یکشنبه, مې 5, 2024
Homeخبرونهد وړو نجونو د خرڅلاو راپور ته د هرات د طالب چارواکو...

د وړو نجونو د خرڅلاو راپور ته د هرات د طالب چارواکو غبرګون

تاند (پنجشنبه، د جدي ۲۸ مه) په هرات کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس احمد الله متقي، په دغه ولایت کې د سختې بېوزلۍ له امله د ناویانو په نوم د وړو نجونو د خرڅلاو راپور ته توند غبرګون ښودلی.

دغه راپور څو ورځې مخکې د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې له لوري خپور او ورپسې ځینو نورو رسنیو هم په دې اړه تاییدونکي راپورونه خپاره کړل.

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ سیمه ییز رئیس بیا په دې اړه ویلي:« دا راپور ردوو. ټول ماشومان له هغې ډلې نجونې دلته سرپرست لري. افغانستان اوس سرپرست او وارث پيدا کړی دی»

ښاغلي متقي په مشخص ډول نه دي ویلي، چې دا موضوع یې څېړلې که هسې د یوه مطبوعاتي غبرګون تر حده دا څرګندونې کوي.

د دې ترڅنګ ازادي راډیو هم په یوه راپور کې د یوې هراتۍ مور له قوله ویلي وو، چې د سختې بېوزلۍ له امله یې خپله ۱۰ کلنه لور یوه ۴۰ کلن سړي ته د سل زره افغانیو په بدل کې په نوم کړې او وروسته به یې ور واده هم کړي.

 طالب چارواکي په داسې حال کې چې افغانستان له بېسارې بېوزلۍ او بشري ناورین سره مخ دی، تل د دغه ناورین له وجې د ورته پېښو خبرونه په توندو ټکیو ردوي.

د دوی منتقدان باور لري، چې طالب چارواکي په داسې غوڅو او احساساتي غبرګونونو په دې نیت د واقعیتونو د تحریف هڅه کوي، چې د دوی د رژیم کمزورۍ پټې شي، خو په وینا یې داسې غبرګونونه له افغانانو سره د ځینو ممکنو نړیوالو مرستو مخه نیسي او دا د بېوزلانو په حق کې ظلم دی.

د ملګرو ملتونو ګڼو بنسټونو تایید کړې، چې د افغانستان تر نیمایي زیات وګړي د بشري مرستو اړتیا لري او څو میلیونه خلک یې دې ته حیران دي چې د خوړو د راتلونکي مهالوېش خواړه له کومه کړي؟

1 COMMENT

  1. دا قادیانی کفار طالبان د پنجابی پاکستان تربیه شوی غلامان دی او د پنجابی پاکستان تر هدایت لاندی پلانیز افغان ملت وږی ساتل کیږی دا قاتل کفار د قاتلو کمونیستانو څخه هیڅ توپیر نلری او قاتلو کفارو کمونیستانو اوس د پنجابی پاکستان قادیانیو کفارو طالبانو په شان اوږدی ږیری لری اوددوی سره ګډ د ملت تباهی کښی دوباره لګیا شوی دی او ځینی ئی د غربی نړی څخه دی کفارو قادیانیو طالبانو تبلیغاتو باندی خپلی چټلی حنجری چیری کوی دادواړه مضر مکروبونه ګروپونه یو ځای د غلامو قاتلو تنظیمونو د افغان ملت حقیقی دوښمنان دی ، دا زهرناکه میوه افغان ملت ته د سره لیونی شهید محمد داؤد له خوا دده کمونیستی کودتا له برکته په نصیب شوی دی افغان ملت د اجنبیو دوښمنانو له خوا ددی تربیه شوو رنګارنګو قاتلو غلامانو څخه اوس محاصره شوۍ دی همدارنګه دی ملی خائینینو پر جلکیو مکتبونه تړلی او میرمنی او جلکۍ ئی په کورونو کښی زندانی کړی دی او نور ټول مکتبونه او پوهنتونونه ئی په قادیانیو مدرسو او شرعیاتو کورسونو بدل کړی دی !!!

    اصیل افغانان باید صادقانه سره متحد شی او د غیرتی ملت سره ګډ ددی خائینینو پر ضد راپورته او افغانستان کښی ددوی پر ضد ایجاد ( ۱۹۸۰ کال کښی ) شوۍ مقاومت د لا تقوئي سبب شی !!!!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب