد په شعر کې نادرې تشبه ګانې خورا ډېري کارولي دي او د استاد د شعر لطافت همدا دی چې په شعر  کې يې مقابل لوری يا يي د خوښې شیان د طبعيت له نازکو او ښکلو شیانو سره تشبه کړي دي. استاد موږ ته ادبي اثارو تر څنګ يوه لويه ادبي کورنۍ په میراث پریښی همدارنګه استاد د ادبي بهیرونو کلتور رواج کړ.
ډاکټره شریفه شریف: استاد په انسانیت غږیږي هره خبره یې انسان فکر ته هڅوي، د استاد “کوچی ملا” چې مې ولوست نو موږ ته پوښتنې راکوي او ځوابونه یې شخړه رامنځته کوي. د عالي اثر نخښه همدا ده چې سوالونه رامنځ ته کړي او زموږ په ذهن کې د بېلابېلو ځوابونو کشمکش پیدا کړي. استاد ښځه ډیره طبیعي انځور کړې. د استاد  کورنۍ زما په شمول ډېر نور لیکلو ته هڅولې دي.
 نرګس سهاک: که فارسي بیدل لري اردو میرزا غالب لري پښتو هم استاد پسرلی لري. پسرلی له دې لویو شاعرانو سره رقابت کولی شي. استاد ریښتونی هنرمند و. بابا د هنر او علم لمن نیولی وه چې هیڅکله به نابود نشي. بابا چې کومه خبره کوي په هغه خبره ده لومړی عمل کړی. که یې د ښځو د بیداریدو او ښځو ته د فکر کولو خبرې کړې دی،  هغه یې عملي کړې هم دي.د استاد شاعري هر اړخیزه ده هر بیت یې پیغام او یوه کیسه لري.  استاد خپله لار پیدا کړه ځکه خو به هیڅکله ورک نشي. استاد لاړ خو پښتو ته یې عالي اثار او هنري کورنۍ پریښې چې دی به تل پرې یادیږې.
ګلالۍ مومند:ما د استاد پسرلي ناول “کوچی ملا” لوستلی دی. دغه ناول استاد په ساده او روانه ژبه لیکلی او د خپلو سترګو لیدلی حال، فکر او تجربه یې د کوچي ملا له لارې په داسې روښانه طرز لوستونکو ته وړاندې کړی چې لوستونکی تر پای له ځان سره تړلې ساتي، د خپلې ټولنې واقعیتونو ته ځیر کیږي او مني یې چې زموږ ټولنه له یادو ستونزو او نیمګړتیاو ډکه ده او بهترۍ ته یې باید کار وشي. زما لپاره د استاد پسرلي همدغه ناول کافي و چې لیواله شم او نورې لیکنې یې هم ولولم.
 د بهیروالو ملګرو د خاطرو نه راته داسې معلومیږي چې استاد پسرلی خدمتګاره، خواخوږی او خپل کار او ژوند ته ژمن انسان و. د استاد پسرلي ادبي، شخصي او تخلیقي ژوند او کار ته که وګورو نو توانېدلی چې خپل فکرونه او آندونه لوستونکو ته نه یواځې په ښه توګه وړاندې کړي بلکې د هغوی تخیل وتخنوي او لیکلو ته یې وهڅوي. روح دې ښاد وي او یاد دې تل زرغون وي.
شفیقه خپلواک: موږ که یو اثر لولو باید فرد او اثر دواړو ته پام وکړو. که د یو چا اثر لولو باید د هغه وخت د حالاتو نه هم خبر یوو بیا به مو په اثر او د اثر په ارزښت ځان پوهه کړی وي.  له استاده یوه زده کړه کولی شو چې رسمي زده کړې د انسان فکر نشي بدلولی استاد څومره لوی انسان و خو رسمي زده کړې یې نه وې کړې. زه دا ویل غواړم که غواړئ د ښه ذوق څښتنانې شئ باید استاد ولولئ. له استاده باید زده کړو چې له ټولنې او هیواد سره اړیکې څومره مهمې دي. استاد ډیره مطالعه په بیلابیلو برخو کې درلوده.
هیله پسرلی:
هغه شعرونه چې بابا په څوویشت کلنۍ کې لیکلي دي د هغو ډېره برخه اوس هم ناچاپ ده. د بابا د نظمونو د تازه چاپ شوي کتاب شاعري د شاوخوا ۶۰ کلونو پخوا زمانې ده. بابا که غوښتی په خپل ژوند کې یې خپل کتابونه په خپلو پیسو هم چاپولی شوی خو ده لیکلو ته اهمیت ورکاوه،  دې ته یې نه کتل چې لیکل مې وکړل نو خامخا دې اوس باید خپاره شي. له دې خبرې مې مطلب دا نه دی چې د کتاب چاپ مهم نه دی خو د لیکوال لپاره به دا تېروتنه وي چې په چاپ او د لوستونکو په جلبولو کې دومره غرق شي چې د خپلې خوښې لیکلو ته لږ وخت ومومي. که په اثر کې کمال و، یو وخت به خامخا چاپ شي.
بابا چې په وطن کې و ډېر اسوده ژوند یې و، بیا چې مهاجر شو ډېر سخته ژوند یې تجربه کړ خو چې غزلبڼ لولو پوهېږو چې لویه برخه یې په مهاجرت کې لیکل شوې ده.  غزلبڼ رازده کوي چې که لیکوال خپل کار ته وفادر وي، بد شرایط یې هم له لیکلو نه شي راګرځولی. “کندز په تېره پېړۍ کې” کتاب چې هغه هم تازه چاپ شوی دی، بابا په اتیا کلنۍ کې ولیکه. مطلب دا چې که هوډ وي نو حتا جسمي کمزوري او زړبودن او ناروغي هم د لیکلو مخه نه شي نیولی.
 بابا د عمر تر پایه مطالعه کوله. ما اورېدلي چې په ځوانۍ کې به یې میاشتې میاشتې له سهاره تر ماښامه د یوه دیوان په لوستلو تېرولې.
بابا د افغانستان شاعر و. دی له کوم بل ځایه افغانستان ته نه ګوري بلکې له وطن نه جهان ته ګوري. له کوم وطن سره چې تعلق لرو، هغه ته چې هر څومره اهمیت ورکوو، هغومره زموږ د کار اهمیت زیاتېږي.
بابا ځینې هنري او اخلاقي ارزښتونه درلودل چې هغو ته د عمر تر پایه پورې، پرته له دې چې د زمانې د تغییراتو ترتاثیر لاندې راشي، وفاداره پاته و. ګومان کوم  خپل ذوق ته درناوی او خپلو ارزښتونو ته درناوی کولای شي چې لیکوال خپل اصیل سبک ته ورسوي.
د غونډې په پای کې مشاعره وه چې پاکیزې، شفیقه خپلواک،ګلالۍ مومند،ځلا نور،معصومه غرنۍ او نعیمه غني پکې د استاد شعرونه ډکلومه کړل د غونډې په اخر کې د استاد روح ته دعا وشوه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب