یکشنبه, مې 12, 2024
Homeخبرونهملا برادر په ننګرهار کې؛ پر راوستي امنیت مو شکر وباسئ

ملا برادر په ننګرهار کې؛ پر راوستي امنیت مو شکر وباسئ

تاند (پنجشنبه، د جدي ۲۸ مه) د طالبانو د رژیم د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر ننګرهار ته د سفر پر مهال د دغه ولایت له خلکو غوښتي، چې د ده په ټکیو، پر راغلي امنیت شکر وباسي.

عبدالغني برادر دې غونډه کې د ننګرهار اوسېدونکو ته ډاډ ورکړی چې د امکاناتو برابرېدو په صورت کې به د دوی ستونزو او غوښتنو ته رسېدنه وکړي.

همداراز دې ناسته کې برادر ویلي چې نږدې راتلونکې کې به د سوداګرو ملاتړ په موخه د ننګرهار پر شوکاڼو پر صادراتو ټاکل شوې تعرفه هم راکمه کړي.

د طالبانو له بیا واک ته رسېدو سره، دوی تل خلکو ته د امنیت راوستو خبره کوي او ترې غواړي چې د دوی په ټکیو، په دغه بدلون دې شکر وباسي.

د طالبانو منتقدان بیا د دوی په غبرګون کې وایي، چې مخکې هم امنیت طالبانو خراب کړی و او د دوی له جګړې ختمیدو او واکمنیدو سره امنیت په طبیعي ډول ښه شوی.

د خلکو غوښتنه بیا دا ده، چې طالب چارواکي دې نارینه او ښځینه ټولو ته د زده کړو فرصت برابر او خپل رژیم ته د ملي مشروعیت موندلو تر څنګ اساسي او نور قوانین رامنځته او د واک انحصار پای ته ورسوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب